متل دی، هرنوی شی خوندور دی، پرته له مرګه. زوړ، له وخته تېر او بې مودې شی ته زموږ په ټولنه کې په ښه نظر نه کتل کېږي. نوي کور، نوي کالي، نوي دنده، نوي موټر او … خوښوي. اما یو څه چې ډېر زوړ، له وخته تېر او د عصر د غوښتنو سره هیڅ سر نه لګوي، تل زموږ نوی کال، نوې هیلي، نوي پلانونه او نوي فکرونه له ګواښ سره مخ کوي، هغه ((جګړه))، ((نفرت))، ((اختلاف))، ((کینه)) او ((تربګني)) ده. له کلونو دغه زړه تګلاره تر نوې شعارونو لاندې ازمویل کېږي، اما له بدبختي او وژنو پرته نورڅه پیغام او پایله یې د ولس لپاره نه ده لرلي.
نو، آیا دا مناسبه نه بريښي چې په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د ((جګړي پر ځای، سوله اییز سیاست)، د (نفرت پر ځای مینه)، د (اختلاف پر ځای یووالی)، د (تربګني پر ځای ورورولی) تجربه کړو؟
جګړي تل موږ ته مرګ راوړی، اما هر کال یې کوو او سوله ژوند راوړی، اما ورته بهاني لټوو.
آیا نوی کال د ځان سره د محاسبی موکه نه ده؟
آیا نوی کال د زړي تګلارې د تغییر وخت نه دی؟
په نوي کال کې نباتات او جمادات هم د ژوند، زرغونیدا او ټوکیدا لمن نیسی! آیا موږ له نباتاتو او جماداتو څخه زیات بي شعوره نه یو؟!
سپیان هم جګړه کوی، چرګان هم جګړه کوي، ګیدړان هم جنګ کوی، مرغان او کارغان هم یو پر بل شوکاري لګوي او ترڅنګ یې انسانان هم کله نا کله جګړي کوي!
د ((اشرف المخلوقات)) له ((سترلقب)) سره سره د حیوانیت تګلاره نیول ظلم نه دی؟
اما هغه څه چې حیوانات یې نشي کولای، هغه سیاست او له منطقی او عقلاني لارو د ستونزو حل دی. همدا د ((انسان)) او ((حیوان)) ترمنځ بنسټیز توپیر دی. نوي کال هغه فرصت نه دي چې همدا درک او له نوي هوډ سره انسانیت زرغونیدا او ټوکېدا ته پرېږدو!