کور / تازه خبرونه / د څلورو ماين ښخوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د څلورو ماين ښخوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په ژړۍ اولسوالۍ کي ئې درې وسله وال چي غوښتل ئې د لاري غاړي ماينونه ځاى پر ځاى کړي په يوه او يو تن بل ئې د يادي اولسوالۍ په بله سيمه کي د هوايي بريد په پايله کي وژلى.
چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.