۲۸ کلن افغان محصل په کاناډا کي د هغه پوهنتون تر ټولو غوره محصل لقب وګټئ چيري چي نوموړئ اوس په زده کړو بوخت دی ، د لراوبر ويبباڼي همکار جان محمد مهربان له ښاغلي نوري سره تر پوښتنو ګروېږنو وروسته نوموړئ په دې راپور کي راپيژني :
غلام ولي نوري له نن څخه تقریبا ۲۸ کاله مخکي د کندهار ولایت د پنجوایې ولسوالي د ناخوني په کلي د محمد نبي نوري په کور کي زېږېدلی دئ. د غلام ولي نوري کورنۍ تقریبا څلور سوه کاله وړاندي د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د کدني له کلي څخه د کندهار ولایت د اوسني ډنډ ولسوالي ته کډه کړې ده. نوري د پلار له خوا څخه میا نور محمد نورزي ته رسیږي چي د حضرت احمد شاه بابا پير وو او هغه ورته ارادت درلود. میا نور محمد نورزی د ډنډ ولسوالي د کاریزک په کلي کي اوسېده چي دده تر مرګ وروسته یې ارادتندانو پر مزار یوه جګه مناره جوړه کړه چي وروسته همدا کلی په “مناره” سره مشهور سو. د میا نور محمد نورزي له اولادې څخه یو هم د پښتو د فلکولریکو ادبیاتو پلار ارواښاد استاد محمد ګل نوري دئ چي د پښتو ادب لپاره یې خورا ستر خدمتونه کړي دي.
غلام ولي نوري د مور له خوا څخه میا عبدالحکیم کاکړ ته رسیږي چي د هوتکو د واکمنۍ په زمانه کي په کندهار کي اوسېده او د میا نور محمد نورزي چي د غلام ولي نوري د پلار له خوا نیکه کیږي پير وو. میا نور محمد نورزي و میا عبدالحکیم کاکړ ته چي د خپل وخت لوي عالم او پیر وو خورا ارادت درلود مورید او خلیفه یې وو. کله چي میا عبدالحکم کاکړ له اوسني کندهار څخه د اوسني پاکستان د ږوب و ټل ته کډه کوله نو له میا نور محمد نورزي څخه یې وغوښتل چي همدلته په کندهار کي پاته سي او د تصوف حلقه فعاله وساتي. میا نور محمد کاکړ په ټل کي وفات سو او هلته یې مزار دئ چي هر کال یې مزار ته په سلګونو ارادتمندان ورځي. د غلام ولي نوري د مور کورنۍ چي د ږوب د کاکړو څخه ده هم له هغه ځایه د کندهار ولایت ډنډ ولسوالي ته کوچېدلي ده. ملا پیر محمد او ملا فضل الدین چي د کندهار د مشهورو مشایخو څخه وه د همدې کورنۍ وروستي پېژندل سوی مشران وه.
تر روسي یرغل وروسته د غلام ولي نوري کورنۍ لومړی د پاکستان چمن ته مهاجره سوه او وروسته کوټي ته وکوچېده. د هجرت په وخت کي غلام ولي نوري د نهو میاشتو وو. په کوټه کي په خپله کورنۍ کي د نیکه او پلار تر سیوري لاندي په افغاني او اسلامي روحیه لوی سوو. خپلي لومړنۍ زده کړي، انګریزي او کمپیوټر یې همدلته بشپړ کړل.
په ۲۰۰۰ م کال کي یې د یوه دوست په مرسته د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي په کندهار کي د علم د رڼا د خپرولو په خاطر لومړی د سباوون د انګلیسي او کمپیوټر کورس جوړ کړ او ورپسې یې د یونیورسل او اراکوزیا کمپیوټر ساینس کورسونه جوړ کړه. له دغو کورسونو څخه په سلکونو کسانو د علم فیض یو وړ.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته غلام ولي نوري د انګلیسي او کمپیوټر د کورسونو د چلولو تر څنګ تر ۲۰۰۴م کال پوري د ملګرو ملتونو په دفتر کي کار وکړ. له ۲۰۰۴ م کال څخه د ۲۰۰۸ م کال تر پايه پوري د کاناډا او امریکا د حکومتونو لپاره په افغانستان کي د سیاسي او کلتوري مشاور په توګه کار وکړ. په همدې وخت کي یې په انګریزي ژبه د بهرنیانو لپاره د “افغانستان سیاسي او اجتماعي سټرکچړ” په نامه یو څلور سوه مخیزه لارښود کتاب هم ولیکئ. نوموړی د کاناډا د دفاع وزیر پیټر مککې په شمول د ډېرو لوړ پوړي چارواکو مشاور پاته سوی دئ او د دواړو هیوادونو څخه یې څلور مډالونه تر لاسه کړي دي.
د ۲۰۰۹ م کال په شروع کي د ولسمشر کرزي له خوا د جمهوري ریاست د تاریخ او تحلیل د ریاست د رییس په توګه وټاکل سو او همدا دنده یې د ۲۰۱۰ م کال تر پایه مخ ته یوړه.
نوري له خورا کوچنيوالي څخه ښه قلم لري او په وینا یې چي لومړۍ لیکنه یې په ۲۰۰۰ م کال کي په طلوع افغان ورځپاڼه کي چاپ سوې ده. تر دا وخت یې یې له انګلیسي څخه لس کتابوته پښتو ته ترجمه کړي دي. یو هم له دري او دوه یې له اردو ژبي څخه پښتو ته ترجمه کړي دي. په دې وروستیو کي یې له پښتو څخه یو ناول انګریزي ته اړولی چي په دې څو میاشتو کي به په کاناډا کي چاپ سي.
کرزی، امرباالمعروف او غفار خان: د پښتنو د عدم تشدد پاچا یې هغه کتابونه دي چي له انګریزي څخه یې پښتو ته اړولي دي او (د افغانستان پېښلیک) یې چي له دري څخه پښتو ته ترجمه سوی دئ چاپ سوی دئ. همدا شان یې په پښتو او انګلیسي کي د سلو په شاوخوا کي تحقیقي لیکني، مقالي او ژباړي یې په مختلفو مجلو، ورځپاڼو او ویبپاڼو کي نشر سوی دي.
نوري وایې چي له کوچنیوالي یې له قلم سره مینه لرل او لومړی ځل مي تر نثر مخکي شعر ته لاس ور واچاوه چي په هغه کي مي مزه نه وه، خو کله چي مي په نثر کي څه ولیکل د دوستانو له خوا ډېر تشویق سوم او زما ژباړه بیا زما دوستانو تر نثر لا هم خوښول نو همدا لامل وو چي تر لیکلو مي ډېر کار په ژباړه کي وکړ.
غلام ولي نوري د خپلو هیوادوالو سره د میني په خاطر د استاد محمد ګل نوري د کلتوري مرکز د لاري په سلګونو هغو بې وسه ځوانانو ته چي دولتي پوهنتونو ته یې لار نه وه موندلي او په شخصي پوهنتونو کي یې د درس ویلو د فیس ورکولو توان نه درلود وړیا بورسونه برابر کړه او د همدې مرکز له لاري یې په کابل کي د جنګ ځپلو ولایتونو هغو محصلینو ته لیله برابره کړه چي د لیلیې د پاره یې نه په کابل کي ځای درلود او نه پيسې. همدا شان یې د ډېرو مستحقو لیکوالو کتابونه چاپ کړل.
غلام ولي نوري په کابل کي په حقوقو او سیاسي علومو کي زده کړې وکړې او تر هغه وروسته د ۲۰۱۰ م کال په اخیر کي یو ځل بیا له خپل هیواد څخه مهاجر سو خو دا ځل تقدیر خورا لیري د نړۍ هغه بل کونج کي کاناډا ته ورساوه. د خپلو زده کړو د دوام په خاطر یې په کاناډا کي د ښه پوهنتون په لټه کي (کارلټن) پوهنتون وموند. کارلټن پوهنتون چي د کاناډا په مرکز اوتاوا ښار کي موقعیت لري په ۱۹۴۲ م کال کي جوړ سوی دئ او د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه دئ او په کاناډا کي همیشه د لسو غورو پوهنتونونو په کتار کي وي. دغه پوهنتون تر ۶۰ زیات پروګرامونه تدریس کوي، د پروفیسرانو په شمول ۲۵۰۰ کار کوونکي لري، دېرش زره زده کوونکي درس پکښي وایې چي په ۲۰۱۱م کال کي ۶۰۰۰ نړیوال محصلین د نړۍ له ۱۴۷ هیوادونو څخه جذب کړل.
نوري د همدې پوهنتون د سیاسي علومو د (پبلک اپیر او پالیسي انالسیز) ریشته انتخاب کړه. په همدې پوهنتون کي یې تر شپږ میاشتي درس ویلو وروسته په خپل استعداد سره خپل پروفیسران او همصنفیان حیران کړل. دئ وایې چي دلته زموږ درسونه دري برخي لري د استاد لیکچړ، د مرستیال استاد په حضور کي پر درسي موادو بحث کول او تحقیقي پروژې. زموږ په درسي کريکولم کي موږ باید د کال په اوږدو کي درې تحقیقاتي پروژې تر سره کړوای. په دغو پروژو کي ما د ایران د اټومي پروګرام د جنجال او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت پر څرنګوالي تحقیق وکړ. ددې پروژو د تر سره کولو وروسته زموږ د پروفیسرانو توجه زما خوا ته راواوښتل. څو ورځي مخکي زه زموږ یوه پروفیسور خپل دفتر ته ور وغوښتم. هلته یې راڅخه وپوښتل چي هغه چا چي په سیاست کي کار او یا زده کړي نه وي کړی هغوی دغه مغلقي موضوعګاني په داسي ښه توګه نه سي بیانولای. ما چي د خپل کاري تجربي په اړه لږ معلومات ورکړه، هغه بیخي حیران سو. په دا سبا یې زه د ډيپارټمنټ د رییس دفتر ته ور وغوښتم. هلته زما نور دوه پروفیسران او د ډيپارټمنټ رییس ناست وه. دا ځل مو د دوستانو په شان ښه بانډار سره وکړ او په دا سبا یې ایمل را واستاوه چي موږ تاسو ته (The Most Interesting and Accomplished Student) لقب در کړی دئ چي تر اوسه مو زموږ په ډيپارټمنټ کي بل کوم محصل ته نه دئ ورکړی او موږ غواړو چي ستاسو بیوګرافي زموږ د ډيپارټمنت په ویبسایټ کي کښیږدو چي تر اوسه موږ دا ویاړ هم بل چا ته نه دئ ورکړي. ما خپله بیوګرافي ورواستوله او دوی په خپل ویبسایټ کي ایښې ده.
غلام ولي نوري وایې چي متاهل دئ او درې اولادونه لري. مشر زوی یې چي شپږ کلن دئ په کاناډا کي د مکتب تر څنګ د قران عظیم الشان حفظ هم کوي. ددې پوښتني په جواب کي چي کور، پوهنتون او کار په ښه توګه سر ته رسولای سي وایې: ډېر سخت کار کوم، ژوند دلته د افغانستان په شان اسان نه دئ، یوازي دلته د ورځي په جریان کي درته راغلي لیکونه او بیلونه جوابول یو ساعت وخت غواړي. په پوهنتون کي تر ناوخته پوري پاته کیږم، د غرمي ډوډۍ چي پوهنتون مي شروع سوی دئ نه ده خوړلي د ماښام د ډوډۍ سره یې یو ځای خورم. د کار د لاري چي کومي پیسې پیدا کوم هغه یوازي د کور مصارف پوره کوي او د پوهنتون د زده کړو لپاره مي د کاناډا له حکومت څخه پور اخیستی دئ. اکثره وخت چي کور ته ورسم اولادونه مي بیده وي او سهار چي کله زه کار یا پوهنتون ته ځم هم دوی بیده وي. که په پوهنتون او یا کار کي لږ وخت پیدا کړم هغه د افغانستان په اړه په خبرونو او مقالو لوستلو تیروم. د رخصتۍ ورځي د اولادونو سره په چکر وهلو او پښتو ژبي ور ښوولو تیروم نور ددې ځای همدا ژوند دئ. دلته د افغانستان په شان دوستان او قریبان نسته چي سړی یې احوال واخلي او که وي هغوی تر ما هم مصروف دي. وطن مي ډېر یاديږي او ډېر ځکه په زوریږم چي هیڅ ښه خبر نه ترې راځي.
د لراوبر ويبپاڼي اداره دغه ځوان ليکوال او څېړونکي ته ( غوره محصل ) لقب ګټلو له امله مبارکي وايي او دهیواد ټولو زده کوونکو او محصلينو ته د خپلو خلکو او هيواد د خدمت په لاره کي د ډېرو برياليتوبونو دعا کوي .