کور / سياسي / د ورسيې تړون

د ورسيې تړون

د ورسای تړون له دویمې نړیوالي جګړي چې په ۱۹۱۸ کې پای ته ورسیده او همداشان د روسانو د اوښتون او په روسیه کې د نورو پېښو نه وورسته د سولې د رامنځته کېدو په موخه لاسلیک شو. دغه تړون د فرانسې هېواد د پلازمیني پاریس ته نږدې د ورسای په ستره ماڼۍ کې تر سره شو. د دغه تړون په لاسلیک کېدو کې د هغه وخت دری ستر سیاستوال، ډیویډ لویډ جیورج، جیورجیز سلیمناو او اودر ویلسن شامل وو. د دغه تړون لپاره ځکه دغه ماڼۍ ټاکل شوي وه، چې هغه ډېره غټه ماڼۍ وه او په سلهاوو کسان په کښې ځاییدلای شول. کله چې د ورسای تړون کار پای ته ورسیده نو د لاسلیک کېدو مراسم یي د ښیښو په تالار کې چې په سلګونو لوړپوړي شخصیتونه پکښې ځاییدلای شوای، تر سره شو.


شالید
د لومړۍ نړیوالي جګړې نه وروسته اروپا یو مخ ویجاړه شوي وه. هغه هېوادونه چې په دې جګړه کې ښکېل وو، هېڅکله یي هم دومره ضربه او تاوان نه وو لیدلی:
بریتانیه: ۷۵۰،۰۰۰ عسکر مړه؛ ۱.۵۰۰.۰۰۰ عسکر ټپیان
فرانسه: ۱،۴۰۰،۰۰ عسکر مړه؛ ۲،۵۰۰،۰۰۰ عسکر ټپیان
بلجیم: ۵۰،۰۰۰ عسکر مړه
ایټالیا: ۶۰۰،۰۰۰ عسکر مړه
 روسیه: ۱،۷۰۰،۰۰ عسکر مړه
امریکا: ۱۱۶،۰۰۰ عسکر مړه
په مقابل کې هغه هېوادونو چې د متحدینو پر وړاندې جنګیدلي وو هغو هم درانه تلفات ولیدل:
جرمني: ۲،۰۰۰،۰۰۰ عسکر مړه
اطریش-هنګری:  ۱،۲۰۰،۰۰۰ عسکر مړه
ترکیه: ۳۲۵،۰۰۰ عسکر مړه
بلغاریا: ۱۰۰،۰۰۰ عسکر مړه
په جګړه کې د ښکیلو ټولو ملتونو د وژل شویو کسانو شمېر ۸.۵ میلیونه او د ټپیانو شمېر یي ۲۱ میلیونه تنه وو.
د همدغو احصائیو تر څنګ، په ریښتیا چې شمال لویدیځه اروپا په بشپړه توګه سره له خاورو سره خاوري شوه. د بلجیم هېواد د فلندر ولایتونه هم همداسې خاوري ایري شول، او د ایپر تاریخي ښار هم لوټ شو. د ۷۵۰،۰۰۰ فرانسویانو کورونه ویران شول او د همدې سیمې زیربينا سخته زیانمنه شوه. سړکونه، د سکرو کانونه او د تیلیګراف ستنې ټولي له منځه ولاړي چې له کبله یي په دغه سیمه کې د عادي ژوند کولو وړتیا یو مخ له منځه تللي وه.
دې ته ورته، د لومړۍ نړیوالي جګړي بریالي شوي هېوادونه هم په داسې وضعیت کې نه وو چې وکولای شي مغلوبو هېوادونو سره مرسته وکړای شي، خو د دي سره بیا هم جرمني اړ کړای شو تر څو په یوازې سر د همدې جګړي ټول لګښتونه پر غاړه واخلي.
له بلې خوا د ۱۹۱۸ کال په نیمايي کې، اروپا د هسپانوي ذکام په نوم ناروغۍ سخته وځپله او د اټکل له مخې نږدې ۲۵ میلیونه خلک یي پوپناه کړل. دغي ناروغۍ د خلکو خښم لا پسې زیات کړی و.
دغه تړون د ۱۹۱۹ کال دجون د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د څو میاشتو بحثونو او خبرواترو نه وروسته لاسلیک شو. د دغه تړون په لاسلیک کېدو کې د دریو هېوادونو استازو برخه درلوده: بریتانوی ډیویډ لویډ جیورج، فرانسوی سلیمیناو او امریکایی اودرو ویلسون.
د بریتانيي هېواد استازي، ډیویډ لویډ جیورج له جرمني سره د چال چلند کولو په اړه دوه نظریي درلودي.
د هغه عامه نظریه ډېره ساده وه. هغه یو سیاست وال و او سیاست وال په ټولټاکنو کې د بریالیتوب لپاره د عامه خلکو ملاتړ ته اړتیا لري. که چیرته هغه د جرمني په اړه نرم سیاست غوره کړی وای، نو ډېر ژر به یي خپله چوکۍ له لاسه ورکړي وای. د بریتانیي عام وګړي د جګړي له پای ته رسیدو وروسته د غچ اخیستلو په نیت کې و چې لویډ جیورج هم په خورا مهارت سره د خلکو دغه غوښتنه په لاندې ډول سره منعکس کړه: (په دار باندې د کیسر ځړول او د جرمني له خوا د تاوانونه ورکول.)
که څه هم په خصوصي توګه سره لویډ جیورج په روسیه کې د کمونیزم په را پورته کېدو سره ډېر اندېښمن و او ویره یي لرله چې هغه لویدیځي اروپا ته را خپور نشي. نو یي ځکه د جرمني په حکومت باندې دومره فشار نه راووست تر څو یي خلک تري ستړي او کمونیزم ته مخه کړي. بلکې هغه غوښتل، چې که چیرته کمونیزم د روس له پلو څخه را اوړي نو په اروپا کې باید جرمني هېواد د هغه مخه ډب کړي.
د فرانسي استازي، جیورجیز سیلیمناو بیا ډېره ساده عقیده لرله او هغه دا چې هغه غوښتل تر څو جرمني په ګونډو شي، او بیا د جګړي د پیلولو وړتیا و نه لري. که څه هم دا د فرانسي د خلکو غوښتنه و، خو د جیورجیز سیلیمناو شخصي اند هم دا و.
د امریکا استازي، اودرو ویلسن په رښتیا چې د همدې جګړي له وحشت څخه سخت حیران شوی و. هغه حیران و چې څرنګه داسې یو پر مخ تللی تمدن دي خپل ځان دومره خاوري ایري کړي. که څه هم په امریکا کې عامه ذهنیت داسې و چې امریکا باید خپل ځان له اروپا څخه را ټول کړي او پر خپل ځان باندې تمرکز وکړي. خو نوموړی بیا پر دې عقیده و چې جرمني باید د پخلایني په خاطر جریمه کړای شي، نه د غچ اخیستلو لپاره.
نوموړي دا چې نړۍ باید څنګه واوسي یو ۱۴ ماده اي سند لیکلی چې دلته به يي ځیني مهم ټکي تاسې ته وړاندې کړو:
۱- نور باید پټ تړونونه لاسلیک نشي.
۲- ټول هېوادونه باید د خپلو وسلو او وسله والو ځواکونو د کمېدو په لټه کې واوسي.
۳- ملي خودمختاري باید د هر هېواد خلکو ته اجازه ورکړي، چې خپل ځانونه په خپله اداره کړي، نه داسې چې بل هېواد دي د هغه هېواد اداره کنټرول کړي.
۴- ټول هېوادونه باید د ملتونو په لیګ کې ګډون ولري.
د ورسای د تړون شرایط
دغه تړون په یو لړ برخو لکه ځمکني، پوځي، مالي او عمومياتو باندې وېشل شوی دی.
ځمکني
له جرمني څخه لاندې سیمي ونیول شوي:
الساس- لورین د فرانسې لخوا
یوپین او مالمیدی د بلجیم لخوا
شمالي شلسویګ د ډنمارک لخوا
هالټسکین د چکسلواکیا لخوا
لویدیځه پروسیا، پوزین او پورتنۍ سایلسیا د پولنډ لخوا
سار، ډانزیګ او میمل د ملتونو د لیګ تر کنټرول لاندې راغلل او د همدغو سیمو خلکو ته اجازه ورکړل شوه تر څو د ریفرانډوم له لارې وکولای شي چې ایا غواړي په جرمني پوري تړلي پاتي شي او که نه.
همداشان په سمندر کې د جرمني ټولي مستعمري د ملتونو د لیګ تر واک لاندې راغلي. له بلې خوا، جرمني اړ شو تر څو روسیه ته هغه سیمې چې د بریسټ-لایټوسک په تړون کې یي نیولي وي، بیرته ورکړي. چې ځیني همدغه سیمې په نویو هېوادونو لکه ایسټونیا، لیتوانیا او لاتیوا باندې بدلي شوي او زیاتره سیمه یي پولنډ ته ور په برخه شوه.
پوځي
د جرمني پوځ د عسکرو شمېر ۱۰۰۰۰۰ ته را ټيټ شو. جرمني پوځ اجازه نه درلوده چې ټانک او هوايي ځواک ولري. یوازې د شپږ کپیټال سمندري کښتۍ درلودلو اجازه یي درلوده. د رینلینډ لویدیځه سیمه او د راین سیند ختیځ ته پرته ۵۰ کیلومتره سیمه په غیرپوځي زون(DMZ) باندې بدل شو. همدې زون ته اجازه نه وه چې کوم جرمنی عسکر او یا جرمنۍ وسله ورشي. متحدین باید د ۱۵ کلونو لپاره د راین سیند لویدیځي غاړي په اشغال کې ولري.
 


مالي
 جرمني ته د صنعتي مهمو سیمو له لاسه ورکول د هغه د اقتصاد د بیارغوولو لپاره یو ورانوونکی توپان و. د سار او پورتني سایلیسیا ولایتونو سکاره د مهم اقتصادي بایلي په معنی و. اوس جرمني ته معلومه شوي وه، چې متحدین نور هېڅ نه غواړي، پرته له دي چې جرمني یو مخ له اقتصادي ماتي سره مخامخ شي.
همداشان، جرمني له اطریش سره له یو ځای کېدو څخه هم منع شوی و.
 


عمومیات
 دلته دری مهمي قضیي دي:
 ۱- جرمني باید د جګړي د پیلولو بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي. البته دا د همدې تړون ۲۳۱ فقره وه-  د (جګړي د جرم فقره)
۲- جرمني لکه څرنګه چې په ۲۳۱ فقره کې راغلي چې د جګړي د پیلولو مسوولیت یي په غاړه دی، نو باید د لومړۍ نړیوالي جګړي ټول تاوانونه پر غاړه واخلي. البته د جګړي ټول تاوان ۳۱.۴ میلیارد د هغه وخت امریکايي ډالر و، چې همدا مبلغ په ۲۰۱۲ کال کې برابر دي له ۴۴۲ میلیارد امریکايي ډالرو سره. چې په هغه وخت کې د جرمني له خوا د دومره پیسو ورکول یو ستونزمن کار و.
۳- د ملتونو لیګ رامنځته شو تر څو په نړۍ کې سوله وساتي.


په حقیقت کې، د همدې تړون لومړنۍ ۲۶ فقري د ملتونو د لیګ په سازمان پوري اړوند وي.      
 
د ورسای د تړون په هلکه د جرمني د خلکو غبرګون
که څه هم په لومړي سر کې جرمنیانو ته د متحدینو له خوا ویل شوي و، چې د تړون ټولي مادي به د دوئ په مشوره سره لیکي، خو دا کار هېڅ و نشو او یوازې څو ورځي د تړون لاسلیک کولو ته پاتي وي چې، جرمنیانو دا تړون ولوست او نور کار تر کار تیر وو او هغوئ هېڅ هم نشوای کولای پرته له دې چې تړون لاسلیک کړي او همدا وو چې د ۱۹۱۹ کال د جون د میاشتې په ۲۸مه نېټه د فرانسي د ورسای د ښیښو په تالار کې یي همدا تړون لاسلیک کړ.
کله چې د تړون شرایط ټولو خلکو ته اعلان شول، نو په جرمني کې پراخي مظاهري وشوي. او دا چې همدا تړون پر هغوئ باندې په زور ومنل شو نو دا تړون د ډیکټیټ په توګه وپیژندل شو. په جرمني کې زیاتره خلکو نه غوښتل چې دا تړون لاسلیک کړي، خو هغه استازي چې پاریس ته تللي وو، هغوئ له دې پرته کوم بل چانس نه درلوده. البته جرمني ته دوه چانسه ورکړل شول: ۱- د تړون لاسلیک کېدل او ۲- د متحدینو له خوا پرې تیری.
نور اړوند د سولي تړونونه
له اطریش-هنګري، بلغاریا او ترکيي هېوادونو سره چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني متحدین و، هم ورته چلند وشو. اطریش- هنګري اړ شول تر څو د سولي دوه بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي، او باید دواړه د دوو بېلابېلو هېوادونو په توګه پاتي شي. اطریش باید د سینټ جرمن تړون لاسلیک کړي او هنګري د ټریانون تړون.
دواړه هېوادونه باید دوه بېل هېوادونه واوسي او دواړه خپلي پراخي سیمي خپلوګاونډیو هېوادونه ته ور پریږدي. د چکسلواکیا هېواد د همدغو دوو هېوادونو له ځمکي څخه جوړ شو او همداشان زیاتره سیمه يي پولڼد، رومانیا او یوګوسلاویا ته ورکړل شوي د اطریش یوه برخه ایټالیا ته ورکړل شوه. دواړو هېوادونو باید خپلي پوځي وړتیاووي را ټیټي کړي او د جګړي تاوان ورکړي، خو نه دومره لکه د جرمني په غاړه چې ور اچول شوی و.
بلغاریا باید د نیولي تړون لاسلیک کړي. بلغاریا هم خپله ځمکه نوي جوړ شوي هېواد یوګوسلاویا ته ورکړه، په پوځي وړتیا کي کمی راولي او د جګړي تاوانونه ورکړي.
ترکیي هم باید د سیورس تړون لاسلیک کړي. ترکیې په اروپا کې خپله ټوله ځمکه له لاسه ورکړه. هغه عربي هېوادونه چې یو وخت د بریتاني او فراسي مستعمري وي، د ملتونو د لیګ په ولکه کې ورغلل چې واګي يي د فرانسي او بریتايي په لاس کې وي او کله چې همدغو هېوادونو د خپلو هېوادونو د ساتني لپاره چمتووالی وښود، نو انګریزانو او فرانسویانو ټولي واګي هغوۍ ته ورکړي. په دې لړ کې سوریه او لبنان د فرانسي شول او عراق، اردن او فلسطین بیا د بریتانیا وختل.
د بریتانیا، فرانسي، یونان او ایټالیا هېوادونو د ترکیي هغه سیمي چې د کوچنۍ اسیا په نوم مشهوري دي تر خپلې ولکي لاندې راوستلي.
د ژباړن یاددښت: که چیرته تاسې د جرمني تاریخ په مفصله توګه سره مطالعه کړئ، نو درته معلومه به شي، چې جرمن نسل له وژونکو او تباه کوونکو پیسو څخه څرنګه بیرته په خپلو پښو دریدلی او څرنګه یي ځان بیرته د سیالانو سیال کړی. له لومړۍ نړیوالي جګړي وروسته، جرمني ټوټه ټوټه شو، دروند مالي جبران یي په غاړه واخیست. خو یوازې د۳۰ کلونو په ترڅ کې بیرته خپلواک او په خپلو پښو ودرید او یو ځل بیا یي نړۍ په ډار کې واچوله. دې ته ورته په ۱۹۴۵ کې د نازي حکومت په پای ته رسیدو سره او لویدیځ او ختیځ باندي د جرمني په ټوټه کېدو سره جرمنیان یو ځل بیا د ۱۹۹۰ کال د اکټوبر په دریمه نېټه سره واحد جرمني شو. او په ۲۰۱۱ کال کې چې په اروپا کې مالي کړکېچ رامنځته شو، یوازینی هېواد چې هېڅ ضربه یي ور نه کړه، هغه جرمني و. په هر صورت، موږ افغانان ولي دومره شاته پاته یو؟ په کال ۱۸۹۳ کې د امیر عبدالرحمن خان او انګریزي-هند تر منځ چې د مدللو اسنادو له مخې د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د ۹۹ یا ۱۰۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، ولي تر اوسه پورې چې نږدي ۱۱۹ کاله یي وتلي، لا له منځه نه ده تللي؟ د بریتانیي د قانون له مخې له افغانستان سره د ډیورنډ د کرښې موده ۱۰۰ کاله وه چې باید دا کرښه په کال ۱۹۹۳ کې له منځه تللي وای او پښتونستان او بلوچستان بیرته افغانستان پورې الحاق شوي وای، خو تاسې شاهد واست چې په ۱۹۹۳ کال کې د کابل له زړه څخه څنګه ویني څڅیدي. ستاسې په فکر افغان ملت چې په دي تیرو ۱۱۹ کلونو کې د خپل ځان لپاره یو خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړ نه کړای شوای، نو ایا په راتلونکو ۱۰۰۰ کلونو کې به دا ممکنه وي چې موږ دي د ډیورنډ کرښه له منځه یوسو؟ زما په فکر سره چې که موږ همداسې روان واوسو نو د نورو  کرښو د جوړیدو تمه به هم بې ځایه خبره نه وي.