ددې موضوع لومړئ برخه له دې ځايه ولولئ
دوهـــــمه برخه ۲۰۱۲ / ۰۳ /۱۳
آزاد ژورنالیست : ن . ولـی عبـد ا لله
په افغانستان کی د برطانی او امریکی له نظره د سوله ساتونکو پوځونو سوله ییز پروګرام له پلان سره سم په بریالیتوب سره روان دی ، سږ کال لاتراوسه د هری ورځی په هرساعت کی د بیلابیلو پټو او ښکاره پیښو تر څنګ یواځی دری پیښی تر پرده راووتی چی د لویدیځو مطبوعاتو په اصطلا ورته اشتباه وایی…
که لویدیځی رسنی په پرله پسی توګه وڅاری نو پدی خبره به پوه شی چی لوید یځ مطبوعات خپلو جنایتنونو ته اشتباه او د نورو اشتباه ګانوته د جنایت خطاب کوی .
د قندهار په پنحوایی کی وروستی افغان وژنی ته لویدیځوالو هم همداسی یو دلیل را پیدا کړی دی چی ګواکی دغه سوله ساتونکی پوځی روانی ناروغی لرله ، او د امریکی د قانون په اساس روانی ناروغان او نشه خلک د جنایت په مهال یو لړ قانونی برأتونه یا معافیتونه لری چی په ځیتنو تطبیق او ځینو هم نه تطبیق کیږی ، د دغه سرتیری هویت مخکی تر دی چی اعلان شی له افغانستان څخه وو ایستل شو او اوس د کویت په اسلامی هیواد کی ترینه هرکلی کیږی .
د امریکی او افغانستان تر مینځ یو بل ته د مجرمینو د سپارلو په باب کوم تړون ندی لاسلیک شوی خو کوم قانون چی په شفاهی توګه د افغانستان په اسلامی جمهوریت کی د تطبیق وړ دی ، دا دی چی زموږ مشر ورور امریکا کولای شی چی په افغانستان کی شخصی زندانونه ولری او افغانان په هغه کی بندی ، شکنجه او محاکمه کړی چی د افغانستان اسلامی جمهوریت مشرتابه هم پری سترګی پټوی ، خو د پرنګی او امریکایی جنایت کارانو لپاره د ننه په افغانستان اسلامی جمهوریت کی د محکمی کوم قانون نشته .
همدا سږ کال په افغان مړیو باندی میتیازی کول ، د قران عظیم الشان سوځول او دا ځل هم د سباوون په سپینه لمنه کی چی افغان معصوم ماشومان د بیوزلی د ناز په خوب ویده ول یو امریکایی سوله ساتونکی پوځی په یو ویشتمه پیړی کی د یزید شبخون پری جوړ کړ ، او پدی توګه لویځو مطبوعاتو یوځل بیا له پیښی نه د تیښتی او بلی خواته د خلکو د پام اړولو په منظور له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ عیسوی کال کی دخپلو سوله ساتونکو پوځونو د را ایستلو تبلیغ پیل کړ .
په ۲۰۱۴ عیسوی کال کی د سوله ساتونکو سرتیرو را ایستل څه معنی لری ؟
په ۲۰۱۴ عیسوی کال کی نړیوال سوله ساتونکی سرتیری په افغانستان کی له جګره ایزو عملیاتو په شاه کیږی ، نه له افغان خاوری څخه ـ او د نړی بل کوم خوار هیواد کی به نوی پوځی تیری ته استول کیږی او پدی توګه به افغان پوځ ، افغان پولیس او او افغان مخالف وسله وال په خپلو منځونو کی یوپل وژنی او لویدیځوال به په ډیر سخاوت د غو دریو خواووته وسلی ورکوی ، خو د امریکی او برطانی پوځی اډی به په افغانستان کی په خپل ځای پاتی وی او د افغانستان امریکی د نامعلومه پوځی ستراتیژیک تړون پر اساس به امریکا پداسی حال کی په خپلو اډو کی په ستراتیژیکو پروګرامونو بوخت وی چی د افغانستان اسلامی جمهوریت او د جهاد اتل مشران به په پیسو ټولو بوخت او دبی خبری په حال کی به له ځانه سره دا سند ره بولی چی : ته یی مه کړه ، چی دا څه کړی … ؟
د انګریزانو لپاره د افغانستان دنیولو خوب کابو دری پیړی وروسته په حقیقت بدل شوی دی او دغه موده د برطانوی هند له وخته راپدیخوا د افغان او انګلس لومړی ، دوهمه ،او دریمي جګری ، د دیورند کرښه ، د شاشجاع او بچه سقاو لوبی ، د غازی امان الله خان نسکورول دثور انقلاب په وینو لړل ، د جعلی اسلام او مجاهدینو د ناورین راوستل ، له ریښتینی اسلام او پښتنو سره دښمنی ، او حتی همدا اوس د افغانستان له سیاسی بهیر څخه د افغانانو د ملی شخصیتونو لری ساتل دغه ټول په دی معنی دی چی که یوه تنکی غرڅه د یوه حریص لیوه منګولوته ورشی دغه وږی لیوه به په خپل دغه ښکار کومی نخری ونکړی او تر پایه به یی څومره وو نه زبیښی ؟
یهودان په دی عقیده دی چی هر هغه ملت یا خلک چی په خپلوکی سره جلا یا تقسیم شی ـ هغه ملت ډیر ژر مری ـ خو که همدغی مسله ته د افغان دښمنو له سترګو وګورو د افغان ولس په خپل مینځ کی ویشلو باندی تر هرڅه زیات کار کوی چی د تیرو دیرشو کلونو د مجاهد او کمونیست ، پښتون او تاجک ، سنی او شیعیه ، دموکرات او تروریست دسیسی یی تر ټولو ترخی بیلګی دی.
د افغانانو په باب همدا اوس حقیقت دادی چی هره ډله ، قوم ، تنظیم ، او سیمی چی دی ځانونه د افغانستان د یوه ملت یوه برخه نه بلکه له افغانستان څخه یوه جلاشوی برخه بولی چی دا خپله د یوه ملت د مرګ پیغام دی.
په افغانستان کی روانه جګړه د زمان له پلوه تر لومړی او دوهمی نړیوالو جګړو څخه چی دواړه سره یوځای کړو هم اوږده شوه او د پای ټکی یی لاهم نه لیدل کیږی .
همدا اوس امریکا ـ پرنګیان دا لوبه لوبوی چی ګواکی په ۲۰۱۴ عیسوی کال کی به له افغانستان څخه وځی ـ
ایا تاسوپه رښتیا هم دا خبره منی چی امریکایی پوځونه به په ۲۰۱۴ عیسوی کال کی په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځی ؟ ایا کله مو له ځان څخه دغه پوښتنه کړی چی د جرمنی او جاپان په سینه باندی د امریکایی او پرنګی پوځونو ډډه وهل څه معنی لری ؟ او د نړی په نورو له سلو څخه زیاتوهیوادونو کی امریکایی پوځی اډی څه کوی ؟ او دغه معاصر فرعون به له افغانستان څخه د وتلو په وعده وفا وکړی ؟
ګمان کوم چی ځواب ډیر ساده دی او هغه دا چی نه: حق نه ورکول کیږی ، بلکه حق اخستل کیږی ـ په دی معنی چی پردی پوځونه له یوه اشغالی هیواد څخه په خپله خوښه نه ووځی بلکه شړل یا ایستل کیږی .
او بلاخره هم له تاسو ښاغلی لوستونکی څخه پوښتم چی د افغانستان د ستراتژیک پوځی تړونه له محتوی څخه چی هــد ف اوجزییات یی څه دی تاسو پخپله د یوه افغان روشنفکره په توګه څومره خبر یاست ؟ او کوم هغه کسان چی ستا او زما په نمایندګی دغه تړون لاسلیک کوی چا د دی ملت د استازی توب حق ورکړی دی ، ایا د افغنستان واکمنانو د افغانستان د ستراتیژیک پوځی تړون په باب ریفراندم یا د خلکو نظر ته مراجعه کړی ؟ او آیا افغانان په دوی څومره اعتبار لری چی دوی به زما او ستا د نماینده ګی او د فاع کولو اهلیت او شرافت ولری.
د یو ویشتمی پیړی ستراتیژیکه وسله ـ اتومی وسله ده ـ نه ټانک او ټوپک ، د دریمی نړی پوځی اشغال په یقین سره چی د اتومی وسلو د اډو جوړول دی نه د جنکی الوتکو د ډګرونو جوړول چی ستنګر یی مدافعه کولای شی ، د دریمه نړیواله جګره د پرسونل جګره نه بلکی اتومی او د اقمارو جګره ده .
د اافغانستان جغرافیه چی د سمندر له سطح څخه ۸۰۰۰ فیټه اوچته پرته ده په سیمه کی د چین او روسیه په شاهرګ تیره چاړه ده ـ خو داچی چین او روسیه د انګیس او امریکی د ستراتیژیکی عمل په وړاندی څه ډول عکس العمل کوی د نړی د سترو قدرتونو پوځی محرم اسرار دی چی د شواهد و را ایستل یی د نړی مطبوعاتو ته ناممکن دی.
او په پای کی همدا افغانستان دی چی انګریزان او امریکایان به یی په لوی لاس د لویو قدرتونو د سیالی ډګر ته ټیله کوی او د روانی پیړی د لویی بلاخوله ته یی ور اچوی. خو افغانان ددغه ناولی پلان په وړاندی د خلاصون یوه لار لری او هغه د افغانستان د ناپیلتوب بیرته احیا او په خپلوکی د ملی وحدت خوندی ساتل دی او بس …
پای