کور / تازه خبرونه / ملي ا منيت : تېره اوونۍ مو زياتي لاسته راوړني لرلې

ملي ا منيت : تېره اوونۍ مو زياتي لاسته راوړني لرلې

د کندهار ولايت د ملي امنيت رئېس وايي چي تېره اوونۍ ئې په کندهار ښار کي ډېري لاسته راوړني لرلې.
نوموړي نن ورځ په امنيتي مجلس کي چي د کندهار په ولايت مقام کي جوړ سوى ؤ وويل چي يادي لاسته راوړني ئې د يوشمېر عملياتو په ترڅ کي چي تېره اوونۍ ئې ترسره کړي، راوړي.
نوموړى وايي چي په يادو عملياتو کي ئې د وسله والو طالبانو ١٢ تنه ملګري او د هغوى دوه مشهور قوماندان نيولي.
نوموړي همدا ډول وويل چي په يادو عملياتو کي ئې زيات شمېر وسلې او مهمات هم نيولي.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.