کله چي د امريکايانو له لوري شااوخوا ٢١ تنه بې ګناه کسان د کندهار ولايت په زنګاوات نومي سيمه کي د خوب په وخت کي په شهادت ورسېدل نو د يوشمېر غبرګونو په ترڅ کي د مشرانو جرګې غړو هم د يوې ورځي له پاره د جرګې تالار وتاړه .
د جرګې عمومي رئېس فضل هادي مسلميار د سناتورانو تر غوښتني وروسته د هغوى سره په ګډه د جرګې له تالاره ووت.
نوموړي د خبريالانو سره په خبرو کي د افغان دولت څخه په کلکه وغوښتل چي پېښه جدي وڅېړي او عاملين ئې په افغانستان کي دننه محاکمه کړي.
خو د امريکا د دفاع وزير بيا وايي که چيري عاملين ګرم ول نو بايد خپله سزا وويني خو هغه د افغانستان دننه نه بلکي په امريکا کي.
دا لومړى ځل نه دئ چي بهرنيان بې ګناه افغانان په شهادت رسوي بلکي سلونه ځله داسي سوي خو يوازي او يوازي د بخښني په غوښتلو جبيره سوي.