کور / تازه خبرونه / له هلمنده د سرتېرو چټک ايستل اغېزناک نه دي

له هلمنده د سرتېرو چټک ايستل اغېزناک نه دي

ګارډین:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: انګلستان له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د چټک ایستلو پر وړاندې مقاومت کوي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یي لیکي:

په افغانستان کې پر ملکیانو باندې ظالمانه حملې او د بې ګناه ملکي خلکو د وژنو د غچ اخیستنې له امله ناتو ځواکونه ته متوجه شوې خطرونه د دې سبب شوي چې له افغانستان څخه د انګلیس عسکرو د ایستلو فشارونه زیات شي.

خو انګلیس چارواکي د دغو فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي او وایي، تر هغې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالب وسله والو پر ضد جګړو د پر مخ بیولو توان پیدا نه کړي، له افغانستان څخه وتل به عاقلانه کار نه وي.

ګارډین د انګلستان د کابینې د یوه غړې خبره راخیستي چې وایي، زموږ پریکړه د امریکا د متحده ایالاتو په پریکړې پورې تړلې ده.

که چېرې متحده ایالات له افغانستان څخه په چټکۍ سره زیات شمېر عسکر وباسي نو په هغه صورت کې به انګلستان هم د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې له دي هېواد څخه د خپلو عسکرو په ایستلو غور وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کي افغان ځواکونو ته په ۲۰۱۳ کال کي د امنیتی مسولیتونو د انتقال په اړه ، د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما سره خبرې وکړې.

د ورځپاڼې په باور، ددغو مشرانو خبرې غلطې تعبیر شوې وې او خلکو داسی وانګېرله چې له افغانستان څخه به زیات شمېر بهرنې عسکر له ټاکلې مودې څخه وختې وځې. خو خبره داسی نده او پوځي قوماندنان دا نه غواړې.

ګاردین د مقالې په وروستۍ برخې کي د انګلستان د کابینې د یوه غړې په حواله لیکي: که په راتلونکې کال کي له افغانستان څخه زمونږ د عسکرو زیات شمېر وطن ته ستانه هم شي، مونږ به بیا هم له افغانستان سره د پوځې روزونکو او نورو لارو مرستو ته دوام ورکړو.

ټایمز:

انګلستان چاپ بلې ورځپاڼې ، ټایمز په وروستۍ ګڼې کې: له هلمند څخه د عسکرو چټک ایستل اغیزمن نه دي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

د هلمند والي ګلاب منګل وایي، د امریکا متحده ایالات او انګلستان باید په راتلونکی کال کې له هلمند څخه د خپلو پنځلس سویوعسکرو د ایستلو د پلان په وړاندې مقاومت وکړي.

ګلاب منګل وایي، ډاډمن دی چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان ملي پوځ او ملي پولیس د هلمند ولایت د امنیت ساتلو پوره توان ولري، خو بیا هم د امریکایي او انګلیس ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

ټایمز وړاندې لیکي، د هلمند والي دا هم وایي، د روان کال په پای کې له دې ولایت څخه د امریکا د سمندرې پلي ځواک د زرونو عسکرو ایستل وختي دي او دا ځکه چې د نورو ولایتونو په نسبت په هلمند ولایت کې د امنیتي مسولیتونو انتقال ګران دی.

د منګل په وینا، په هلمند ولایت کې د زیات شمېر وسله والو شتون، له پاکستان څخه د وسله والو راتګ او دغه راز د نشه یي موادو زیات شمېر مافیایي قوتونه اساسي ستونزې دې او باید له پامه ونه غورځولې شي.