وروسته تر هغه چي امريکايانو د تېري يکشنبې په ورځ په زنګاوات کي د بې ګناه کسانو پر کورونو بريد وکړ او شااوخوا ١٦ تنه ئې شهيدان کړل او ٥ تنه نور ئې ټپيان کړل نن د پېښي د پلټني په موخه د کابل څخه راغلى پلاوى چي مشري ئې لوى درستيز شېرمحمد کريمي کوي ولاړى او هلته ئې د پېښي په اړه د خلکو سره مخامخ خبري وکړې .
ياد پلاوي چي پکښي اسدالله خالد، د ولسمشر دوه وروڼه ، د کندهار والي، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړي پکښي شامل دي او مشري ئې لوى درستيز شېرآغا کريمي کوي لومړى د شهيدانو سوو کسانو په فاتحه کي ګډون وکړ او وروسته ئې د ولسمشر نقدي مرسته هم د قربانيانو و کورنيو ته تسليم کړه.
نوموړو په دې اړه وويل چي راپور به ټکى په ټکى څېړي او پايلي به ئې ولسمشر کرزي ته سپاري .