آيساف د ملاريا پر وړاندې د جګړې لپاره د غوماشو جالۍ وويشل
کابل، افغانستان (دمارچ 30 نېټه) – په سويل افغانستان کې د آيساف لوژستيکي ډلې د ملاريا پر وړاندې د جګړې په موخه د جمعى په ورځ سپږ ټنه د غوماشو جالۍ د هوا له لارې هلمند او ارزګان ولايتونو ته واستول.
د نوموړو جاليو څخه به په سوېل کې په ښارونو او کليو کې ترينه ګټه واخيستل شي، چېرته چې ملاريا د زرګونو افغانانو ژوند ته يو موسمي ګواښ ګــڼل کيږي.
د کندهار په هوايي ډګر کې د ګډ خوزښت د قطعي څخه په هــوايي ځــواکــونو کې بريد من ټم فروګ لي وويل:” دا يو ډېر ښه موقع ده چې افغانانو لپاره يو بدلون منځته راولو. په سوېل کې اکثر افغانان ډېر غريب دي چې دملاريا ضد درمل يا جالۍ په بيعه واخلي او ددې هوايي مرستى څخه بغير کېداى شي په سلګونه ځايي وګړي د ملاريا په ناروغيو اخته شي او دا رنګه زيات وګړي به خپل ژوند له لاسه ورکړي.”
د هلمند او ارزګان ولايتونو هر يو ولايت 3000 زره جالۍ تر لاسه کړې. په راتلونکي څو ورځو کې به ، د ولايتي بيا رغاونې ډلې به د عامې روغتيا ولايتي رئيسانو ته جالۍ تسليم کړى ، نوموړي رئيسان به د جالۍ د تنطيم او ترتيب څخه وروسته محتاجو کورنيو باندې وويشي.
ډګرمن اشلي کروفټ يو پوځي ډاکټر چې اوس مهال په افغانستان کې د آيساف په عمومي قوماندانۍ کې د عامى روغتيا سلاکار په توګه دنده ترسره کوي داسى وويل:” نوموړي جالۍ د ملاريا پر وړاندې مبارزى د پاره يوه ساده او ډېره مؤثره لاره ده. غوماشي د شپې لخوا چيچل کوي او نوموړي جالۍ د زياتى مودې لپاره د حشره وژنکي دوا په وسيله درمل شويده کوم چې لږ تر لږه د دوو کلونو پورې د حشراتو په وړاندې مقاومت کوي ، خو د بشر لپاره په بشپړه توګه خوندي دى.”
همدارنګه په هلمند او کندهار ولايتونو کې ميشتو د ولايتي بيارغونى ډلې 10،000 درمل شويو جالۍ ګانو فرمايش ورکړى او پلان لري چې نوموړي اضافه جالۍ به د مى د مياشتې څخه وړاندې وويشي، چې نوموړې مياشت د افغانستان په سهيل کې د ملاريا په ناروغيو د اخته کيدو يو عادي وخت ګــڼل کيږي.
د ملاريا ناروغۍ د غوماشو څخه را منځته شوې ناروغي ده چې د افغانستان په سهيل کې په عادي توګه د اوړي د مياشتو په اوږدو کې د يو کس نه بل کس ته ليږديدوله کيږي. هر کال په افغانستان کې يو مليون افغانان د ملاريا په ناروغيو اخته کېږي او يو زيات شمېر چې اکثره حامله ښځې او ماشومان ددى ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.