درنو لوستونکو! و پاکستان ته مي د تللو نيت درلودی (يعني هغه مملکت چي موږ همېشه هم ځني ژړلي دي او هم بيرته د يوه نه يوه کار لپاره که هغه د دوست ليدل، تجارت کول او ېا هم علاج کول وي بيرته اړيو او اړيږو چي ولاړسو (د لته مي هغه پښتو متل را ېاد سو چي وايي هم درڅخه مرم هم درپسي مرم). خدای سته چي هم خپله څه مريض وم او د ډاکټر لخوا راته ويل سوي وه چي باید ولاړسم او هم يوه دوسته راته څخه هیله وکړه چي باید ولاړ سو څه ناڅه پام (فهم) به مو په بله سي. لنډه يې دا چي نيت مو سو او دوسته مي ویل چي حرکت به کوو نور څه ته ګورو ؟ خو هغه راته ويل چي ېا داسي نه کیږی چی بسم الله الله اکبر، وروره د بل مملکت دی ښه دی احتېا ط پکار دی او د تللو اسناد (پاسپورټ او وېزه) برابر که. ماورته وویل چی یا وروه ضرورت یې نسته هغسي هم که پوليسو نيولو نو به پوليسوته يو څه (زهر) رشوت ورکو موږ خو د دې کارسره هغسی هم اوس عادت سوي يو. مګر دوست مي (چون څه ناڅه قانوني شخص وو) دارا سره ونه منل او مجبوره یې کړم چی پاسپورټ واخلم او د پاکستان کونسلګري (چي د کندهار ولايت د يوه نامتو او شتمن شخص حاجی عبدالله د خپل کور په بغل کي له ډيری مودې راهيسي ځای ور کړی دی) ورسم.
کله چی د قونسلګرۍ لوري ته ورنژدې سوم نو د لومړۍ تلاښۍ ځای (چیري چي د حاجی عبدالله دکور وسله وال ولاړ دي) د عسکر څخه مي د ننوتلو اجازه وغوښتل هغه ظالم لکه را باندي خبر چي وو پرته له بل څه پوښتلو څخه راته وويل د پاسپورټ لپاره راغلی يې؟ ماورته وويل بلې هو! راته و يې ويل لومړی تاسو باید ولاړسی هلته هلته داسي او داسي پته يې راکړه څلورم دکان دی چیري چي د پاسپورټ لپاره فورمې ډکیږي، فورمه به ډکه کړې او بیرته به همدلته راسی. ماځني وپوښتل چي دا بېا د کومه راهیسی دا کار پیل سوی دی پخوا خو داسي کوم څه نه وه موجود؟ ده راته په دېر قهر قهر وکتل او ویې ویل ورځه ولاړسه داکار د کلونو راهیسی جرېان لري او ته یې هم وکه.
ما هم د خپل عزت د ساتلو په خاطر عسکر جان (چاته چی په شعوري ډول همدا مفکوره ورکړل سوې وه) هیڅ هم ونه ویل او د ده د پتي سره سم ور روان سوم که ګورم چي د چوکیدار (هغه کس چي عراده جات ګوري) لا د وخته او د لیري را پکښی سترګي دي او راناری یې کړل وروره د پاسپورت د کان غواړې؟ دلته راسه او موټر سایکل دي دلته ودروه (چیري چي د سهار د اتو(۸) بجو ترمخه لاتقریبا د پنځه ویشتو (25) او ېا دېرشو (30) موتر سایکلو، بایسکلو او موټرونو په شاوخوا کي عرادې ولاړي وې. زه هم ورغلم او هلته مي د چوکیدار د لارښووني سره سم خپل موټر سایکل ودری او نمبر مي ځني واخیست خو چی کله د دکان پر لور ورروان سوم نو د ډیري ګڼي ګوڼي له کبله مي ټکان وخوړ او وارخطا سوم او ومي ویل چی خیر را پېښوه الهي چي د خپل کار ځای څخه مي هم یوساعت رخصت اخیستی دی او دا دونه خلګ، دا به څنګه کیږی؟ دا خو والله دلې راباندی غرمه کړي. په هر صورت څنګه چي مجبوره وم نو بيرته مي وځان ته ډاډ ورکړ او د ځان سره مي وویل ځه ګوندي خدای دی مامورین به یې هم اضافه وي لږ تر لږه یو پنځه(5) نفره خو به وي چی ډېر وګړي په دې سهار وختي کي لا ورته ولاړ دي نو د ورځي په جرېان کي خدای خبر څه حال وي.
خو متاسفانه زما د ویری مطابق او د توقع بر عکس دوه نفره ناست دي چي یو یې (هغه څوک چي خورا د ډیري مودې راهیسی همدلته کاري سابقه لري او تر سترګو کیږي) هغه فورمې لیکی او د خلګو څخه مختلفي مختلفي پوښتني کوي او په خبروکي هم خوراشاعر مالومیږي او مخ ته یې (هغه د چا پر چم) د پاسپورټونو دېوالونه ولاړدي چي خلګو ایښي دي او ټول په نوبت او بې نوبتي کي ورته منتظر دي. یو بل تن (چي خورا ښایسته او په غوښه پټ ځوان دی په ګوتو يې خورا ډیري ګوتمۍ (انګشترېاني) هم ښکاريدې) د فورمې لیکونکي و بغل ته ناست دی ا و دا دنده لري چي پر فورمو باندي هر کس د ځان سره راوړي تصويرونه د سټپلر په واسطه ور ومښلوي اوېا که د چا د پاسپورټ او یا تذکرې کاپي هېره سوې وي نو دی يې ورته د پیسو په مقابل کي اماده کوي او هم دا شان که د چا تصویرونه هېر سوي وي اوېا يې بې له شنه پرده پر پل رنګ (سره او ېا سپینه) پرده عکسونه اخيستي وي نو دی ورته وايي چي دا په کونسلګري کي نه قبلیږي اوته باید دلې پر شنه پرده باندي عکسونه واخلې.
ما چی کله و دا ګڼي ګوڼي او دا د دوی ځړيدلي کارته وکتل نو زړه مي ډېر په تنګ سو او ډېره هڅه مي وکړه چی هیڅ هم ونه واېم او چوپه خوله پاته سم. خو کله کېدل دا انسانانو ته چی به مي کتل (د چا سره عاجزې ورسره، څوک سپين ږیري، څوک ناروغان، څوک د ليري ولايتونو لکه هلمند، زابل، اروزګان او یانورو څخه راغلي او چا په ښار کي د کان او یا ماغوندي رسمي وظيفې تر شا پرې ايښي او د يوه يادوه ساعتونو لپاره راوتلی خو دوی دلته باندي غرمه کړي) نومي حوصله تمامه سوله او دا دليکونکي پر څنګ ناست ځوان ته مي وویل چي ولي وروره د دې ملګري سره دي د کار دګڼي ګوڼي د کمېدو او د کار د آسانه کېدو په خاطر مرسته نه کوې او دا قلم نه دراخلې او دا فورمې چی ډيری آسانه هم دي نه ډکوي ؟ ځوان شين د خندا راته ولاړی ا و و يې ویل والله زه خويې نه سم ليکلای. ومي پوښتل ولي؟ ويل يې والله لیکل می نه زده.ما ویل ګرانه دا خو دونه لیکل نه غواړي چي تاسو ځان ځني کاږئ، ښه خیر په هر صورت خپله که ليکنه نه سې کولای زما غوندي دا دي دلته څو نفره سته راکه چی د مرستي په خاطر يې موږ درسره ډکي کړو؟ ویل یې ېا نه کیږي نه يې سم درکولای. ومي پوښتل ولي یی نه سې را کولای، په دې کي کومه ستونزه ده؟ ویل يې ځکه چی کونسلګري وا لا یوازي زموږ لیکلي فورمې قبلوي او د بل چا په لاس لیکلي نه غواړي. د ځان سره مي فکر وکی چي والله رښتېا هم ښه خطاطان خو ېاست او په زړه کي مي ویل چی اوه والله اوس يې بده کړل. ښه رښتېا نو بېا خو باید يو (۱) او ېا دوه (۲) ليکونکي اضافه کئ ولي چي د پیسو هیڅ کمی نه لرئ او درباندي اوریږي، که څنګه؟ هغه په دې سره چي د یوې فورمې په ډکېدو سره شپېته (60) افغانۍ، دپاسپورټ پر کاپي کولو پوره شل (20) افغانۍ په داسي حال کي چي په بازارکي يې په لس (10) افغانۍ باندي کاپي کوي او د تذکرې پر کاپي کولو جلا لس (10) افغانۍ غواړئ او د درو (3) قطعو عکسونو په بدل کي خو پېخي پنځوس افغانۍ غواړئ په داسي حال کي چي په بازار کي د اتو (8) قطعو عکسونو په بدل کي همدا مبلغ غواړي، نو بېا ولي بل نفر نه مقرروئ؟
زموږ د خبرو په جرېان کي د فورمې لیکونکي مخ راته را واړاوه او ویې ویل وروره ته یو ګړی لا انتظار وکه تر اوسه پوري ګڼه ګوڼه کومه ده چي یوار د هلمند او نورو ولایتونو خلګ را ورسيږي نو بېا به هلته ګڼه ګوڼه و وينې. هغوی باندی خو ډېر ځله ناوخته سي او آن قونسلګری بنديږي او هغوی بیرته همداسی پرخپله لاره ځي، دا ځکه چی قونسلګري یوازی تر یوولس نیمو (11:30 بجو پوري کار کوي. د ځان سره مي په زړه کي وویل واه اې دخدای اود مظلوم ملت دښمنانو د حاجي عبدالله په شمول خدای دي هدایت درته وکړي دا هرڅه ستاسو دلاسه خلګوته ورپېښه ده او پېښيږي خو بېا هم تاسي نه شرمېږئ او په وازه خوله هرڅه واېاست او فخر هم باندي کوئ؟!
خبري ډیری سره دا خوا هاخوا سوې او ښايی نوري هم داسي ډیری زا رۍ ما اونورو خلګو ورته کړي یي چي اې وروره پیسې دي واخله خو هغه زموږ پاسپورت او فورمه راته راکه چی موږ یې خپله ډکي کړو؟ خو دوی ظالمانوکله دا خبري او ننواتي اورېدلې ځکه چي د دوی زړه د حاجي عبدالله لخوا څخه پوړه وو او هماغه خبره به يې کوله نه ستاسو لیکلې فورمه کله مني. ما به د ځان سره همدا ویله چي اې ظالمه د خدای!!! کله به مي پاسپورټ په لاس راکې چي کونسلګرۍ ته ورسم او دغه ستا شکایت خو ورته وکړم او ګرېوان ورته څیري کړم په بل چا کمي وس نه رسیږي دا خو کولای سم، نور ټول خلګ که څه نه وايي او ېا يې نه سي ویلای زه خو يې ویلای سم!.
په همدې چورتونوکي ولاړ وم و یو کنج ته که ګورم چي یو ځوان ډېر تلواري راغی او د دکان والاوو څخه يې د فورمې غوښتنه وکړه او دوی هم بېله کومه ځنډه فورمه ورته ورکړه چی خپله يې ډکه کړي. اوس نو کومه دی دنامي زوی چي یو څه شکایت وکړي چی دا په کوم قانون سره جایز دي چي دا پنځوس تنه دي درولي په داسي حال کي چی ټوله هم زارۍ او ننواتي درته کوي او دایوه ته دي دیوې خبري په بدل کي فورمه په لاس ورکړه؟….
په هر صورت یو وخت زما نوبت راورسېدی او زما کاريې راته خلاص کی او په داسي حال کي چي هرڅه مي لادمخه په بازار کي کاپي کړي وه هم يې اویا (70) افغانۍ را څخه وشکولې او پاسپورټ او فورمه يې په لاس راکړه. کله چي د کونسلګرۍ په لوري باندي ور روان سوم او هلته ورغلم نو ومي لیدل چی یو زابلی ځوان ورته ولاړدی او ژړه غونی غوندي زارۍ ورته کوی (( صاحبه! دخدای لپاره همدا نن مي کار راته خلاص که چی شپې مي ډیري تیري سوی او ټوله خرچه مي خلاصه سوې او نور والله که دیوې شپې پاته کېدو توان لا لرم؟)). هغه بل ځوان چي خپله فورمه يې په خپله ورته لیکلې وه هغه هم خپله فورمه ورته وړاندي کړل او کونسلګرۍ والايې له کومي خبري څخه پرته فورمه ځني ومنله.
زه حیران پاته سوم او په زړه کي می ویل چي الهي دا څه حال دی او څه وینم، نومي د کونسلګرۍ والا څخه پوښتنه وکړه چي وروره آیا داسي فورمې چی یو چا په خپله لیکلي وي هم تاسو قبلوئ او که څنګه؟ هغه په ډېره نرمه لهجه او موسکاسره راته و ویل ولي نه وروره فورمې خو دا دي دلته زموږ سره پرتې دي او چی څومره دي په کار وي وایې خله او په خبله باندي يې را ته وليکه، د ده د قوله څخه چي په دې کي د دوی هیڅ کوم اعتراض او ستونزه نه وه. نو بېا ولي هغه د توپخانې اوسيدونکی ظالم موږ داتو(8) بجو را هیسي انتظار کړي وو او اجازه يې نه راته را کول چي ځني خلګ خپلي فورمې خپله ډکي کړو؟ ومي پوښتل. ده په ځواب کي راته وویل چی وروره هغوی زموږ کارکوونکي نه دي او نه هم زموږ سره کار کوي، بلکي هغوی د خپل ځان لپاره شخصي دکان پرانیستی دی او خپل کار کوي حتی چي موږ د دوی د لوګو (ټاپې) څخه خپل د کونسلګرۍ نوم لالیري کړی چي یووخت دوی غوښتل چي استفاده ځنی وکړي او بله دا چي پخوا به دلته نژدې راته اوسېدل (که تاسو فکر کړی وو؟) چي وروسته بېا موږ د امنينتي ستونزو له کبله د دې ځایه لا ليري کړل. ما ورته وویل چي والله رښتیېا دا خو تاسو محترمين او د هغوی د دکان پر دېوالونو باندي ځوړنده کاغذان دا خبري کوي چي تاسو هیڅ رابطه نه سره لرئ، خو متاسفانه چي د دې خبري څخه هيڅوک هم زموږ د وطنوالو څخه خبر نه لري زه په خپله چي تقريبا په ورځ کي ډېر وخت مي له کمپیوټر، انټرنيټ او مطالعې سره تېريږی لا نه وم باندي خبر چي هم يې و شکولم او هم يې را باندي ناوخته کی نو چيري نور څوک؟ او ښه خبره خو لا دا ده چي دهغوی څخه مخکي دغه عسکر څوک دلته نه راپرېږدي او وايی چی لومړی باید څوک هلته ولاړسي. او ور پسي اضافه مي کړه چي ټول خلګوته دوی اوس هم دا ذهنیت ورکړی چي دوی تاسو پوري اړه لري او ستاسو پرسونل دي او که دوی چيري کومه فورمه ونه ليکي نو په هیڅ توګه به تاسو ته قابل د قبول نه وي هغه.
د قونسلګرۍ کارمند راته موسکي سو او و یی ویل چي واخله دا فورمې دي او ورسه هلته چي څومره خلګ دي په هغه دکان کي ټولو ته و وا یه چي هر څوک کولای سي دغه فورمې په خپله وليکي او رایې وړی. برسېره پردې دوی زما څخه غوښتنه وکړه چي که زه چیري پر یوه کاغذ باندي په کمپیوټر وليکم چی دا دکان یو شخصي ځای دی او د ا عريضه ليکونکي شخصي افراد دي او د دې کونسلګرۍ سره هیڅ اړه نه لري نو به ښه وي.
ما ورته وویل چی پر سترګو دا کار خو به وکم، هم به اوس فعلا ټول خلګ خبر کړم په دې جرېان او هم به یو لیکلی شی درته راوړم. او په عینی حال کي مي وپوښتل چي آیا نه سي کېدای که چیري تا سو د کونسلګرۍ له لوري څخه ورته وویل سي چي په خپل نفرو کي اضافه توب راولي هغه د دې لپاره چی هم د دوی کار آسانه سي او هم خلګ د ستونزو څخه خلاص سي او یا هم نفر پیدا کئ (البته د داوه طلبۍ او اعلانونو له مخي) چي د دوی په څنګ کي دغسي یو بل دکان هم خلاص سي؟ چي کېدای سي چي دا هم یوه لاره وي چي هم به ډېره آسانتیا را منځته سي او هم به په ښار کي یو دوو نفرو ته اضافه ډوډۍ پیدا سي او دا ګټه چي اوس یو کور استفاده ځني کوي باره به څو کوره استفاده ځني وکړي؟
خو ډېر متاسفانه چي د دوی ځواب ډېر مایوسه کوونکی وو هغه په دې نه چي دوی (کونسلګري) نه غوښتل چي بل نفر دلته مقرر سي بلکي ده داسي عرض راته وکی ((نه وروره دا خلګ کوم چي تاسو دلته ګورئ د مرحوم محسني (او ماته یې په سر اوسترګو اشاره وکړه که یې تاسوپېژنئ) له لوري څخه و حاجی صاحب (حاجي عبدالله) ته معرفي سوي دي او هغوی دلته کار کوي. نو ځکه فکر نکوم چي حاجي صاحب دي کوم بل چا ته اجازه ورکړي چي دلته کار وکړي پرته د ده له اجازې څخه. ځکه چي موږ یو وخت یو نفر (چي د سدوزو د کوڅې اوسېدونکی وو او ……نومېده) همدلته مقرر کړی، خو لږ موده وروسته د همدې فعلي خلګو سره یې ستونزي او جنجالونه رامنځ ته سول اوبالاخره هغه نفر واپس بيرته ځواب سو )).
ګرانو لوستونکو!!! قضاوت په تاسو پوري اړه لري، چي د دې مظلوم او دربدره ملت او قوم د شکولو لباره دا یوه طریقه ده او که نه ده؟ دوی بې وسلې غله دي او که نه؟ دا بې وسلې غله چا کښېنولي. او آیا د دې کار مخه نیول کيږي او که نه ؟ که نیول کيږي په څه شکل باندي نيول کېدای سي څه باید وسي؟
یادښت: درنو لوستونکو! زما همدومره په وسه پوره وه چي د دغه مظلوم او بېچاره قوم او ملت د رابېداره کېدلو لپاره هم دا لیکنه وکړم او هم که وتوانېدم چي د اکثره رسنیو له مسؤلینو سره تماس ونیسم او شریکه یې کړم چي هغوی په ژوندۍ بڼه (یعني راډیو او تلوېزیون له لیاري) د دې حالت څخه لیدنه وکړي او د خلګو د ښه آګاهۍ لپاره ډېر څه (کوم چي د دوی په توان کي سته) وکړي.
ومن الله التوفیق
په درنښت،
ستاسو یو کندهاری ورور