کور / هراړخیز / خرابات او دهغه پیدایښت – دریمه برخه

خرابات او دهغه پیدایښت – دریمه برخه


ځوان (خلیفه قاسم جو) دامیر دوفات تروخته د دربارپه چوپړ کی پاته سو. دامیرد مرګ څخه وروسته خلیفه قاسم جو دحضرت ابوالمعانی بیدل دغزلیاتو او بیدل پېژندنی ته ملا وتړل او دوخت دنامتو چهرو لکه اروا ښادعبدالعلی خان مستغنی او استاد عبدالحق بیتاب ته چی وروسته بیا دافغانستان د (ملک لشعرآ) په نامه یادسول ګونډه ووهل. دغلام حضرت شایق جمال، محمد سرور دهقان او غلام نبی عشقری آشنایی ته یی هم ملا وتړل او ددوی دعلم او پوهی څخه یی کاپی زده کړه وکړل.


په کال (۱۲۸۰ هـ ش) (۱۹۰۱ ز) کوم وخت چی امیر حبیب اله خان پر تخت کښېناست خلیفه قاسم جو ددربار درسمی سندرغاړی په توګه وټاکل سو چی په کوراو بهرکی به د پاچاسره ملګری وو. دخپلو ښایسته سندرو په اجرا کولو سره یی دسردار نصراله خان (دامیرامان اله شاه ورور) څخه یو دانه (هرمونیه) چی تازه له هندوستانه رارسېدلی وه د تحفې په توګه تر لاسه کړه چی دوهمه افتخاری هدیه یی ګڼلای سو. څرنګه چی د متن راوړونکی د صحنې عینی شاهد ځان بولی نو (۱۲۹۳ هـ ش) (۱۹۱۴ ز) (تقریبا داوس څخه ۹۸ کاله مخ کښی )کله چی دبغداد ښار دبریتانیی داشغالګرو قواوو له خوا ونیول سو، دبریتانیی تر لاس لاندی په ټولو سیمو کی مېلې او جشنونه پیل سول، په افغانستان کی دبر یتانیی سفیر دباغ بالا سره نژدې په کابل کی مېلمستیا جوړه او شاه غاسی نیک محمد خان ته چی وزیردرباروودنده وسپارل سول چی د خلیفه قاسم جو څخه هیله وکړی څو پدې میلمستیا کی چی ټوله سرداران او لوړپوړی ددربار چارواکو برخه لري ، دی هم ګډون وکړی اوپه خپل موزیک سره مجلس ته نوره ښکلا وبخښي. خو قاسم جو دا امر ونه منی او غاړه یی ورته کښېنښودل ، موضوع یو سیاسی او دیپلوماتیک رنګ واخیست، ترامیرحبیب اله خان پوری دخبرد رسېدو سره سم قاسم جو دربارته راوغوښتل سو، امیر په ډیره غُصه او قهر قاسم جو ته وویل:[ تا ولی زموږ دامر څخه سرغړونه کړېده، لکه چی مالګوبۍ په لغته وهې چی زموږ دوستان دی ماڼیجن او خوابدی کړی دی.؟] قاسم جو په ډیر درنښت او احترام سره دپاچا دحضور څخه اجازه واخستل او ورته ویی ویل: [ستاسو حضور عالی القاب دسراج الملت والدین ټاکل سوی او دیوه اسلامی هیواد پادشاه یاست، زه یو حنفی مذهبه مسلمان یم او لوی پیردستګیر حضرت غوث الاعظم (قدس الهُ سره العزیز)دربار دبریتانوی ښکیلاکګرو له خوا اشغال سوی دی، حال دا چی ما دنوموړی (لوی پیر) لاس نیوی کړی او مرید یی یم، زه څنګه کولای سم چی دهغوی دخوښۍ او کامرانۍ په مجلس کی برخه واخلم، نه تنها برخه واخلم بلکه هلته سندري ووایم او بانډاریی لانورهم رنګین کړم.]


دشاه امان اله خان غازی په دوره کی قاسم جو نورنواستاد قاسم وو او ددربار دسندرو ویلو پرڅنګ دشهزاده ګانو درس ورکونکی هم پاته سو او په دربارکی ډیردقدرپه سترګه همېشه دهغه کارنا مو له امله چی دده دوطن پالنی شاهدی یی ورکول ورته کتل کېدل . دشاه امان الله څخه یی (دزمرود نښان) مډال تر لاسه کړ ، شاه ورته وویل: ((پرښی اړخ دی زما له مرحوم پلار(امیر شهید) څخه داستادی لقب اخستی دی، نن دی زه پر کیڼ اړخ د (افغان) لقب درځوړندوم ، او وایم چي ددې خاوری دټولو اوسېدونکودافتخارسمبول (نمونه) یاست.)) څو ورځی وروسته ددفاع دوزارت (وزارت حربیه) په مېلمستیا کی استاد قاسم افغان داشعر په خپلو سندرو کی ووایه :


ناز دارد بی سرو سامانی ام بحر در بر قطره ای طوفا نی ام آسمان سیر است سرګردانی ام مشکل هر کار شد آسانی ام ګر ندانی غیرت افغانی ام چون به میدان آمدی می دانیم


کیست افغان درزمان ګیر ودار مګر نترسد ازنهیب کارو زار رشک رستم غیرت اسفند یار کی بود از خصم روګردانی ام (چون بمیدان…..)


کی بغیر از جنګ باشد کار من جنګ باشد کارمن کردار من شد فراز از جنګ ننګ وعار من تا به چند ای خصم می ترسا نی ام (چون بمیدان..)


دلته یی دالماس نښان چی دآزادی (استقلال) افتخاردی ترلاسه کړ.


استاد قاسم افغان هندوستان ته سفروکړ او دلوړو استادانو سره دکتلو وروسته یی (دشرق دستوری) لقب له ځان سره کابل ته راوړ. استاد قاسم افغان لکه څنګه چی مو مخ کی وویل خپل ځان ته دموسیقی خاص مکتب درلود اودشاه زاده ګانو پرڅنګ یی نورافغانان هم روزلی دی چی د هغو له جملې څخه سردار محمد رحیم ضیایی، شیون کابلی،سردار حشمت اله سراج ، سردار سمیع جان سراج، (د امان اله شاه دوه وروڼه، چی ما دیوه سره پېژندل او دبی بی سی په آخیرنی مصاحبه کی می دهغه یوه سندره وطنوالو ته ډالی کړه) استاد غلام نبی نتو، استاد صابر، استاد رحیم بخش، استاد نبی ګل، استاد رحیم ګل، استاد یعقوب قاسمی او ورونه یی، استاد محمد عمررباب ږغونکی، میرزا نظر، استاد بریښنا، محمد حیدر نیسان، ګل محمد کندهاری (ګلو) او نور، داټول هغه نخبه ګان وه چی دافغانی موسیقی دپاره یی زیاتی هلی ځلی کړی دی.


دشاه اما ن اله خان په روښانه او پر مخ تللې دوره کی سندارا (موسیقی) ښونځیوو ته واستول سول (په نصاب کی شامله سول) او دنورو درسونو پر څنګ د نورومضامینو برخه سول چی استاد غلام حسین داستقلال په لیسه کی، استاد غلام نبی نتو د حبیبی په لیسه کی، او استاد نبی ګل په امانی لیسه کی تدریس کاوه، لږ موده وروسته چی دشاه امان اله خان داصلاحاتو پروګرامونو ته خنډونه جوړ او له ناکامیو (چی داینګلیسی ښکیلاک ګرو لاس پکښی وو ) او له ماتی سره مخامخ سول ، دپغمان دسینما قصر داورپه لمبوکی وسوځول سو، دموزیک پروګرامونه هم په همدې ځای کی ختم سول ، اغتشاشونه او ګډوډی شروع سوی .


استاد قاسم افغان دحبیب اله کلکانی ( بچه سقاو) په دوره کی. په دې توره تاریخی دوره کی استاد قاسم له ډیری بېچارګۍ سره لاس او ګریوان سو، نه دا چي په کور کی کښېناست بلکه تراندازې زیات داقتصادی ناخوالو سره مخامخ سو، استاد قاسم افغان د ۸۵ کلنی په عمر، د وږی دمیاشتی پر ۱۲ د (۱۳۳۵ هـ ش) (۱۹۵۴ ز) کال له دې نړۍ سترګی پټي کړې روح دې ښاد وی. اوس درادیو افغانستان په تالار کی ښی طرف ته د مرحوم استاد قاسم افغان د ژړو (برونزو) مجسمه ولاړه ده.(دافغان رساله ۴-۱۲ ګڼه ۱۳۸۵ کال) نور بیا …