د پاکستان د ولسمشر وياند فرحت الله بابر اعلان کړى چي ولسمشر آصف علي زرداري به په نيژدې ورځو کي هندوستان ته سفر وکړي.
له شاوخوا څلورو کلونو راهيسي جمهوري رياست ته د زداري تر رسېدو وروسته دا د نوموړي لومړى سفر دئ چي هندوستان ته پلان سوى دئ.
هند ته د زرداري د تګ اصلي نېټه نه ده ښوول سوې، خو هندي رسنۍ وايي صدراعظم من موهن سنګهـ د اپرېل پر اتمه د زرداري د راتګ په مناسبت د مېلمستيا يو پروګرام ترتيب کړى دئ.
په ٢٠٠٥ کال کي د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف هم هندوستان ته سفر کړى وو.
هند او پاکستان د کشمير پر سر له څو لسيزو راهيسي شخړه لري، او په افغانستان کي هم دواړه هيوادونه د خپل نفوذ د ساتلو پر سر سيالي سره کوي.
ډېرى سياسي شنونکي وايي، پاکستان ځکه افغان طالبان حمايه کوي چي په دې هيواد کي د هندوستان له نفوذ څخه بېرېږي. د دوى په نظر د هندوستان او پاکستان نيژدېوالى د افغانستان پر مسايلو هم مثبت تاثير کولاى سي.