کور / راپور / پکتيا: افغان دولت ته د امنيت سپارلو پروسې رپورټ

پکتيا: افغان دولت ته د امنيت سپارلو پروسې رپورټ

افغان دولت ته دقدرت دليږدکميسيون مشردوکتوراشرف غني احمدزي اوورسره پلاوي دپکتيا نظامي اوملکي ادارو له مسولينو، دپکتيا مشرانو،علماوو،مدني ټولنو،ځوانانواوددې ولايت له مخوروسره پدې موخه وليدل چې داسيمه دامنيت دليږد لپاره څومره چمتوالۍ لري ،پدې موخه دجوړشوي پروګرام لومړۍ برخه دپاک قران په مبارکو اياتونو سره پيل شوه ،وروسته سلاکار وزير اوپکتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرددښه راغلي ويلو ترڅنګ دپکتيا په امنيټي وضع رڼا واچوله،اوويې ويل چې


بشري ټولنې چې كلكې سره پرې تړل شوې دي تر ټولومړى دين دى چې د انسانانو د فكرونو او عقيدو مزي يې سره اوبدلي دي، او له دې ورسته بيا حكومت او ټولنيزه واكداري قرار لريده زياته کړه چې موږ د جمعې د لمنځونو نه مخكې د ديني عالمانو نصايح اورو چې ډېرى يې د دې زمانې خامۍ او نيمګړتياوې بيانوي، نو كه چېرته موږ خپله او هغه څوك چې خبرې مو اوري دې مسلو ته متوجه كړو په لويه كچه بدلون به راغلى وي، او بله دا چې ديني عالمان هم ډېر مكلف دي چې د جمعو له ورځو نه ور آ، خوا په نورو ورځو كې هر ځاى چې وي، يو چاته دې هغه لاره وښئ چې هغه سمه او حقه وي.


همدردوويل چې له دين څخه وروسته سيمه ايزه حكومتداري په زړونو واكمنه بلل كېږي خو له دې نه مخكې زموږ په ټولنه كې مشران دي چې هغه تر ډېره بريده لوئ مسؤليت لري او د هغو ی خبرې هم تر نورو قشرونو اثرناكې وي.


نوموړي وويل چې له ديني عالمانو او په سيمه كې له موجودو ښوونكو څخه وروسته قومي مخور دي چې لوئ مسؤليت او رول دټولنيز نظام په سمون كې لري، او معاشرتي اصلاحي سمون او پرمخيون د دوئ د جرس غږ ته انتظار كوي.


ده هيله وښوده چې د سمون وسيله شي، ده داهم وويل چې يو څو خبرې بايد هېرې نه شيهغه داچې هر كس لومړى د ځان بيا د كور او خپلې سيمه ايزې او د پوښښ لاندې ټولنې مسول دى چې له فساد څخه نجات وركړي او بل دا چې په ټوليزه توګه د عامه فكري انقلاب راوستل ځكه ضروري دي چې زموږ د ټولنې خلك لا حقوق العباد نه پيژني او دريمه يې هم دا چې هر انسان ته په كار ده په دې اړه فكر او عمل وكړي چې زه د څه لپاره راغلى يم څه بايد وكړم، حقه لاره كومه ده او زما خالق او زما ټولنه له ما څه غواړي،


همدارنګه افغان دولت ته دقدرت دليږدکميسيون مشردوکتوراشرف غني احمدزي وويل دېرش کاله وشول، چې د افغانستان غميزه مو وژړله پرلپسې شکايتونه مو واورول، ښېراوي مو باد کړې، بد رد مو وويل، عجز او زارۍ مو وکړې او په دې کيسو او افسانو مو مجلسونه ګرم وساتل خو خپل ځانونه مو ګرم نکړای شول .


په فريادو مو زارې وچاودې، په نيوکو مو ځانونه ستخ کړل خو ونه شوه، بلکې لا د بحران پرهار وشړېده اوشړيږي،موږ نور، نه د ناخوالو حکايت کوو او نه هم شکايت، موږ د افغانستان او افغان ولس په باب وختونه خاورې کړي دي، موږ د وختونو قاتلان يو، نور د ضايع کولو لپاره وخت نلرو، نور موږ نه دنيا ته پوچ انتظار کوو او نه يې هم پر مافيها باندې تکيه. نور موږ مخامخ ځو، د خپل ويجاړ هيواد په غېږ کې د خپلو پرګنو د ارادې لمن نيسو، ځکه چې د ولسونو اراده هيڅکله اوږه نه خالي کوي، د خلکو پر نيت هيڅکله زلزله نه راځي، د وګړو هوډ سترغر او نه ماتېدونکی سنګر دی، د ولسونو هو کړه پولادي تعهد او غېږ يې له مينې ډکه او تر ټولو امن ترينه پناګا ده ،


 


   اشرف غني احمدزي وويل هغه څوک چې هغه تا په ډوډۍ مړوي، ښوونځي ته دي بيايي، روغتون او دارو درمل درکوي، اوبه درته نيسي، برېښناګانې او رڼاګانې دي په چاپېريال کې خپروي، سړک او مارکېټ درته پرانيزي، عقل او فکر دي روزي، په سړيتوب دي نازوي، انساني هويت او شرف درته ډالۍ کوي، د بل له ذليلي اړتيا دي خلاصوي، له فقره دي ژغوري، د رښتيني خپلواکۍ عالي مقام ته دي خېژوي، او د ميني زڼه دي په زړه کې کري، ويښوي دي روښانوي دي او روانوي دي ،


 


بيا نظامي چارواکوچې پکې ۲۰۳ تندر قول اردو ،د۵۰۵ سپين غرملي پوليسو زون،دوهم سرحدي زون ،دملي امنيت رياست ،امنيه قومندانۍ مسولينو پکې برخه درلوده دوی ښکاره کړه چې دهيواد سرلاري پدې موخه له پکتيا ليدنه کوي چې دټوپک ځای قلم،دجګړې اوتاوتريخوالي ځای منطق اواستدلال ونيسي،اودښه امنيت په شتون کې هر افغان ترخپله بريده داولادونو دښې روزنې  په پار ښوونځيو ته وليږي ،چې څوموهيواددعلم،پوهې اوپخپل اصيل افغاني کلتور سمبال اوهيوادمودنوروسيال اومخکښ شي ،دوی زياته کړه داسمه ده چې امنيت دپرمختګ اوهوساينې يوازينۍ لاره ده اوديوې ټولنې يا يوهيوادراتلونکی هم دښه امنيت پر مهال صورت نيسي ،خوورته دوګړو پاملرنه اوليوالتياهم اړينه ده،داچې په افغانستان دڅوکلونو جنګ جګړولمن غوړيدلې وه چې له امله يې ولس په توروشپواوتوروتيارو کې پاتې شوی وو،نوستونزه داوه چې له ټولنيزپرمختګ ليرې ساتل شوي وو چې دهيواددخکومت چارې هم بل چا رانه لاسونو کې واخيستې ،خواوس افغان قوتونه ،افغان ځوانان،اوحکومتي ادارې ورځ تربلې دپياوړي کيدو په حال کې دي اوپوره پياوړتيا يې هم تردې دمه ترلاسه کړې ده ،اوس مونږ کولی شو چې دخپل خکومت واګې پخپلولاسونو کې واخلواودخپل هيواد څخه په کلکه دفاغ وکړو اوخپل راتلونکی خپله دځان لپاره جوړ کړو،


اداري غونډه چې دولايت ټول ريسان اودپکتيا دديالسو ولۍواليو ولسوالان پکې شامل وودوی هم ديولړ ستونزو اوپرمختګونو په ويلوسره وويل چې وزارتونو ورته سمه پاملرنه نده کړې خوسره دستونزو يې هم پکتيا کې اداره پرمخ روانه کړې ده ،دوی له اړوندو وزارتونو ګيله کوله چې پوره تحصيص يې ندی ورکړی چې له امله يې چارې سستې روانې دي ،ريسانواوولسوالانو دپکتيا دمچلغوبند دزر جوړړيدو غوښتنه کوله اودانتقالي بريشنا دپروژې دپيل هم غوښتونکي وو،دوی داهم وويل چې که چيرې پکتيا په ريښتيني ډول دزون مرکز شي نو مالومه ده چې هم به بودجه زياته شي  اوهم به دولت پاملرنه ورته زياته شي ،دوی دادارو دتعميرونودنشوتالي ستونزو ته هم ګوته ونيوه اودايې يوه لويه تشه وبلله،


 


همدارنګه دولايتي شورا ريس اوغړو ددې راغلي پلاوي سره په خبرو کې اقتصاد او پوځي تسليحات په نړيوالو اړيکو کې د انډول رامنځته کولو مهم عناصر وبلل. خو ددې ترڅنګ يې ډيپلوماسي او نورې لارې چارې هم په سيمه ييزه او نړيواله کچه د هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې دتوازن رامنځته کول وبلل،


دوی وويل چې افغانستان په اوس وخت کې دې ته چمتو کيږي چې له اقتصادي او هم له پوځي ډګره وکولاى شي چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره سيالي وکړي، خو په سيمه کې د خپل جيوستراژيک ارزښت له مخې چې لري يي، کولاى شي چې په نړيواله او سيمه ييزه کچه له ګاونډيانو او نړيوالو ستراتيژيکو ملګروسره د اړيکو دا انډول په خپلو ملي ګټو را وڅرخوي.


دوی داهم زياته کړه چې افغانستان تل له خپلو ګاونډيو سره نرمه او منځلارې ډيپلوماسي لوبولې، خو ګاونډيو هېوادونو د افغان دولت له دې دريځ نه په يو اړخيزه توګه استفاده کړې او تل يې ددې هېواد په وړاندې ناسم او دوه مخى سياست لوبولى دى،


دوی په خبرو کې داهم وويل چې نابرابرې چې يو ټولنيز او حقوقي مفهوم دی له انسانانو سره يو ځای نه پيدا کيږي، بلکې  دا په ټولنه کې د څوگونې او اوږدې بې عدالتۍ محصول دی. دفکرونو، اندېښنو او هيلو خپلواکي به نه يوازې د خپلواکو وگړو له چارې سره مرسته وکړي، بلکې د ټولنې د ودې او پرمختگ په کار کې به هم لويه ونډه واخلي. انسان په خپله فکر کولای شي  چې څه ډول ژوند وکړي او څه ډول خپل ژوند سمبال کاندي. په افغانستان کې په بشپړه توگه ددې ضرورت شته دی چې د انسانانو حقونو او ازاديو ساتنې ته ځانگړی پاملرنه وشي ،   


ددې وروسته  راغلي پلاوي دقومونو مشرانو،علماوو،ځوانانو،دښځوټولنې استازو،دولايتي شوراغړوسره په يوه بله غونډه کې وکتل ،قومونو پلاوي ته ددوی سره ،ددولت سره دمرستې ژمنه وکړه ،دوی هم پخپل وار سره دپکتيا دمچلغوبند دزر جوړيدو غوښتنه کوله اودايې هم ويل چې بايد ددقيقې سروي له مخې ورته دولت بام وکړي ،دوی ويل چې پکتيا ته دڅلورلکو نفوس له مخې تحصيص اوسهم پام کې نيي ولې اوس یې نفوس دولس لکو ته رسيږي .