کور / تازه خبرونه / اسير منګل : دپښتو کنونشين مقصد دپښتو ادب او کلتور خدمت کول دي

اسير منګل : دپښتو کنونشين مقصد دپښتو ادب او کلتور خدمت کول دي

پېښور : دپښتو نړيوال ادبي کنونشن سرپرست پروفيسر اسير منګل له رسنيو سره په خبرو کې وئيلى دى چې د٢٠١٢کال داپريل په شپږمه او اومه نيټه دپېښور په نشترهال کې کيدونکى دپښتو نړيوال ادبي کنونشن چمتوالى په وروستيو پړاوونو کې دى، نوموړي وويل چې دبيلابيلو بهرنيو هېوادونو څخه دپښتنو ليکوالو دراتګ لړۍ پيل شوې ده . ده هيله څرګنده کړه چې دافغانستان ، جرمني ، بليجم ، کاناډا ، امريکا ، برتانيي ، عربستان ، قطر او نورو هېوادونو څخه به تر دوه نيم وسوو پورې دميلمنو دراتګ امکان دى ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړى زياته کړه چې صوبايي حکومت راته د هر ډول مرستې ډاډ راکړې او مونږ يې مننه کوو . همدارنگه نړيوال پښتو کانګرس ،دپښتونورو ټولنو هم راسره برابره مرسته کوي ، يو شمېر پښتانه پوهان او شتمن او دمختلفو سياسي او ديني ګوندونه هم راسره ملاتړي دي. پروفيسر اسير منګل وويل چې دکنوشن بنسټيز مقصد دپښتو ادب او کلتور خدمت کول دي، کوم گواښونه چې په موجوده حالاتو کې پښتون قوم ، کلتور، ژبې او خاورې ته ورپېښ دي ددغو گواښونو څخه يې ژغورول ، خپلې ژبې ،قوم سانته او پرمختګ دپاره کار کول او په دې لړ کې پښتانه له خپلو دندو څخه خبرول زمونږ هدف دى او په شريکه يوه تگلاره جوړول، دپښتون د بايللى مقام بيا ترلاسه کول دى ده هيله څرګنده کړه چې له ددې نه وړاندې هم بريالۍ غونډې شويدى همدارنگه به دا کنوشن هم زياتې ګټې لاس ته راوړي .