كه مو پام كړى وي، د كرم بوډ په لوبه كې تر لوبه كوونكي لوبه څارونكي هوښيار وي،همداسي د كليوالو په كتار او د چكې په لوبو كې، زموږ خو به تل په روژه كې پر همدې جګړه وه، چې لوبه څارونكو به مداخله كوله، يا به يې خاري خبرې كولې، كټ مټ د افغانستان وروستۍ لوبه چې له ايرلنډ هېواد سره وه، ماته همداسې ښكاره شوه.
كله چې دغه لوبه د ايرلنډ هېواد په ګټه پاى ته ورسېده په فيس بوك كې ځېنو كسانو احساساتي خبرې وليكلې، چا پر لوبغاړو او چا هم د كركټ بورډ پر اداره نيوكې كولې، خو دا خبرې د لوبو څارونكو وې، دا هم سمه ده چې د هر چا نظر ته احترام په كار دى، مګر خبرې هم ځاى لري، ځينې خبرې چې كركې پاڅوي، هيڅ جواز نه موندل كېږي چې ودې شي. په داسې خبرو د خپلو پاڼو ديوالونه مه بدرنګئ! د دې پر ځاى دا در پر زړه كړئ چې د افغان كركټ اتلان څومره لوبې وګټلې او د نړيوال جام لوبو ته يې بلااخره ځان څنګه په منډه او په مزه ورساوه چې زموږ لپاره تر ټولو ستر هدف همدا و او دا هيڅوك هم نه شي هيرولى چې د افغان كركټ اتلانو چې كومې لوبې وكړې، په نړيواله كچه يې افغانستان له يوې نويې زاويې په نوي معيار وځلاوه، هر يوه اتل يې يوه وړتيا وښودله، هغوى زموږ او نړيوالو د توقع خلاف په ډېر كم وخت كې، سترې برياوې ترلاسه كړې، اوس كه موږ دا ومنو چې په لوبغاړو يا په كركټ بورډ كې ستونزه شته، نو دا پرلپسې برياوې چا ترلاسه كړې؟؟؟
زه دلته نه غواړم پر هغو كسانو نيوكه وكړم، چې ولې يې داسې احساساتي برخورد وكړ، هغوى هم حق لري، ځكه هغوى تمه نه درولوده چې داسې څه به كېږي، كله كله له ډېرې مينې هم داسې كېږي، زه د تسلۍ لپاره غواړم هغوى ته ووايم چې: ايا بايلونكې لوبه په دې مانا وي چې خپله اداره او لوبغاړي وننګول شي او كه د نورو پرمختللو ټولنو په څير پر دې غور كول په كار وي چې ستونزه څه وه او د دغو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره په راتلونكي كې څنګه مخه نيول په كار دي! او دې ته مو فكر كړى دى، چې كركټ خپله اداره لري، هغه د همدې لپاره جوړه ده، هغوى چې بري را وړاى شي، ستونزې هم له منځه وړلى شي، خو په دغه لوبه كې كه څوك كومه ستونزه يادوي، نو ايرلنډ هم بې لاسو او بې پښو لوبه نه كوله، بلكې زموږ په څير يې بلا منډې ترنډې كړې وې! كه دا څوك نه مني نو لمر ته دوې ګوتې ونيسئ، پټ به يې كړي!! او دا هم بايد هېره نه كړو چې :هر سړى پيدا دى خپل خپل كار لره كنه.
خو په هر صورت، سريلانكا انتظار باسي، هلته به همدا افغان اتلان يو ځل بيا په نړيواله كچه له نړيوالو لوبډلو سره پنجه ګرمه كړي، كه نور هيڅ نه وي، اې د درېنيمو لسيزو قربانيانو او د بې برخليكه جګړې لارويانو!!!!!!! دا د وياړ خبره نه ده! چې په دغسې حالاتو كې هم د افغانستان بيرغ د نړۍ له هغو هېوادونو سره يو ځاى رپيږي چې له هره پلوه جوړ هېوادونه دي، نه امينتي غميزه لري، نه يې نورو ملكونو كې د بې وسۍ كډوالۍ ترخې شېبې لېدلې دي او د اقتصاد له پلوه خو دومره غني دي چې پنځه دقيقي برېښنا يې د هېواد په كچه نه ده قطعه شوې، خو كلونه كلونه يې ستړې وګاللې مصارف يې وكړل، بيا هم دې ارمان ته نه دي رسيدلي، مګر افغانان په لوړو سترګو د خپلو مټو له بركته دې مقام ته ورسېدل.
راځئ د خپلو اتلانو په بريالتوبونو ووياړو، په لوبه كې ګټل بايلل حتمي وي، په يوه كې ستاينه او لمانځنه او بله كې خواخوږي د زړه له تله دود كړو، هغوى موږ ته مينه راكړې موږ هم بايد مينه وركړو او د ملغلرې انا برخورد ورسره ونه كړو:
ملغلره انا، چې په ګرمۍ كې به سيوري او په يخ كې به لمرڅيكي ته پر سره نالۍ د دوو بالښتونو په منځ كې ناسته وه، د كورنى غړو ټولو ځانګړى احترام ورته درولود، ستړې خوارۍ، د لاس مچو كول، له شنو جوپانۍ چايو سره مصري او نورې ډول ډول تحفې د ټول كور عادت ګرځېدلى و، هره ورځ كه به نه و، نو په اوونۍ كې بايد څوډوله مېوې دسملونه، د بادامو د زڼو نقل، انا ته ډالۍ شوي واى، خو ادې يواځې يوه توره درولوده چې هرچا ته بې يې ځلوله( وى زويه، شاه دې مځكې ته مه ځه) وهاب ماما خو به له كلاته د پزې سره نسوار په ډبو ډبو ورته راوړل او انا به د مدوګل په ژيړ كدو كې چې له غزني يې ورته راوړى و او د سپينو زرو وښى يې په غاړه كې تاوى شوى و، ساتل، خو له دومره نازه سره سره چې په كور كې يې درولود، مګر په کال نيم کې چې به یوه ورځ د دې له طبیعیته چپه کار وشو، يا د كوم كوچني له لاسه به يوه داسې پېښه چې انا ته خواشينوونكې وه رامنځ ته شو، بيا به نو انا په ژړا او ښېراو سر وه، خو د تېر کال ټولې خوشحالۍ به یې هیرې وې.
ټولو به زارۍ ورته كولې خو دا به نه پخلا كېده، داسې به ښكارېده لكه پر غوړ لوښي چې اوبه تېروې، د ښورا كاسې ته به يې ګوتې نه وروړې، له ټوله كوره به يې لكه ناوې پلو نيولى و!!!!!!!.