کور / تازه خبرونه / پوځ او طالبانو له نښتو په زرگونو خلک بې ځايه شوي

پوځ او طالبانو له نښتو په زرگونو خلک بې ځايه شوي

اسلام اباد:د ملگرو ملتونو د کډوالو ټولنه يو اين ايچ سي ار وايي په تيرو څو مياشتو کې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د نښتو د ډيريدا له امله د قبايلو ځايي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته ډير اړ شوي دي.
يو اين ايچ سي ار وايي د روان ميلادي کال د جنوري له ٢٠ مې نېټې راهيسته تر ١٠٠ زرو ډير ځايي خلک له خپلو مېنې وتلي او بې ځايه شوي دي.د ملگرو ملتونو اداره زياتوي چې د قبايلو له سيمو بې ځايه شوي خلک د جلوزو په کمپ کې ځاى پر ځاى کيږي.د بې ځايه شويو کسانو ډير ښځې او ماشومان دي.پاکستاني پوځ په دې وروستيو مياشتو کې د قبايلو په بيلا بيلو ځايونو کې د ځايي طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.د جنوبي وزيرستان په ډيرو سيمو کې پوځي عمليات ليدل شوي دي.دغه راز پېښور ته نژدې د ادم خېلو په دره کې او په باړه کې هم څو ځلي عمليات وشول.