کور / سياسي / په افغانستان کې د ایران لاسوهنې او دوه مخی سیاست

په افغانستان کې د ایران لاسوهنې او دوه مخی سیاست

افغانستان  او ایران دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې   د سیاسي اړیکو پر ټېنګښت یې  لسګونه کلونه اوښتي   او د اړیکو دا لړۍ   له کګلېچونو سره  مله  روانه ده ، خو په دومره  توپیر چې   د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان په  کورنیو موضوعاتو کې د ایران  د لاسوهنې  کچه کله لږه او کله هم  د سپین سترګۍ تربریده رسېدلې ده . په دې  لیکنه کې  موږ له هغه مهاله د افغانستان په کورنیوچارو  کې د ایران  لاسوهنې څېړو ، چې کله په  ایران کې  د ایت الله روح الله خمیني په مشرۍ  د  ۱۳۵۷ هـ ل کال  د دلوې په  ۲۲ نېټه ددوی په وینا اسلامي انقلاب  بریالی شو، ددغه  انقلاب  له منځته راتګ  نه  لږ  څه مخکې  د همدغه کال په  ثور میاشت کې په افغانستان کې د غوايي د کودتا په پایله  کې  جمهوري نظام ړنګ  او پر ځای یې کمونیستي نظام راغی  ، که څه هم دغه  کودتا د افغانانو له لوري وغندل شوه او د څېړونکو په اند د افغانستان وروستۍ ټولې غمیزې هم  له همدې  کودتا وزېږېدې ، خو د ایران د وخت حکومت ددې کودتا په پایله کې رامنځته شوی نظام په رسمیت وپېژنده او اړیکي یې ورسره پاللې .
په همدغو شرایطو کې  ډېری افغانان ، چې د وخت د کمونیستي  رژیم له   ظلم نه په تنګ شوي وو ، پاکستان او ایران ته مهاجر شول او بالاخره د مهاجرتونو دا لړۍ پر افغانستان د روسيې له یر غل سره نوره هم چټکه شوه. دافغانستان دمرکزي سیمو ډېری شیعه اوسېدونکي دمذهبي اړیکو په پام کې نیول سره ایران ته مهاجر شول البته په دغو مهاجرینوکې سني افغان مهاجرین هم وو او همدا رازځينې شیعه افغانا مهاجرین پاکستان ته هم کډوال شول . د وخت ایراني واکمنان ، چې په انقلابي جوش او جذبه  کې وو او ددې خبرې ډېر لېواله وو ، چې نور مسلمان ملتونه  او په ځانګړي ډول اهل تشیعه ورڅخه پیروي وکړي نو ایران ته ورغلي افغان شیعه مهاجرین  هم ، چې  د ایران له  انقلابي ولولو اغېزمن شوي وو او په مغزو کې یې د سیاسي فعالیت فکرونه راپارېدلي وو،ایراني واکمنو ورته په ایران کې امکانات برابر کړل او ډلې ټپلې يې ورته جوړې کړې،ایران ددې پر ځای، چې دخپل یوه مسلمان ګاونډي هېواد دخپلواکۍ لپاره  دافغاني شیعه ګانو یوه متحده اوغښتلې ډله  جوړه کړي ،چې دخپل هېواد د ازادۍ لپاره کار وکړي ، پر عکس د خپلو موخو د ترلاسه  کولو لپاره يې دپاکستان په څېر دافغان مهاجرینو لسګونه ډلې جوړې کړې او د همدغو ډلو ټپلو په جوړولو سره له  هماغه  پيله د افغاني شیعه ډلو ترمنځ  د یووالي او اتحاد مخه ونیول شوه . دا ډلې ټپلې په داسې حال کې د افغان حکومت پر ضد په ایران کې جوړې شوې، چې د ایران د وخت واکمن حکومت په کابل کې له کمونیستي دولت  سره   بشپړې  دیپلوماتیکي  اړیکي درلودې .د هغه مهال په ایران کې جوړې شوې افغاني ډلې په لاندې ډول دي :
       حرکت اسلامي افغانستان ۱۳۵۷ کال د تاسیس ځای ایران .
       سازمان نصر افغانستان  ۳۵۷ ۱ کال د تاسیس ځای ایران .
       سازمان نیروی اسلامي افغانستان ۱۳۵۷ کال د تاسیس ځای ایران  .
       نیروی انقلاب  اسلامي  (  د نیروی اسلامی  نه  بېله  شوې ډله ) سال ۱۳۵۹ کال د تاسیس ځای ایران .
       نهضت اسلامي افغانستان  ۱۳۵۷ د تاسیس ځای ایران .
       نهضت اسلامی افغانستان ( موسسین )له نهضت  اسلامی  افغانستان نه بېله شوې ډله   ۱۳۶۰ کال د تاسیس ځای ایران .
       حزب اسلامي رعد افغانستان  ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای ایران .
       روحانیت و جوان اسلامی  افغانستان ( رجا )  ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای ایران  .
       فدایان اسلام افغانستان   ۱۳۵۷ د تاسیس ځای ایران .
       امت اسلام مکتب توحید ( جناح نکته دان ) ۱۳۶۰ کال د  تاسیس ځای ایران .
       سازمان فلاح اسلامي ۱۳۶۰ کال د تاسیس ځای ایران .
       حزب دعوت اسلامي افغانستان  ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای ایران .
       کانون مهاجر ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای ایران  .
دا په داسې حال کې  و، چې  پر دغو ډلوو سربېره د افغان شیعه ګانو ځینې نورې ډلې هم په لاندینیو نومونو په بېلابېلو ځایونو کې جوړې شوې وې ، چې په دې ډول دي :
       شورای انقلابي اتفاق اسلامي افغانستان ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای افغانستان .
       سازمان مجاهدین خلق افغانستان  د تاسیس کال  نامعلوم  او تاسیس ځای اروپا .
       اتحادیه مجاهدین  افغانستان ( تنظیم نسل نو هزاره مغول ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای کویټه بلوچستان  پاکستان .
       شباب الهزاره ۱۳۵۷ کال  د تاسیس ځای نجف – عراق .
       شورای انقلاب ازادیبخش اسلامی مناطق شمال افغانستان ۱۳۵۸ کال د تاسیس ځای افغانستان .
په ایران کې  د افغان شیعه مهاجرینو په دومره شمېر کې ډلو  جوړولو لا له هماغه مهاله له  خبیرو افغانانو سره دا وېره  پيداکړې وه ، چې راتلونکی به يې خورا له  ستونزو ډک وي او دا خبره وخت هم ثابته کړه ، چې دغو ډلو د وخت په تېرېدو پخپلو کې  دیو بل پر وژلو هم بسنه ونه کړه او داختلافاتو دا لړۍ تر ننه دوام لري . ایران کولای شول  دوی  په یوه ډله کې سره متحد کړي ، خو دا کار يې ونه کړ، چې پایلې د افغانستان لپاره ډېرې خونړۍ وې . که څه  هم ایراني انقلاب  په پيل کې دعالم اسلام چغې وهلې  خپل انقلاب یې  په شیعه وو پورې نه منحصروه  ، خو دسیمې غیر مترقبه  پېښېدونکو پېښو او تر څنګ يې ایراني نشلزم او مذهبي جنون د (لا شرقيه لاغربيه) شعار خوند پیکه  کړ او اهداف یې یواځې  په شیعه ییزم پورې محدود  پاتې شول ، ځکه خو ایراني انقلابیونو له ایران څخه دباندې  یواځې  د شیعه وو او په ځانګړي ډول  د هغو شیعه ګانو ملاتړ کاوه ، چې  د خمیني  د لارې  لارویان وو ، خو په یو نیم ځای کې ،چې هلته د ایران ګټو داایجابوله لکه په فلسطين کې هلته  يې له ځانګړو سني مذهبه ډلو سره هم مرستې جاري پاتې شوې ؛ لکه  د حماس له  اسلامي غورځنګ سره .
که څه  هم وروسته  د ځينو پېښور مېشتو سني جهادي ډلو دفترونه هم  د ایران په ځينو ښارونو کې  پرانستل شول؛ لکه د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ،خوله  دغو ډلو سره د ایراني چارواکو برخورد په توپیري چلند بنا و . د پېښور مېشتو ځينو سني جهادي ډلودفترونه چې پالیسۍ يې د ایران له  موخو سره په  ټکر کې وې وروسته بېرته په ایران کې وتړل شول .
پر افغانستان د شوري یرغل  :
  پر افغانستان  د شوري د یر غل  په اړه روسیې وار له مخې  ایران په جریان کې  کړی و  ، خو لکه څنګه چې  دغه یرغل  نړیوالې  ټولنې او اسلامي نړۍ په کلکه وغانده او افغان مسلمان ملت يې په  وړاندې وسله وال جهاد پيل کړ، نو ایران هم  له دغې غندنې سره خپل غږ اوچت کړ ، خو له دې سره سره یې له کابل سره ديپلوماتیکي اړیکي درلودې او په څنګ کې یې د حکومت له مخالفو ډلو سره مرستې  هم کولې . یوه  خبره چې دلته باید ورته اشاره وکړو، سره له دې چې په افغانستان کې له کمونستي دولت سره ایراني واکمنو دیپلوماتیکي اړيکي درلودې ،خو دا اړیکي په یو ډول نه وې له ترکي او امين سره یو ډول یعنې له کړاوه  ډکې او د روسانو له  راتګ سره له  کارمل سره بل ډول وې .  د روسانو له  وتو وروسته د ډاکټر نجیب له  حکومت سره د ایران اړيکي د خلق دیموکراتیک ګوند د تېرو مشرانو پر تله ډېرې ښې وې دواړو لورو هڅه کوله ،چې نور هم سره نژدې شي ان تر دې پورې ، چې په پېښور کې د مېشتوجهادي ډلو پر نسبت ،چې ډېری مشران يې پښتانه  اوسنیان وو او د ایران په  ګومان ،چې له سعودي عربستان سره یې ښې اړيکي درلودې ایران په کابل کې واکمن نظام ته پرې ترجېح ورکوله .
د سیمې حالات په چټکۍ سره بدلېدل ناساپه  ایران له  عراق سره  په  جګړه بوخت شو ، دغې جګړې د ډېر مهال لپاره ایراني چارواکي دافغانستان له پېښو لږ لرې  وساتل او پخپلو خولو کې ډوب وو، خو داسې هم نه  و، چې بالکل دافغانستان له موضوع سره  یې اړيکه پرې شوي وي . داسې شواهد اواسناد شته ،چې د ایران او عراق په  جګړه کې ایراني چارواکو په ایران کې له مېشتو افغان مهاجرینو نه کار واخیست ،داسې تبلیغات به  يې ورته کول، چې له عراق سره جګړه  کول په افغانستان کې له  جهاد نه ډېر فضیلت لري ، خو ایران وايي، چې دغه جنګیالي پخپله خوښه جګړې ته سوق شوي او ایران پر چا فشار نه دی راوړی، ایراني حکومت تر اوسه پورې دا خبره  نه ده  په  ډاګه  کړې ،چې د ایران او عراق  په جګړه کې څومره افغانان وژل شوي او معیوب شوي،خوځينوڅېړونکو په  خپلو څېړنو کې داسې ویلي دي : ” در ١٩٨٠م در گرما گرم جنگ ایران و عراق ، دفاع  از ایران در برابر کشور اسلامی عراق بیشتر از دفاع از افغانستان در برابر تجاوز الحاد و کمونیزم شوروی، رهبران انقلاب اسلامی ایران را تشویق به سربازگیری از میان آوارگان نیازمند ا فغانی ساخت. تعداد این سربازان که خدمت در صفوف سپاهیان انقلاب ایران را دارای اجر بیشتر اخروی و دنیوی نسبت به جهاد در افغانستان می دانستند و بعضاً داوطلبانه به صفوف اردوی ایران می پیوستند، صرفاً در سال ١٩٨٠ به ٥٠٠٠ نفر می رسید. ازین تعداد صرفاً ٢٠٠٠ نفر که معلولین نیز در آن شامل بودند از جبهات جنگ زنده سر بر گشتند” ( سوابق مداخله ایران درافغانستان : دوکتور م ،ع،روستار تره کی)
د ایران او عراق په جګړه  کې، چې په روسيه  کې په  جوړو شوو سکاډ توغندیو د ایران ښارونه او په ځانګړي ډول تهران وویشتل شو نو ایرانیان په دې فکر کې شول ، چې له روسانو سره خبرې وکړي ، چې د عراق ملاتړ ونکړي. روسيې ځکه  د عراق ملاتړکاوه ،چې ایران روسي ضدافغاني ډلو ته پناه ورکړې وه  او مرستې يې ورسره کولې ، دا چاره اسانه نه  وه په دې برخه کې ایران دخپلو ګټو لپاره له روسيې سره یو ډول معامله وکړه :”در افغانستان بر خلاف ،وضع حال دیګری داشت  زیرا مطابق به معامله ایکه بین شوروي و ایران صورت ګرفته  بود ، شیعه  های افغانستان از جنګیدن  علیه روسها دست می کشیدند و در مقابل اتحاد شوروي از حمایه نمودن عراق اجتناب می روزید،بنا بر این درین کشور نوعی تعادل بر قرار ګردید “. ( روابط سیاسی ایران و افغانستان در قرن بیستم : ۲۳۰ مخ )
له افغانستان څخه د روسانو له وتلو وروسته هم ایران دکابل له حکومت سره ديپلوماتیکي اړیکي درلودې او دااړیکي تر هغه بریده وې وې ،چې جګپوړي ایراني چارواکو به  کابل ته  په پټه سفرونه کول ان تردې پورې ، چې پخپله ډاکټر نجیب الله هم ایران ته سفر وکړ ، د افغان  حکومت د لومړي وزیر ورور اسدالله کشمند ، چې په تهران کې سفیر شو نو دغو اړیکو نوره هم پراختیا پیدا کړه ، خو ددغه مهال دکابل له حکومت سره د ایران اړیکي هغه مهال د څه مودې لپاره ترینګلي شوې ، چې کابل د شیعه اسدالله کشمند پر ځای ډاکټر اکرم عٍثمان په ایران کې  دشارزدافير په توګه  وټا که . ایران ډ‌اکټر اکرم عثمان د اسدالله کشمندځایناستی نه  مانه  ان تر دې پورې ، چې هغه ته يې ویزه هم دڅه وخت لپاره ورنکړه ،خو دډاکټرنجیب الله  دحکومت تر ړنکېدو پورې ایران له کمونستي حکومت سره اړیکي درلودې ، که  داسې ووایو ، چې له  یوه  لوري یې د شیعه مجاهدینو ډلو ته په ایران کې ډلې ټپلې جوړې  کړې وې مالي او نظامي مرستې يې ورسره کولې او له بل لوري له هغه حکومت سره ،چې همدغه افغان کډوال يې له  ظلمونو ایران ته پناه  وروړې وه په دومره کچه  اړیکي ساتلې .
ایر اني چارواکو  په ایران کې له افغاني شیعه جهادي ډلوسره هم هغه مهال توپیري چلند درلود او همدا راز هڅه يې کوله ،چې په پېښور کې دمېشتو سني جهادي ډلو په منځ کې خپل نفوذ پراخ کړي ، ځکه  ،چې ځينې پېښور مېشتې سني جهادي ډلې ایران خپلو ګټو ته ګواښ ګڼلې په  ځانګړي ډول دګلبدین حکمتیار ، استاد سیاف او مولوي خالص ډلې .
له هغو شیعه ډلوسره ، چې د خميني په لار روان وو ښې مرستې کېدې او هغه  ډلې چې نسبتا  خپلواک فکر يې درلود؛ لکه د ایت الله محسني په مشرۍ ډله، ایران نه یواځې دا چې په ښه سترګه ورته نه کتل بلکې دپام وړ مرستې یې هم ورسره نه کولې د ایران دغه ډول کړنې ددې لامل شوې، چې بالاخره ایت الله محسني له ایران څخه راووت او د پاکستان په کوټې ښار کې يې خپل سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ ،چې په پايله کې ایران ورسره داسې وکړل :”دولت ایران دفاتر نمایندگی حرکت انقلاب را در سپتامبر ١٩٩٠  در سراسر ایران مسدود و دارائی های دفاتر را در بانک های ایرانی ضبط نمود”. (اخبار افغانستان ، چاپ پاریس، اپریل ١٩٩١).  خو د ایت الله محسنې په  وړاندې د ایران دغه ډول سیاست ډېر دوام ونه کړ او اړیکي یې ورسره بېرته ښې شوې . همدا راز ایران هڅه کوله د پېښور سني جهادي ډلو ته دپیسو او امکاناتو په ورکولو سره خپل نفوذ ډېرکړي او  په دې کار کې تریوه بریده بريالي هم شول .
” کله چي اوه  گونی اتحاد لغوه شو قاضي امین وقاد ځانګړی تنظیم جوړکړ او د نورو کسانو مثلا مولوي محمد میر ،نصرالله  منصور ،رفیع الله موذن  په څېر په  پاکستان  کې د نه همکارۍ او سیاسي خلا په سبب مخ ایران ته واړوه ، دغه کسان دخپلواکو وړوکو ډلو په  حیث  د ایران  دمنافعو له اهدافو سر ه  وتړل شول  او دهغه  هېواد دمصالحو په  جهت کې یې زیات مالي امکانات لاس ته راوړل “. ( د افغانستان تاریخ او خپرونې ،۴۱۵ مخ )
د مجاهدینو حکومت
په کابل کې دکمونستي حکومت له پرزېدو وروسته په پېښور کې دمجاهدینو جوړشوی حکومت دکابل د واکمنۍ پر ګدۍ کېناست . له پاکستان  وروسته ایران دویم هېواد و،چې د مجاهدینو حکومت یې په رسمیت وپېژنده ، په  کابل کې د مجاهدینو ټولې ډلې دحکومت په جوړښت سره رضانه وې ، نو ځکه  خو دغه ډلې سره ووېشل شوې ، په سرکې جمعیت  اسلامي او حزب اسلامي یو دبل په وړاندې سره سنګرونه ونیول او وروسته  بیا نورې ډلې څوک یو لور ته او  څو ک بل لورته یو د بل په وړاندې په جګړو بوخت شول ، د افغانستان د شیعه ګانو په ډله کې حزب وحدت ،چې د خمیني د لارې پيروانه ګڼل کېدله له بلې حکومت پلوې  سني ډلې اتحاد اسلامي سره د دولت په  ضد جګړه کې کېوتل ،د استاد رباني په مشرۍ حکومت په دې عقیده و ، چې ایران له حزب وحدت مرسته  کوي او د حکومت پر وړاندې یې جګړې ته هڅوي، چې دغه کار د مجاهدینو د حکومت چارواکي د ایران په  وړاندې قهرولي وو ” وقتې علي اکبر ولایتي وزیر خارجه ایران به کابل سفر نمود ، مسعود حاضر نشد تابا وی ملاقات  نماید، این اقدام  ، جمهوري اسلامي  ایران را که تا ان زمان خود را با دولت مجاهدین  نزدیکتر احساس می کرد ، بر اشفته ساخت . ولایتي که برای میانجګیري میان دولت ، جنبش ملي و حزب وحدت اسلامي  به کابل امده  بود ، باخشم کابل را ترک ګفت ودر نتیجه غرب کابل ( که مرکز حزب وحدت بود ) سریعا به  مرکز مخالفین دولت مبدل ګردید…”. ( روابط سیاسی ایران و افغانستان در قرن بیستم ،۳۳۲ مخ )
افغان حکومت په دې عقیده و ، چې ایران له  حزب وحدت سره مالي ا و د وسلو مرسته  کوي او دا همدغه  کومکونه دي ،چې دغه حزب ته یي له  دولت سره د جګړې امکان برابر کړی دی ، دوی دکابل د غرب په جګړو کې د ایران سفارت  دخیل ګڼه او په دې اړه يې ځينې دلایل هم درلودل ، چې یوه بېلګه یې په لاندې ډول ده :
” طیاره ( ۵۲۰) نیروهای هوايی ایران ساعت ۳:۳۰ به میدان هوایی کابل نشست کرد … در مکتوب سفارت محترم دولت اسلامي ایران صرف صندلي ، پتو یاکمپل وسامان ولوازم  منزل و اشپزخانه تزکر رفته بود … کارکنان محترم امنیتي میدان ونمایندګان وزارت  محترم  به این عقیده رسیدند که صندوق باز وکنترول ګردد…دو،سه بسته  وصندوق باز شد که در نتیجه سامان  الات   مخابروي- وسایل مخابراتی  از جمله  سیم ها و سایر ضروریات  مخابره ماشین ساختماني تهیه وسایل جنګي مشاهده ګردید”. ( روابط سیاسی ایران و افغانستان در قرن بیستم ، ۳۳۸ مخ )
د مجاهدینو دحکومت دملي امنیت ریس هغه  مهال په  افغانستان کې د ایران د مداخلو په اړه  داسې ويلي دي :” ایران انقدر جنایات و مداخلات  را در افغانستان کرده است  که  نه پاکستان و نه  عربستان سعودي انرا نموده اند و حتی  جنایات  ایران در افغانستان بیشتر از جنایات روسها  است “.
( مرکز تحقیقات ومشورتي افغان ، شماره یکم ،۲۰۶ مخ )
دافغان جهاد دیوې جهادي ډلې مشر د ایران په اړه په خپل یو اثر کې داسې وايي : ” په ایران کې  یوه حلقه  داسې وه ، چې په کابل کې  يې یوقوي اسلامي حکومت د دې لپاره د ایران په  ګټه ګڼلو، چې په دې سره  به د ایران مټ پیاوړی شي ، افغانستان به د امریکا  په اډې نه بدلېږي  او له ختيځ لوري  به  ایران ته هېڅکله ګواښ نه متوجه کېږي ، دوی دافغانستان قضيې ته دمذهبي او ملي تعصب پر ځای له اسلامي زاويې کتل . خو په ایران کې یوه حلقه داسې وه ، چې په کابل کې يې یو قوي مرکزي حکومت ، هغه  هم دسنیانو او پښتنو تر قیادت  لاندې  د ایران دملي ګټو لپاره مفید نه ګڼلو، دېته يې ترجېح ورکوله چې شیعه ، تاجک او نورې پرګنې د پښتنو په خلاف متحد شي  او په دې سره  يا هغوی ته په واکمنۍ کې په زړه پورې  برخه په لاس ورشي او یا لږ تر لږه  دیوه ځواکمن  حکومت د جوړېدو مخنیوی وشي ، ډغې ډلې په  افغانستان کې دملي او مذهبي تعصب په  اساس ، حتی  دهغو ډلو ملاتړ کولو ،چې په غرب پورې  کاملا تړلې دي او تل يې دامریکا دخوشحالولو لپاره  ایران ته بد رد ویلي دي “( پټې توطيې او بربنډې څېرې ، ۹۸-۹۹ مخونه )
داستاد رباني په  مشرۍ د مجاهدینو له حکومت سره د ایراني رژیم اړیکي په همدغه ډول روانې وې ، چې ومو لوستې .  دطالبانو په  لاس د حزب وحدت د مشر عبدالعلي مزاري مرګ هغه پېښه وه ، چې ایران د استاد رباني له حکومت سره پخپلو اړیکو له سره غور وکړ ، خو دا داسې وخت و ، چې اوبه له ورخه تېرې شوې وې، خو له  دې سره سره  يې په  خپل ټول ځواک دطالبانو په  وړاندې دمجاهدینو له پرزول شوي رژيم سره مالي او نظامي مرستې کولې ایران فکر کاوه چې طالبان په سیمه  کې دامریکا پاکستان او سعودي عربستان دګټو او موخو خوندي کولو لپاره جوړ شوي نو په  ټول زور سره يې په خپلو مطبوعاتو کې دطالبانو په مخالفت بیانونه او تبلیغات کول .طالبانو يو په بل پسې دافغانستان ښارونه نیول ،چې بالاخره يې په شمال کې دمخالفانو مهم مرکز مزارشریف ونیو او دغلته طالبانو له ایران څخه دغچ اخیستلو په  موخه د ایران دقونسلګرۍ ایراني کارکوونکي ووژل . له دې کار سره  دطالبانو او ایران تر منځ چې لاله پخوا يې اړیکي خرابې وې نورې هم پسې خرابې او دجګړې تر پولې ورسېدې .
که څه هم نشنلزم تل له  ایراني واکمنانو سره مل و ، خو روح الله خمیني چې خپل انقلاب يې اسلامي انقلاب باله په پيل کې يې د عالم اسلام په کچه دمسلمانانو دحقوقو او ورورولۍ خبرې کولې، خو دا خبره یواځې د شعار په  انداز کې پاتې شوه ،وروسته يې په اسلامي نړۍ کې دشیعه مسلمانانو دحقوقو دفاع ته  ملا وتړله او په هر اسلامي ملک کې د هغه هېواد له اتنیکي او سیاسي جوړښت سره سم خپل انقلابي موخې له شیعه ګانو نه د دفاع په چوکاټ کې پالي او دايې دانقلاب  له مهمو موخو څخه هم دي ، ځکه دوی له قران نه په الهام چې وايي “ان هذه امتكم امه واحده و اناربكم فاعبدون” همه مسلمانان يك امت اند و دولت جمهوري اسلامي ايران موظف است سياست كلي خود را بر ثايه إتلاف و اتحاد ملل اسلامي قرار دهد و كوشش دير به عمل آورد تا وحدت سياسي، اقتصادي و فرهنكٌي جهان اسلام را تحقق بخشد” .( د ایران اساسي قانون ، ۱۱ ماده )
په خپل اساسي قانون کې ځانته ددې حق ورکوي ، چې په  نړې کې د مظلومو مسلمانانو له  حقونو نه دفاع وکړي : ” تنظيم سياست خارجي كشور بر اساس معيارهاي اسلام، تعهد برادرانه نسبت به همه مسلمان و حمايت بيدريغ از مستضعفان جهان”  (د ایران اساسي قانون ،د رېیمه ماده ۱۶ بند)   .        
په افغانستان کې یې هم په پیل کې یواځې ملاتړ له شیعه افغاني ډلو او اشخاصو څخه وو ، دوی فکر کاوه ، کومې ډلې ، چې دوی په ایران کې جوړې کړې وې په راتلونکي افغانستان کې به   د ایران ګټې خوندي کړي ،خو دا محاسبه درسته نه وه ، ځکه ، چې په لومړي سرکې خو په  افغانستان کې شیعه  ګان په دومره شمېر کې نه دي ، چې وکړای شي دحکومت غوښنه برخه په خپلو رایو یا نفوذ تر لاسه کړي او بل دا چې د افغانستان د شیعه ګانو ټولې ډلې  په مطلق ډول دایران پیروې نه دي ، نو همدغه  اصل ته په کتو سره  ایران په  افغانستان کې  دمذهبي اړیکو  د تودو ساتلو تر څنګ په ډېره لېوالتیا او خوښۍ د ګډې ژبې  او ګډ فرهنګ شعار رامخې ته کړ ،چې له  دې لارې وکړای شي خپلې موخې وپالي ،په دې برخه کې يې د بې درېغه  پانګونې په پایله  کې نن سبا په افغانستان کې خپل نفوذ لوړې کچې ته رسولی او د معلوماتو له  مخې چې ایراني واکمنو په افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق اچولو دا پروسه  له  ډېر پخواڅخه رانیولې وه : ” مقامات  ایراني در ملاقات با مسولین بلند پایه  رژیم داکتر نجیب الله  به  صراحت بېشتر  از حقوق  شیعه ها و حتی فارسي زبانهای افغانستان سخن می ګفتند و از انجا که رهبران تنظیم های قدرتمندی مجاهدین اکثرا پشتون بودند که با سعودی ها رابطه خوب  ودرمقابل با ایران رابطه سرد داشتند ، ایرانی ها درین موضعګیری های انان ، نوعی همګرایی بین ( وهابیت ) و ( پشتونیزم)  رامی دیدند و این خود رژیم کابل  را نزد انان قابل قبول تر از حکومت مجاهدین  تحت رهبران پشتون جلوه میداد”. ( افغان څېړنیز اومشورتي مرکز، لومړۍ ګڼه ، ۱۹۹ مخ )
دطالبانو اسلامي امارت
دطالبانو دتحریک دپیدایښت له هماغه پیل څخه ایران  په اندېښنه کې و، او دا يې د امریکا،سعودي او پاکستان یوه دسیسه ګڼله،دا حدس او ګومان  يې دعبدالعلي مزاري  او په مزارشريف کې د طالبانو په لاس دایراني ديپلوماتانو له وژلو سره په  یقين بدل شو ، خوکله چې طالبانو له  ایران سره په  پوله کې پرته د افغانستان خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوسته نو دا تشویشونه نور هم ډېر شول ، ایران په دغه  ټول جریان کې د طالبانو پر ضد د استاد رباني په  مشرۍ له پرزول شوي حکومت سره مرستې کولې، کله چې طالبانو کابل ونیو روسيې ، هندوستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران دطالبانو  کړنې وغندلې اود دوی بریالیتوب یې د سیمې د سولې اوثبات په  برخه کې یو خطر وباله .
دطالبانوله  مخالفانو سره  دومداره  مرسته  او په مزارشریف کې د زرګونو طالبانو د وژلو او په ایراني مطبوعاتو او راډیوګانوکې د طالبانو پر ضدتبلیغات کول هغه  څه و ،چې بالاخره په  پایله کې طالبانو ایراني دیپلوماتان له  افغانستان څخه  وشړل او د ایران  سفارت وتړل شو ، طالبانو دا ادعا درلوده چې ایران یې له  مخالفانو سره مالي او نظامي مرسته کوي .
“طالبان ایران  را متهم  به همکاری با نیروهای شمال نموده و مدعی شدندکه اخر سیپتامبر ۱۹۹۷ بیش از یکصد و هشتاد پرواز از ایران  به میدانهای هوایی شمال افغانستان صورت ګرفته و سلاح  و مهمات  به مخالفین  طالبان رسانیده است وحتی تهدید نمودند  که اګر ایران دست از این اقدامات برندارد طالبان نیز مخالفین دولت ایران را علیه دولت تجهیز خواهند کر د “.( روابط سیاسی ایران و افغانستان در قرن بیستم ، ۳۴۷ مخ )
طالبانو که څه  هم دمشهد د سنیانو دیواځيني جامع جومات امام مولوي محمدموسی ،چې مسجد يې په مشهد کې د ایران حکومت ړنګ کړ ، سپورټ کړ  هرات  ته یې راوسته ،خو مولوي محمدموسی  په هرات کې د هرات د جامع  مسجد تر څنګ د ایران استخباراتو په یوه بم کې والوځوه .
د دیپلوماتانو له وژلو وروسته طالبانو د لاریو موټرو هغه ډرېوران ،چې له ایران څخه يې مالونه راوړي وو ونیول اوبندیان يې کړل ایت الله  خامنه یی د افغانستان د بحران  او د طالبانو دغندلو په  ترڅ کې  په  خپل دریځ کې وویل :” طالبانو ته اخطار ورکوو ، چې د ایراني کارکوونکو دنیولو شوم عمل ژر تر ژره جبران  کړي او د زورواکۍ په روحیه  یې په  سپکه لهجه زیاته کړه ، د ایران دولت او وسله  وال ځواکونه د امریکا شرارت  او شیطانت هم  نه شي زغملی وار خو ددې حقیرو او کم ارزښته وړوکو کسانو شو.. “. ( د افغانستان تاریخ او خپرونې ، ۷۵۲ مخ )
په  ایراني وسلو بار  ريل ګاډی ،چې د طالبانو مخالفانو ته يې وسلې  ورلېږلې او د قرغزستان په            ( اوش) ښار کې ونیول شوې هغه  څه  و ،چې په بربنډه توګه يې په افغانستان کې دایران دخپلسرې مداخلې ثبوتونه برابرول .”ایران ، چې پخپلو ختیزو سرحدونو کې دطالبانو موجودیت په خپل مصلحت نه  لیده په  افغانستان کې دسیاسي سيالیو په لوبو کې له پاکستان څخه وروسته پاتې ؤ، دنظامي اوسیاسي مرکزونو جوړولو ته يې زیات  پام واړوه ، د مزارشریف قونسلګري يې  دیوې اطلاعاتي اونظامي شبکې تر حده پورې پراخه کړه ، همدارنګه دبامیان هوايي ډګر دپوځي مهماتو دلېږلو یو مرکز شوي و، هره ورځ  له  درې څخه تر پنځو پوځي الوتکو پورې له مشهد څخه تر بامیان پورې د وسلو او مهماتو په رسولو بوختې وې “. ( د افغانستان تاریخ او خپرونې ، ۷۴۳ مخ )
که څه هم  دایران او طالبانو ترمنځ  ددغو کړکېچونو له شتون سره سره کله چې نړيوالې ټولنې پر طالبانو بندیزونه ولګول ایران یو سلو اتیا درجې چرخش وخوړ او خپل سرحد یې د افغانستان په لور پرانیسته  ،ډېری خلکو داسې انګېرله ،چې ایران د ښه نیت له مخې دا کار کړی ،خو وروسته  روښانه شوه ،چې ایران دخپل هېواد  دګټو په  پام کې نیولو سره  دخپلو تولیداتو لپاره  دپاکستاني تولیداتو پر ضد مارکېټ پیدا کړ او واقعا  په اوسنۍ نړۍ کې ، چې جګړې د مارکېټونو لپاره دي دا د ایران ښه  پرېکړه وه . تر دې وروسته د ایران  او دطالبانو ترمنځ په ځینو مسایلو کې ځينې پلاوي تللي راغلي،خو په دې خاطر ،چې طالبانو ایراني اتباع وژلي وو او ایران دطالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنده او له  مخالفانوسره يې ورته مرستې کولې او په ټوله کې یې دغه نظام دخپلو ګټو لپاره ګواښ باله دطالبانو د واکمنۍ تر پایه پورې يې اړیکي له دوښمنۍ ډکې وې.
دسېپټمبر له  یوولسې وروسته
دسېپټمبر  د یوولسمې پېښه که د امریکا لپاره یوه غميزه  شوه  ، خو پایلې  د ایران لپاره  په سترۍ خوښۍ بدلې شوې ،په افغانسان کې د ایران مخالف رژیم طالبان او په عراق کې د ایران پخوانی دښمن رژیم  دواړه داسې ونړول شول ، چې په ډېره سخته به څوک وړاندوینه وکړي ، چې له  هغه  شان او شوکت سره به بیا دوی پخپلو هېوادونو کې  لږ تر لږه ځانونه مطرح  کړي .
امريکاد طالبانو نظام ړنګ کړ د نوي نظام  د جوړېدو په  موښه  پر  ۲۰۰۱ م کال د المان په بون ښار کې غونډه وشوه ، یادې غونډې که څه هم ډېرې ناسمې پرېکړې او ناعادلانه  د واک وېش یې رامنځته کړ ، خو بیا هم لږ تر لږه یوه اداره جوړه شوه ، چې د افغان حکومت چارې  پر مخ بوځي ، یاده  غونډه د افغانستان د شپږو ګاونډیو او جمع دوه نورو هېوادونو په سلا او مشوره جوړه شوه ټولو تر ې ملاتړ وکړ او د افغانستان په  بیا رغاونه  کې یې د ژمنو په کولو سره سینې وډبولې ، ایران هم له  همدغې ډلې و، داسې فکر کېده ،چې ښايي په افغانستان کې د نوي نظام په  راتګ سره به ایران په  افغانستان کې خپلې پالېسۍ ته  بدلون ورکړي ، خو برعکس د پخوا پرتله دا  ځل د امریکا او نړېوالې ټولنې د شتون له امله  د افغانستان په سیاسي، اقتصادي ، فرهنګي ، اجتماعي ، نظامي لنډه داچې د ژوندانه داسې برخه نشته ، چې ایران په کې غوښنه ونډه  او برلاسی حیثیت  ونه لري ،څېړونکو ته شک پیداشي ، چې ګواکې امریکا، عراق او  افغانستان د ایران لپاره فتحه کړی ، ځکه چې له یوه لوري  څرګنده  دوښمني او له بل لوري په داسې حال  کې چې هره ورځ دایتلافي ځواکونو عسکر په افغانستان کې مري ، خو ایران پرته له دې چې یو عسکر يې په  جګړه کې ومري مفت په مفته هر څه او جګړه  د ایران په ګټه روان دي .
په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې له  رامنځته کېدو راو ورسته ایران  د هرات – اسلام کلا واټ  ډمبر کړی ، هرات ښار ته  يې برښنا ورکړې ، په فرهنګي برخو کې یې هم  له افغان حکومت سره مرستې کړي ، په ښکاره ځان د افغان حکومت دوست ګڼي، خوداسې شواهد او راپورنه  شته  ،چې ایران په پټه  د افغان حکومت له مخالفانوسره مالي  اونظامي مرستې کوي .
په  اقتصادی برخه کې ایراني تولیداتو په  دې خاطر چې له افغاني تولیداتو څخه ارازن  تمام شي په هرات ولایت کې ډېرې افغاني کارخانې په ټپه  ودرېدلې ، په مذهبي برخه کې په افغانستان کې دمحرم په میاشت کې د افغاني شیعه ګانو بې خرته خرچو خلک په دې فکر کې کړي ، چې دا مرستې له کوم لوري کېږي ، ځکه چې په ټوله  کې د افغانستان د خلکو اقتصاد دومره پیاوړی نه دی ، چې دغه ډول لګښتونه وکړي ، په  فرهنګي برخه  کې د افغانستان دځينو مشخصو سيمو دمشخصو خلکو له کتابتونو سره دکتابونو مرسته کوي چې په ډېرو دغوکتابونوکې داهل سنتو په  عقیده  داصحابو کرامو توهین شوی وي ” استاندار هرات در افغانستان سركنسول رژیم ایران را احضار كرد و نسبت به توزیع كتابهای تفرقهافكنانه اعتراض نمود.خبرگزاری رسمی دولت افغانستان اعلام كرد اخیراً رژیم ایران با دایر كردن نمایشگاهی در استان هرات كتابهایی توزیع كرده كه درآنها به خلفای اسلامی توهین شده است. توزیع این كتابها خشم مردم افغانستانرابرانگیخته است”.(دخالت های رژیم ایران در افغانستان، Afghanmuge.net)
په همدغو مشخصو سیموکې فرهنګي مرکزونه جوړوي ” ایران برای تجهیز و بازسازی کتابخانه ولایت کوچک سمنگان در شمال افغانستان، اخیراً ۶۰ هزار دلار هزینه کرده و صدها جلد کتاب فارسی چاپ این کشور را در اختیار مردم سمنگان گذاشته است. در اکثر شهرهای افغانستان- مانند مزارشریف، هرات، کابل و بامیان – کتابخانه هایی با همکاری رایزنی فرهنگی سفارت جمهوری اسلامی ایران، ایجاد شده و یا با هزاران جلد کتاب تجهیز شده است ” . ( بي بي سي  ويبسایټ )
د امریکا له  برکته  د راغلې دیموکراسۍ په پایله کې په  لسګونو ، راډیوګانو ،تلویزیونونو ، مجلو او اخبارونو کې د ایراني موخو تبلیغات ، په ایران کې دجوړوو شوو فلمونو خپرېدل ، د افغانستان داساسي قانون خلاف د ناسمې ترمینالوژۍ کارونه ، په افغانستان کې دملي یووالي پرضدپه ځينو مسایلو کې د افغان ملي ضداشخاصو سره  تلویزیوني مرکې اوبحثونه جوړول هغه  څه دی،چې د ایران مداخلې په کې څرګندېږي ، په افغانستان کې د ایرانیانو له لوري  دشخصي ښوونځیو او شخصي پوهنتونو جوړول او په دغو تعلیمي موسسو کې دیوه ځانګړي قوم خلکو ته زده کړه ورکول څه  مانالري ؟
په اجتماعي برخه کې ایران د کمېټه  امداد امام خمينې دیوې مرستندويې ،خو په حقیت کې دسیاسي موخو د تر لاسه  کولو لپاره دجوړې شوې کومېټې  تر مرستو لاندې دافغانستان په ځانګړو سیمو کې  دیوه ځانګړی قوم له  خلکو سره دخپلو موخو لپاره مرستې کوي ، دهغوی لپاره ځانګړي تحریکي پروګرامونه  جوړوي .
په سیاسي برخه کې په افغان حکومت ، پارلمان  او نورو ډېرو برخوکې دخپلو پلویانو په مرسته دافغان حکومت تصمیمونه ننګوي ” ګارډين بريتانوۍ ورځپاڼې د ويکي ليکس له لوري د امريکا د بهرنيوچارو وزارت د افشا کړو اسنادو پراساس وليکل چې ايران يوشمېر افغان سياسي مشرانو، د ولسي جرګې غړو او مذهبي مشرانو ته معاش ورکوي،افغان مذهبي مشران روزي، طالبانو ته تريننګ ورکوي . له کابل څخه واشنګټن ته په مخابره شوو سندونو کې د افغانستان په چارو کې د ايران مداخله او نفوذ پراخ بلل شوى دى ” ( لوی افغانستان وېبپاڼه )
پر افغان حکومت دفشار راوړلو لپاره په ډله ییزه توګه  افغان مهاجرین ، ماشومان ، تورسرې او سړي هر کال د ژمي په یخنۍ کې له ایران نه راباسي ، ایران ته  تلونکي افغان  کاریګر په پولو کې وژني ، افغانانو ته په  خپله خاوره کې سپکې سپورې کوي او ان دا چې اوس يې د افغان حکومت  او امریکا په وړاندې جګړې ته  هڅوي” سلگونه هغه افغان ځوانان، چې په قانوني يا غير قانوني توگه ايران ته د کار لپاره ځي، د ايران له خوا تر روزنې وروسته وسلوال کېږي او د بهرنيو ځواکونو پر ضد د جنگېدو لپاره يې رالېږي ” . ( ا راده ورځپاڼه ، د وري ۱۰ مه ،۱۰۰۹ مه ګڼه )
د ايساف وياند جنرال جوزف بلاتس  د کب پر ١٢مه وويل: ” همدومره ويلى شم ، چې داسې کسان شته، چې د ايران له خاورې څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو ملاتړ کوي”. همدارنګه د ناټو يوه نظامي چارواکي هم
رسنيو ته ويلي وو، چې ايران د هغو شبکو له لارې، چې خپل سرحد سره يې جوړې کړي، يوه معينه اندازه مرمۍ، د سړک د غاړې چاودېدونکو توکو تخنيکي پرزې او  ار پي جي راکټونه د دولت وسلوالو مخالفينو ته ورکوي. د نړيوالو ځواکونو د رييس ارکان مرستيال ګريګوري سمېټ ويلي وو، چې ايران په افغانستان کې د دولت وسلوالو مخالفينو ته د روزنې په ورکولو، مالي او تجهيزاتي ملاتړ په برخه کې هم مرسته کوي”.( اراده ورځپاڼه،۹۹۶ ګڼه )
لسګونه داسې راپورونه خپاره شوي ، چې په افغانستان کې په ایران کې جوړ شوي بمونه او وسلې نیول شوي دي ،دترانزیت په برخه کې دافغاني سوداګرو مالونه په  اوونیو اوونیو په  ایران کې دروي ،چې ډېر ځله په بازار کې دجنسونو نرخونه لوړېږي او افغانان له  بې شمېره ستونزو سره مخامخوي ، په افغانستان کې امریکا او نړېوال  ټولنې شتون نه زغمي ، خو په خپل ګاونډ کویټ ،عراق ،سعودي ، امارات ،بحرین او قطر کې لا کلونه وړاندې امریکايي اډې موجودې دي ،خو له دغو ملکونو سره ښه راشه درشه ، سوداګریزې او نورې اړيکي لري ، خو په افغانستا ن کې د افغان حکومت له  کمزورۍ ګټه  پورته  کوي او ددغه هېواد په هره چاره کې ځانته  لاس وهلو حق ورکوي ، دا هر څه په داسې حال کې دي ، چې ایران په خپل اساسي قانون کې د هېڅ هېوادپه  کورنیو چارو کې ځانته د لاس وهلو حق نه  ورکوي ، په  ټوله بشري نړۍ کې دانسانانو نېکمرغي خپل لوړ ارمان ګڼي ، خپلواکي ، ازادي  دحق او عدالت  حکومت  د ټولې نړۍ دانسانانو حق ګڼي” جمهوري اسلامي ايران سعادت انسان در كل جامعه بشري را آرمان خود مىداند و استقلال و آزادي و حكومت حق و عدل را حق همه مردم جهان مىشناسد. بنا بر اين در عين خودداري كامل از هر ګونه دخالت در امور داخلي ملتهاي ديګر، از مبارزه حقطلبانه مستضعفين در برابر مستكبرين در هر نقطه از جهان حمايت مىكند” ( د ایران اساسي قانون ، ۱۵۴ ماده )  پوښتنه دا راولاړېږي ، چې اخر له تېرو  درې لسیزو راهیسې ایران په  افغانستان کې دکومو مستضعفینوپه ملاتړ دکوم استکبار په  وړاندې ځانته  د دغه هېواد په کورنیو چارو کې  د لاسوهنې حق ورکوي ؟
پایله  :
په افغانستان کې د غوايي له کودتا څخه وروسته ډیری شیعه افغانان ایران ته کډوال شول ، دخپل هېواد دخپلواکۍ په موخه يې سیاسي هلې ځلې پيل کړې ، خو ایراني واکمنو دوی پخپلو کې په ډلو سره ووېشل او لسګونه ډلې يې ورته جوړې کړې ، تاسو ولوستل ،چې د ایران  له  انقلاب راهیسې او په  افغانستان کې د غوايي له  کودتا راوروسته پرته د طالبانو له  رژیمه له نورو ټولو رژیمونو سره ایران دیپلوماتیکي اړيکي درلودل او په عین وخت کې يې د دغو حکومتونو  له وسله والو مخالفانو سره مالي او نظامي مرستې کولې ، یعنې له نور محمد ترکي ، څخه رانیولې ، تر امین ، کارمل او ډاکټر نجیب الله  پورې ، چې ټول  یو پر بل پسې دخلق دیموکراتیک ګوند مشران او د افغانستان ولسمشران وو ، ایران  ورسره کله ښه اوکله نسبي ښه دیپلوماتیکي روابط پالل .
د مجاهدینو له  بریالیتو ب سره  يې د استاد رباني په  مشرۍ حکومت په  وړاندې ددغه حکومت  له ځینو مخالفو ډلو سره  مالي او نظامي تړاو درلود، دطالبانو په  لاس دکابل له نیولووروسته يې پالیسۍ تغیر وخوړ او دطالبانو پر ضد يې د استاد رباني د پر ځول شوي حکومت ملاتړ ته ملا وتړله ، دا ملاتړ یې د طالبانو د رژيم تر پرزېدو پورې دوام درلود .
دسېپتمبر له پېښې وروسته یې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له جوړ شوي حکومت سره خپلې اړیکي په دوستانه انداز کې پيل کړې ، ددغه هېواد په سیاسي ،نظامي ، اقتصادي ، اجتماعي او فرهنګي او کولتوري برخو کې يې په خلاص مټ فعالیت پيل کړ، دنړیوالې ټولنې د شتون له  برکته يې داسې موقف تر لاسه  کړ ،چې ښايي په سلو کالو کې یې به  يې هم نه وی تر لاسه کړی ، خو له دې هر څه سره سره په افغانستان کې د امریکايي قواوو د موجودیت له امله سلګونه داسې راپورونه شته  ،چې دافغان حکومت له  وسله والو مخالفانو سره د وسلو مرسته کوي ،پخپل هېواد کې يې روزي او افغانستان ته يې دجګړې لپاره را استوي .
پوښتنه داده ،چې ایران ولې داسې کوي ؟ ځواب يې روښانه دی ، له امریکا سره څرګنده او له  پاکستان او سعودي عربستان سره په پټه د ایران سیالي اوس په افغانستان کې پالل کېږي ، په هر قیمت چې وي  امریکا ته ماته  ورکول ، بوخت يې  ساتل ، ځکه چې ایران پرته  له  دې ، چې یو سرتېری يې له  امریکاسره په  جګړه کې مړشي دسیمې دا جګړه يې په ګټه روانه ده ، د امریکا په شتون کې دافغانستان  له شیعه ډلو او نورو هغو ایران پالو اشخاصو سره  مرسته او ترې ملاتړ کوي ، چې که لوېدېځ ماته خوري نو ډغه  ډلې ټپلې به دیوه مطرح ځواک په  توګه د ایران ګټې خوندي کړي ، په اوږدمهال کې افغانستان ته د ایران په څېر د یوه انقلاب صادرول ، په  افغانستان کې دسعودي پلوو وهابیانو دپرمختګ مخنیوی کول ، په افغانستان کې دپښتنو دحاکمیت مخه نیول ، افغانستان  کمزوری ساتل ،چې هېڅ ډول صنعتي او توليدي پرمختګ ونه کړي او د تل لپاره د ایراني تولیداتو دیوه مصرفوونکي مارکېټ حیثیت ولري ، افغانستان کمزوری ساتل ،چې دهلمند دسیند اوبه ټولې  پخپله ګټه وکاروي اوله  افغانستان سره په پوله  هر چېرته چې زړه يې وغواړي رامخې ته شي  او افغان خاوره ونیسي ، د افغانستان له  لارې پاکستان او هندوستان ته دګازو  دپایپ لاین غزونې مخه نیول او بالاخره په اوږدمهال کې لکه څنګه ،چې تل دعوې کوي ، چې افغانستان جز خاک ایران بود د افغانستان هویت له منځه یوسي او دایران کبیر خوبونه يې بریالیتوب ته ورسي .
 
 
 
 
 
 
اخځلیکونه :
1.      ا راده ورځپاڼه ، د وري ۱۰ مه ،۱۰۰۹ مه ګڼه .
2.      اراده  ورځپاڼه  ، دکب  ۱۷ مه ۹۹۶ مه  ګڼه .
3.       تنویر ، ډاکټر محمدحليم ( ژباړه : زبیر شفیقي اوفدامحمدفایض )،  د افغانستان تاریخ او خپرونې ،لومړی چاپ ، په  هالنډکې د افغانستان دڅېړنو او بیا ودانولو انستیتوت ، د صبور اسلامي نشراتي مرکز، پېښور ، ۱۳۸۰ هـ ل .
4.       حکمتیار ،انجینر ګلبدین : پټې توطيې او بربنډې څېرې ، لومړی چاپ ، ۱۳۷۸ هـ ش .
5.       د افغانستان مذهبي مشرانو او وکیلانو ته ایران معاشونه  ورکوي ،www.Loyafghanistan.com
6.       د ایران اساسي قانون ، ۱۱ ماده .
7.       د ایران اساسي قانون ، ۱۵۴ ماده .
8.       د ایران اساسي قانون ،دريیمه ماده ،۱۶بند .
9.       دخالت های رژیم ایران در افغانستان ، . Www. Afghanmuge.net
10.   روستار ترکی ، دوکتور محمد عثمان : سوابق مداخله  ایران درافغانستان ،www. Dawat independent media center.
11.   روستار ترکی ، دوکتور محمدعثمان : سوابق مداخله  ایران درافغانستان ،  اخبار افغانستان . چاپ پاریس  ، اپریل ١٩٩١،www.larawbar.com
12.   مژد،وحید : روابط سیاسی ایران و افغانستان درقرن بیستم ، چاپ یکم ،بنګاه  انتشارات میوند،کابل ، ۱۳۸۹ هـ ش .
13.   مژده ، وحید : رقابت ایران باکشورهای دیګر در افغانستان ، مرکز تحقیقاتی ،ومشورتی افغان ،شماره  یکم ،کابل ، ۱۳۸۹ هـ ش .
14.   نفوذ فرهنګي ایران درافغانستان ، www.bbcpersian.com