کور / تازه خبرونه / کاپيسا : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپيسا : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا ولايت د تګاب اولسوالۍ د ملي ادرو چارواکي وايي چي په ياده اولسوالۍ کي ئې د درو ورځو راهيسي چاڼيز عمليات پيل کړي او د هغوى په پايله کي ئې ٢٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
چارواکي وايي چي د دوى لوري ته کم زيان نه دئ اوښتى او په دې عملياتو کي ئې د بهرنيانو هوايي ځواک ورسره ملتيا کوي.
چارواکي وايي چي ياد عمليات ئې د يادي اولسوالۍ په ٨ کليو کي کړي چي ٨ وسله وال طالبان ئې وژلي او ١٦ نور ئې ژوبل کړي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.