کور / هراړخیز / د هلمند ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د هلمند ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د هلمند ولایت د افغانستان د جنوب لویدیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د کندهار ولایت، شمال ختیځ ته یې د ډایکنډي او ارزګان ولایتونه، شمال ته یې د غور ولایت، لویدیځ ته یې د فراه او نیمروز ولایتونه او جنوب ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې د آزادو قبایلو په نامه د پښتنو او بلوڅو سیمې موقعیت لري.
 
د هلمند ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 1,219,200 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د لښګرګاه ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له نهر سراج یا ګرشک، ناوه، نادعلي، کجکي، ګرمسیر، باغران، نوزاد، دیشو، موسی کلا، سنګین، خانشین، مارجه، میانشین او واشیر څخه عبارت دي.
 
د هلمند په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې به د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک شي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې، ښیرازۍ، سمسورتیا او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت:
د  هلمند  په ولايت كې په ټولیزه توګه 543 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 501 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 22 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم او 18 بابه دیني مدرسې او 3 بابه دارالحفاظونه)  6 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 473,133 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 11,880 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  5,600 تنه د سواد د زده كړې په 1,149 بابه كورسونو كې د 11,00  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت دي.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د هلمند په ولايت كې د 15,514,900 امريكايي ډالرو په ارزښت 226 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 180 پروژې بشپړې شوې، 20 پروژې تر کار لاندې دي او 26 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.
 
په 1389 کال کې د هلمند د ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 14,619 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د هلمند په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د 220 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…