د روزګان امنيتي چارواکي وايي د مشرانو جرګې د تيري دورې غړى حاجي خيرالله پرون غرمه له دوو پوليسو او يوه قومي مشر سره د ماين په چاودنه کي وژل سوى دئ.
د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل رسنيو ته ويلي چي حاجي خيرالله او ورسره قومي مشر شراف الدين د تيري له بازاره خپل کور ته روان وو چي موټر يې پر ماين ختلى دئ.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى.