د ذهانت، جرات او مزاحمت مثال
ملاله يوسفزۍ يوه ديارلس کلنه پښتنه خورکۍ، هغه وخت چي سوات د طالبانو و، دې به په بي بي سي اردو ډاټ کام کي د “ګل مکۍ” په قلمي نوم ډايري ليکله، په دې ډايري کي په خپله د هغې يو داسي کريکټر و، چي په زړه کي يې د لمبه لمبه مکتبونو په ردِعمل کي احتجاج لمبې کولې، د سايل خبره:
ملالې خود به دي لمبې کولې
چي له لمبو نه دي جامې کولې
د پښتنو د وطن مزاج داسي دی، چي څوک د لمبو په جامو کي لکه ګل وځلېږي يا په سرو وينو ورنګېږي، نو هغه د خپل تاريخ په غېږ کي سنبهال کړي. موږ دا وخت د زمانې پر يو داسي پړاؤ ولاړ يو، چي د لمبو په جامو کي ځلېدونکي ګلان دي ولرو، په وينه سره بدنونه نور نه شو زغملی، دا هسې هم نور ډېر د ګټې کار پاتې نه شو، د جنګ طريقه بدله شوې ده، د غېرت او مېړانې معيار بدل شوی دی. يوه خبره درته وکړم، دا ټپه نه ده چي:
سوری سوری په ګولو راشې
د بې ننګۍ آواز دي مه راځه مئينه
ددې ټپې له تاثر څخه که غېرت را بهر کړل شي، نو دا به د ګټې کار وي، نور بايد د ننګ او غېرت پر معاصرو زاويو غور وشي، د سوريو سوريو لاشونو خلاف احتجاج کوونکې دې پښتنې خورکۍ ملالې يوسفزۍ خپل آواز په انټرنيټ کي د بلاګنګ په ذريعه نړۍ ته رساوه، وطن خاموش و، سندرې خاموشې وې، تبصرې خاموشې وې، د “ګل مکۍ” ياداشتونه د ويرې په درنه خاموشي کي يو توانمن آواز و، دې آواز د خپل ميوند له پخواني آواز سره د نوې زمانې ننګ ته په پام سره ډېر مشابهت درلود، چي که د خپلو ښوونځيو دفاع ونه کړئ، نو خدايزاده چي بې ننګۍ له مو ساتي. د ګل مکۍ دا غږ د هغې د قام د درست نسل غږ و، د هغې په زړه چي څه تېرېدل، دا د هغې د عصر د هر هغه ماشوم او ماشومې په زړه تېرېدل، چي د دهشت په سايو کي درنې بستې په شا مکتبونو ته روان و، هره شېبه په دې ويره کي، چي اوس به مکتب په بمونو والوځول شي، اوس به يې څوک اغوا او څوک ووژني، د هرماشوم او هرې ماشومې په شا د يو پلار او يوې مور زړه و، په دې زوړونو دوې غبرګولۍ غميزې تېرېدلې، که خپل اولاد مکتب ته لېږي، ژوند يې په خطره کي دی او که يې مکتب ته نه لېږي، مستقبل يې په خطره کي دی. دا د انساني تاريخ يو داسي زړه لړزونکی داستان دی، چي مثال به يې په ګرانه پېدا شي، تر ټولو زيات مکتبونه او ماشومان په نخښه دي، د دې د تحفظ يقين دهاني په ډېرو خونړيو جنګونو کي هم شوې، خو دلته کي هيڅ يقين دهاني نه وه، د ۲۰۰۹م کال د جنوري د مياشتې په ډايري کي، ملاله يوسفزۍ کله په خوب کي د آرمي هيلي کوپټرونه او طالبان ويني، چي له خوبه راپاڅي د جينکو پر تعليم د لګول شوي بنديز نوټس ويني، د يو سړي آواز اوري، “زه به تا وژنم”. ملاله کله سهار راپاڅي، د پلار له خُلې اوري چي بيا په ګرين چوک کي درې کسه ځړول شوي دي، هغه ځايونه چي ملاله به له خپلو دوستانو سره په پکنک ورتله، هغه ځايونه اوس په مېدانِ جنګ بدل شوي دي. د ملالې په ښوونځي کي طالبعلمانو رنګيني جامې اغوستي، په يونيفارم پابندي ده، ښوونځی يوه کورنۍ ننداره ښکاري. د ملالې د ښوونځي پرنسپل د يخ رخصتۍ اعلانوي خو دښوونځي د بيا پرانيستنې اعلان نه کوي، ټولې جينکۍ په شمول د ملالې په داسي موډ له ښوونځي څخه وځي، لکه چي بيا په دې لار نه راځي.
د ملالې يوسفزۍ د سوات سلګونه مکتبونه چي له خاورو سره خاورې کېدل، د پښتونخوا څخه په بهر پاکستان کي يې چا په هکله هيڅ ردِعمل نه درلود، نن چي د دې مکتبونو د تحفظ په ننګ د غږ پورته کوونکې ملالې يوسفزۍ نوم نړېوال امن ايوارډ ته وړاندې کړل شو، نو هغې ته د پاکستان لور وئيل کېږي، ملاله يوسفزۍ د پاکستان لور نه ده بلکې د پاکستان لور عافيه صديقي ده. عېن لکه ډاکټر عبدالسلام چي د پاکستان زوی نه و ،خو فېصل شهزاد د پاکستان زوی دی. د بلوڅو د ملاليو او ګل مکيو خويندو شازلمي او ګلالي وروڼه د پاکستان زامن نه دي، د پښتنو ملاليانې او ګل مکيانې چي د رياست د جوړ کړي غويمنډ په چورلېدونکي پروسه کي هجرت کوي، له پښتونخوا بهر چرته هم د تللو اجازت نه لري، دا پاکستان دی، دا يې د شهريت طريقه ده، د مريتوب د شهريت په دوزخ کي له کلونو ملالي ښايستونه سوځي، همداسي يې په افغانستان کي وکړل، همداسي يې د مهاجر او انصار په رشته کي وکړل، افغانۍ ملاليو ته خپل پېښور اجنبي و. سايل وئيلي و:
د پېښورو پښتنو خويندې افغانۍ ملالې
خپل پېښور ته چي راځي نو هم په ورکه راځي
سايل دا هم وئيلي و:
خرڅې کړې وړو د پېښور په بازارونو کي
څومره شوې ارزانه د ملالې د سالو ايرې:
او چي سوات د ايف ايم مُلا شو، نو توقع وه چي زموږ شاعران به “سوات نامې” وليکي، ليکن تر توقع ډېر کم خال خال وړې وړې پارچې وليکل شوې، شهکارونه تخليق نه شو.
اجمل صاحب “د غېرت چغه” کي ملالې ته د منسوب ټپې په تاثر کي خپل مشهور نظم (د غېرت چغه) ليکلی و:
چرته توده وينه به نه يې چي واوري؟
چرته کي سره وينه به نه يې چي واوري؟
زه د وطن د شهيدانو وينه
يو ارماني غوندې فرياد کومه
نن هم د پښتونخوا د شهيدانو وينه يو ارماني غوندې فرياد کوي، ليکن “کس سې منصفی چاهين”. منصف، د پاکستان په قابلِ احترام عدليه کي يوه ترهګر ته هم سزا وانه ورول شوه، د حېرانتيا خبره هم نه ده، ځکه چي عدليه له صدر زرداري سره په انصاف مصروفه ده، عدليه د ملک د بهتر مستقبل په خاطر غواړي، چي صدر زرداري زر تر زره له ايوانِ صدر څخه بهر وغورځوي، په دې مصروف وخت کي د شهيدانو د وينې حساب نه شي کېدی. پاکستان ددې شهيدانو وينه نړېوالې ټولنې ته د خپلې قربانۍ په توګه ورحسابوي، په اصل کي دا د ترهګرو کارنامه ده، چي دا وينه پاکستان ته د خپل “کنټريبيوشن” په توګه ور وحسابوي. د ملالې يوسفزۍ په غږ کي د خپلو شهيدانو د وينې يو ارماني غوندې فرياد پورته کېږي، په دې فرياد کي يوه مقدمه ده، د نړېوال ضمير په نوم په دې مقدمه کي د پښتنو خلاف د شوي بربريت ثبوتونه موجود دي.
د پاکستان غېرت برګېډ جهادي مېډيا چي د ترهګرۍ په حواله هيڅ موقف نه لري بلکې سرچپه ترهګرو ته اخلاقي جواز ورکوي، ملالې يوسفزۍ ته په کوريج ورکولو يې هيڅ مننه نه کوو بلکې د يو اسانه فيچر جوړونې ذريعه يې ګڼو. دا مېډيا د ملالې يوسفزۍ د خاورې له حق سره هره شېبه ناانصافي کوي، د ملالې د وطن د شهيدانو د وينې په هکله هيڅ څرګند موقف نه ورکوي بلکې ددې په ردعمل کي غېرمتعلقه خرافاتي زاويې وړاندې کوي.
ملاله يوسفزۍ يوه افغانه لور ده، د افغانستان له جمهوري دولت څخه غوښتنه کېږي، چي پر دولتي کچه ددې ماشومې لپاره د ډاډګيرنې او لمانځنې يوه دستوره ترتيب کړي، په هم دې طريقه قامي وياړونه په خپل تاريخ کي سمبالېدی شي.
ملاله يوسفزۍ پر دې روايتي او غېرفطري اپروچ يقين نه لري، چي د قام خدمت يوازې ډاکټر يا انجنئير کولی شي بلکې هغه غواړي، چي سياستدانه شي، دا د خدمت تر ټولو ښه لاره ګڼي او باچاخان، بېنظير بهټو او بارک اوباما خپل آئيډيل سياستدانان ګڼي. د خپل قام د مستقبل دا هيله چي د سياست په ونه کي به ټوکېږي، د دې دو درو کارونو هيله مو ترې کېږي چي:
۱. د پښتنو د خاورې دا ملاله به ځان د پاکستانيت د سياست دلدل ته نه غورځوي بلکې د خپل قامي سياست برخه به وي.
۲.افغانيت به يې د سياست مرکزه وي.
۳. عقل، دليل او دانش به يې د سياست معيار وي.
وزيراعظم ملالې يوسفزۍ ته پنځه لکه روپۍ او قومي امن ايوارډ ورکړ، له دې سره د پښتونخوا وزيراعلی د پنځه لکه روپيو اعلان او د ملالې د مطالبې پر بنياد په مينګوره کي د زنانه کالج د جوړولو منظوري ورکړه، د دې مننه په دې پکار ده، چي همدا حکومتي اتحاد په پښتونخوا کي د امن د قيام په پروسه کي سنجيده و، ملاله يوسفزۍ ددې سنجيدګۍ اعتراف کوي.
چا هم چي دا ديارلس کلنه ماشومه پر ټي وي چېنلونو اورېدلې وي، هغه به ليدلي وي، چي په دې ماشومه کي د تبصرې او تجزيې څومره زبردست قوت پروت و، په ځان يې اعتماد و او په خپله خبره يې اعتماد و، د اتم کلاس ددې ماشومې وژن تر هغو لويو لويو ډګري يافته قامتونو زيات و، چي د بربريت خلاف د خبرې کولو جرات نه لري. ملالي په يوه مرکه کي ووئيل چي هغې به کله په سوات کي د نجونو په تعليم پابندي ليدله، نو هغې به داسي محسوسوله، لکه چي يو وار بيا هغه زمانه راغلې ده، چي خلکو به ژوندۍ نجونې په ګورونو کي ښخولې.
د پښتنې خاورې ددې ماشومې ملالې د مزاحمت ادا ثابتوي، چي ترهګر په دې خاوره کي هيڅ فکري بنيادونه نه لري، تخريب د پښتنې خاورې په بدن کي له بهره پيچکاري شوی دی، د ملالې د سوځېدلي او بايللي جنت پړه پر دوزخي سټېټ ده، هغه د صديق کاوون توفاني خبره “مُلا بې سته په جنت ننوت”. د جنت د لنډې لارې په دهوکه د ملالې جنت برباد کړل شو، انسانيت پکي له غميزو سره مخامخ شو. نن د لروبرافغان ډېرې ملالې احتجاج کوي، د ترهګرۍ او تخريب مخالفت کوي، امن غواړي، تعليم، روزګار او سوکالي غواړي ، د جنسي امتياز خاتمه غواړي او د يو آباد او ترقي يافته انسانيت د ليدلو ارمان لري.