کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې ورځنی ژوند په ټپه درېدلی

په کراچۍ کې ورځنی ژوند په ټپه درېدلی

کراچۍ – د پاکستان په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه ځايي مشر د وژنې پر ضد د دې ګوند د ویر تر اعلان وروسته د ښار په لویه برخه کې ورځینۍ چارې په ټپه ولاړې دي.د خرابې امنیتي وضعې له وجې د ټرانسپورټرانو اتحادیې لخوا د ګاډو نه چلولو تر فیصلې وروسته نن په ښار کې ټول ټرانسپورټ پر ځای ولاړ دی.د عوامي نیشنل ګوند د سېند صوبې د اطلاعاتو سېکرټر پیر ریاض ګل وویل، د چارشنبې (د مارچ ۲۸مه) پر ورځ، د دوی پر ځايي مشرانو هغه وخت ډزې وشوې چې دوی په ګاډي کې روان ول.((دې کې یو تن ساجد حسن زی د پټېل پاړې د مشرقي ضلعې صدر دی هغه سخت زخمي دی او بل تن د ده ملګری او د دغې ضلعې جواینټ سیکرټري دی هغه وژل شوی دی ـ موږ نن [په] ټول ښار کې د پر امن یوم سوګ اعلان کړی دی او د دې پېښې سخت مذمت کوو.))تر دې پېښې وروسته په کراچۍ کې درې نور کسان وژل شوي، او ۱۲ ټپي دي.د پارېدلو خلکو له طرفه ګاډو ته هم اور ورته کړل شوی دی.په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ د غړي تر وژنې وروسته د تاو تریخوالي لړۍ پیل شوې چې په کې تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي، او یو شمېر ټپي دي.