کور / راپور / کندوزکې سږنې نوې کال د ژمې په څير وو

کندوزکې سږنې نوې کال د ژمې په څير وو

په افغانستان کې نوي کال یا د اورې میاشت پداسې حال کې پیلیږي چې په ډیروسېموکې دښتې په وښوشنې اوځينې مثمرې ونې اوبوتې خپلې غوټۍ دنوی هیلو اوامیدونوسره پرانیزي.دینې عالمان د نوې کال یا نوروزمیله لمانځنه د مجوسانوکار بولې او دوی وايي چې الله تعالې د مسلمان لپاره د خوښې اوجشن دوه اخترونه ډالۍ کړئ نواړتیانشته چې نورې ورځې جشنونه شي پکار همداسې ده زمونږ هغه کړنې چې د اسلام د سپیڅلې دین سره په ټکرکې وی بایدډډه ترې وشي. خودپسرلې انسان ته د سترواکمن د قدرت نوې نښې نښانې راپه زړه کوي که انسان دعقل په ځواک سره د موسم او وخت بدلون ته  متوجه شي نوپه کې لوی درس اوعبرت به ومومي وګورئ سترواکمن وورسته ځمکه د اوږدی مودې مړنې نه یوځل بیا راژوندی کړه هغه خړه ځمکه چې پرون سپیره اونه خوښونکې بریښیده نن تکه شنه لکه د شنې غالۍ په شان ترسترګو کیږی یوازی شنه نه بلکه د لیدونکې د زړه راښکون لپاره پکې بیلا بیل رنګه ګلونه هم رازرغون شویدي په همدې ډول د مرګ نه وروسته هم ژوند حق دی اوپرته له شکه باید دامسله زړه ته کوزه شي هغه وخت چې مړه شو اوهډوکې موخاوری ایری شي بیابه سره یوځای کیږي اودپسرلې دشنولوپه څيربه راپورته کیږو.داسې ویل شوي که چیری څوک یوه ګړې د خدای په پیداکړو کائناتوکې فکراوسوچ وکړئ نږدی اویا کلونوریا عبادت نه غوره دی.


لکه څنګه چې زمونږپه کړنو اوعملونو کې بدلون راغلې داسې په پسرلې کې هم بدلون راغلې ، زما تیرکال ۱۳۹۰ل د پسرلې لومړی نیټه ښه یادیږي چې کندوزکې هوا ښکلې وه شین آسمان وو د کندوز دغونډیولمنې شنې اوپه ارغوان سرې وی. خوسږکال په واورو سپینې ښکاری ،د نوی کال نه یوه ورځ مخکې په کندوز کې ښه واوره اوریده چې دآبدان دښته چیرته چې مالداران خپل مالونه اوڅاروي د څړلپاره د کب په پیل  یامخکې راولې د  واوری اويخنۍ له امله له ګواښ سره مخ کړل لاری یې وتړلې هغه شنه دښته یې په سپین میدان واړوله مونږنه پوهیږو لاملونه څه دی د حالاتوبدلونکې بل څوک دی خوڅه چې کرو هغه به رېبو،لاهم دلته د وېنوسیلابونه دریدلې ندي که دهیواد نورې برخې شنې یا سپینې دی خوپنجوايي برعکس سره غالۍ له ځانه راچاپیره کړيده،هلته د بوري موراوښکې لاوچوي ندی، ظالمان نه غواړي چې دلته څوک په سوله کې ساه واخلئ دهغې ورځ په آرمان چې اخترمواخروي اونو روز مو نوروزوي .


د۱۳۹۱ کال د اوری لومړی نیټه