کور / تازه خبرونه / امريکا د لشکر طیبه د مشر پر سر لس ميليونه ډالره ايښي

امريکا د لشکر طیبه د مشر پر سر لس ميليونه ډالره ايښي

د امريکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د مېشتې اورپکې ډلې لشکر طيبه د بنسټګر حافظ محمد سعيد د نيولو پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.هند د امريکا د دغه ګام ستاينه کړې.ښاغلی سعيد اوس د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او فکر کېږي چې د لشکر طيبې مخکښه ډله ده چې په هند کې د ممبيي له بريدونو وروسته پرې بنديز لګېدلی.دغه راز د ښاغلي سعید د اوښي عبدالرحمن مکي پر سر هم دوه ميليونه ډالره انعام اېښودل شوی چې د لشکر طیبه مرستیال بنسټګر دی.جماعت الدعوه او لشکر طیبه دواړه اوس د امريکا په تور لست کې دي.چارواکي وايي دغه جايزه به هغو کسانو ته ورکول کېږی چې دغه کسان ونيسي او يا يې هم معلومات د دوی د نیولو لامل وګرځي.په ۲۰۰۸ کال کې د ممبيي په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۶۵ کسان ووژل شول.په دغه پېښه کې نهه بريدګر هم ووژل شول، خو د اجمل قصاب په نوم یو بریدګر ژوندی ونيول شو چې محکمې د مرګ سزا ورکړې ده.هند د دغو بريدونو پړه پر لشکر طيبه وراچوي، خو دغه ګوند وار له مخه د هند دغه ادعا رد کړې ده.حافظ محمد سعید د ممبيي له بريدونو وروسته ونیول شو، خو پرته له کوم تور نه بېرته پرېښودل شو.د عدالت په برخه کې د امريکا د متحده ایالاتو د جایزې څانګه وايي:”ښاغلی سعید د پاکستان اوسېدونکی دی، سره وېښته او نصواري سترګې لري.”