کور / تازه خبرونه / ملي امنيت : ٤ وسله والو مو ونيول

ملي امنيت : ٤ وسله والو مو ونيول

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست وايي چي په دې ولايت کي ئې تېره اوونۍ عمليات کړي او په پايله کي ئې څلور وسله وال او يوشمېر وسلې نيولي.
چارواکي وايي چي په نيول سوو کسانو کي دوه د وسله والو طالبانو قوماندانان دي او دوه نور ئې ملګري دي.
يادو کسانو هم د رسنيو مخکي پر خپلو کړنو اعتراف وکړ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.