کور / راپور / مدني ټولنو غړي: د اطلاعاتو او فرهنګ ريس نه غواړو

مدني ټولنو غړي: د اطلاعاتو او فرهنګ ريس نه غواړو

د پکتيا ولايتي شورا او مدني ټولنو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري اصلاحاتوپه پروګرام کې په لاس وهنه تورن کړ.


دغه خبري کنفرانس چې د پکتیا ولایتي شورا او مدني ټولنو لخوا جوړشوی وو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې په دې تورن وباله چې په پکتيا ولايت کې د خلکو او مدني ټولنو ترمنځ د کرکې پپدا کولو لپاره د اداري اصلاحاتوپه لړۍ کې لاس وهنه کوي.


د پکتيا ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي په جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل ،چې د اداري اصلاحاتو په ازموينه کې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس پکتيا ته راوليږي.


د ده په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لايحې له مخې د اداري اصلاحاتو په لړۍ کې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس شفامشفق د ازموينې له لوري په لوړو نومرو بريالی شوی دی.


نوموړي رسنيوته وويل: که د اطلاعاتو او فرهنګ ريس په خپله دنده پاتې نه شي، ولايتي شورا به لاريونونه وکړي.


احدي زياته کړه:((که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې کارکې بېړني ګامونه وا نه خلي نو د پکتياوالو له سخت غبرګون سره به مخ شي.))


د مدني ټولنې غړی ډاکتر عبدالهادي حماس وويل،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرځای د دې چې خلکو ته خپل اصيل افغاني فرهنګ ورسوي پردي فرهنګونه دودوي او دمدني ټولنو ترمنځ د کرکې تخم کري.


ده وويل:(( د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرته له کرکې پکتيا ته څه کړي دي چې اوس هڅه کوي په هېواد کې پردی فرهنګ پلی کړي کنه نوموږ به هم لاريونونه ته ملا وتړو.))


خو د سيد کرم ولسوالۍ دځوانانو مسول رسنیوته وويل،چې دوئ د اطلاعاتو او کلتور ريس پر خپله دنده پاتې کېدوسره مخالف دي.


د هغه په عقېده د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی ريس د اداري اصلاحاتو په ازموينه کې لغمان ولايت ته ټاکل شوی دی.


آصف خېل زیاته کړه:(( ياد شوي ريس په تېره دوره کې په پکتيا کې په خپله ورسپارل شوې دنده کې پاتې راغلى او هېڅ يې نه دي کړي،چې پکتياوال ترې خوښ وي.))


ازادميرمنګل چې ځان په پکتيا کې د معلولينو ټولنې د پلان امر معرفي کوي رسنيو ته وويل، چې د ټولنې په استازيتوب د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني ريس بيا ټاکنه يوه جفابولي.


نیازی زیاتوي:(( د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی ريس نه غواړو که د ی بيا وټاکل شي؛نو دپکتيا له خلکو سره به يوه غټه جفاوي او ځيني په شمار خلک غواړي چې دخپلو شخصي اړيکو له مخې يې بيا پکتيا ته راولي.))


ياد کنفرانس په داسې حال کې داير شوچې دولايتي شورا درېمه برخه استازي نه وو حاضر شوي او ويل کېدل چې  کنفرانس د شخصي ګټو له مخې جوړ شوی وو.