کور / تازه خبرونه / بلوڅو له امريکا پوځي روزنه او پيسه وغوښته

بلوڅو له امريکا پوځي روزنه او پيسه وغوښته

واشنگټن: د امريکا د کانګرس درو غړو ډانا رورابکر، لويي ګوهمرت او سټيو کينګ دا پلا بيا د بلوچستان د خپلواکۍ د غورځنګ د ملاتړ غږ پورته وکړ.د کانګرس غړې ډانا رورابکر چې د بلوڅانو په هلو ځلو کې تر ټولو مخکى دى په خپلو خبرو کې وويل چې بلوڅان ځپلی ولس دی.دوی د ده په خبره د دې وړ دي چې خپل هيواد ولري او امريکا يې بايد خوا ونيسي.ګوهمرټ يې په خپلو خبرو کې د امريکا پر بهرنۍ تګلاره نيوکه کوله چې يوازې د ده په وينا “دغليم غلی کونګ” ښه بهرنۍ تګلاره نه ده.سټيو کينګ بيا ادعا کوله چې امريکا تل د ده په خبره د انساني خپلواکۍ اود ځپلو ولسونو د حق ملاتړ کړی دی.دغه درو کانګرس غړو په واشنګټن کې په هغه غونډه کې خبري وکړې چې نوم يې “د پاکستان سره د بلوچستان د په زوره يو ځای کېدو ٦٤ تلين” ايښوول شوی و. بلوڅو ملتپالو د امريکايي سرکار او کانګريسانو څخه غوښتل چې په بلوچستان کې د دوی په قول د بلوڅو د ولسي وژني د مخنيوي په نيت د دوی په خبره د خپلواکۍ جنګياليوته په وسلو او پوځي روزنه کې مرسته وکړي. ډانا رورابکر يې په ځواب کې ورته ويل چې موږ ستاسې د ښه نيت ملګري يو خو موږ د امريکا د حکومت استازي نه يو. د ده په خبره موږ زور وهو چې د بلوچستان کشالې ته د امريکايانو اوامريکايي سرکار پام راواړو. په امريکا کې ميشت د بلوڅوملتپالو ډلې يا د بلوچستان امريکايي انډيوالانو د بلوچستان د خپلواکۍ د مقاومت ټولو پوځي ډلو ته خبرداری ورکړ چې که په جنګ کې د ولسي وګړو او د نورو قومونو د وژنې مخنيوی ونه کړي نو ودې شي چې په نړيواله کچه د بلوچستان د خپلواکۍ جنګ زيانمن کړي.
دغه درو کانګريسانو تردې له مخه د امريکا په کانګرس کې د بلوڅانو د خپلواکۍ د ملاتړ په نيت د کانګرس شاهدي را غوښتې او زور وهي چې په کانګرس کې د دې قرارداد د ملاتړلپاره نور ملګري هم ومومي.
د ويلو وړده چې دا ګړۍ په بلوچستان کې څلور پينځه د مقاومت ډلې له پاکستاني پوځ سره د خپلواکۍ د ګټلو په نيت جنګيږي. د بلوڅانو د مقاومت وتلي مشران ډاکتر الله نظر بلوڅ، هيربيار مري او براهومداغ بوګټي ياديږي.