ازادي راډيو د تېرو پنځو کلونو راهيسي هر کال د نوروز په ورځ د کال شخصيت اعلانوي .
سږ کال ازادۍ راډیو شهزادګۍ هندیه له ماشومانو، معلولینو او ښځو سره د دوی د مرستو په خاطر د کال د شخصیت په توګه اعلانوي.
۸۳ کلنه شهزادګۍ هندیه، چې د غازي امان الله خان لور ده د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره وتوانیدله، چې خپل هیواد ته راستنه شي.
ارشيف: په جرمني کي د غازي امان الله خان د سيمينار پر مهال شهزادګۍ هنديې (د افغانستان) او شهزاده احسان الله ( د افغانستان ) د ښکلا مجلې په ليدو خوښي څرګنده کړه او ګډون يې وکړ.(عبدالله احسان)
که څه هم شهزادګۍ هندیه په جلا وطنۍ کې زیږیدلې او خپل زیات عمر یی له هیواده بهر او تر ډیره په اټالیا کې تیر کړې، خو زړه یی تل د افغانستان او افغانانو لپاره تپیده.
په تیرو څلورو لسیزو کې له نورو او په تیره بیا له افغان ماشومانو سره مرسته د شهزادګۍ هندیه تر ټولو لویه هیله پاتې شوې.
شهزادګۍ هندیه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان باندې د روسانو د تیري په مهال له افغان ماشومانو سره، چې په جګړو کې ټپیان کیدل او درملنه یی په پاکستان کې ممکنه نه وه مرسته کوله.
شهزادګۍ وایی، چې پنځه شپیته ماشومان یی د څوارلسو کلونو لپاره په خپل کور کې پاللې دي.
کله، چې هندیه سفر کوي، نو په افغانستان کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره پیسې ټولوي او کله، چې په کابل کې وي، نو د ځینو نورو بوختیاو ترڅنګ له هغو ماشومانو سره مرسته کوي، چې په واټونو کار کوي.
دې وویل: ؛تیره شپه مې د سړک سر د ماشومانو لپاره د شپې خواړه پاخه کړل؛
ممکن د شهزادګۍ هندیه د تواضع لپاره ټول هغه و نه پیژني، خو دا وایی، چې د شهزادګۍ مطلب شهرت، عیش او عشرت ندې، بلکه د خلکو خدمت دې.
شهزادګۍ هندیه په ۱۹۲۹ میلادي کال کې کله، چې د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکې شاه امان الله خان په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه په هند کې وزيږیدله.
ازادۍ راډیو د کال د شخصیت په توګه ددې میړنۍ او د خلکو د خدمتګارې میرمنې د انتخاب له کبله دې، ددې کورنۍ او ټولو اوریدونکو ته مبارکي وایی.
ازادي راډيو چي په اصل کي د پخوانۍ امريکاږغ راډيو دوهمه بڼه ده پر افغانستان د امريکا د بريدونو راهيسي ، د چيک جمهوريت د پراګ په ښار کي د ازادي اروپا راډيو د مرکز Radio Free Europe څخه د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو لپاره د پښتو ژبي تر څنګ په پارسي او يو شمير نورو ژبو د امريکې متحده ايالاتو ددولت په لګښت راډيويي خپروني کوي .