کور / شعر / د سعيد زابلي يو غزل اوڅو نظمون

د سعيد زابلي يو غزل اوڅو نظمون

غزل


چې د  سروشونډو بنګاوه دې راكړه


كاپرې څه غرقه نشه دې راكړه


بلا زړګى لرې بلا جانانه


وعده  دې هېره شوه وعده دې راكړه


اخير  د دومره مينې دومره بييه


خولګۍ دې راكړه خو يوه دې راكړه


نن چې موسكۍ شوې نن مې ځان وليدو


غوړ مې خيالونه كړو، ايينه دې راكړه


سعيد  واپس زابلي فطرت له ځمه


كابله وران مه شې دوكه دې راكړه


 


****


ښكلې


نن په ښار كې يوه ښكلې


شوه زما له څنګه تېره


د خيال لاس مې پسې وغځېد ناڅاپه


ما وې كوم سخي ساقى دى


مينا ګرځوي په لاس كې


**** 


افغان


دوى نارې وهي په زوره


له هيبته ډك ږغونه 


لمر ولاړ زموږ پر سر دى


بيا مې هم پوښتي او وايي


چې ته څوك يې له كوم ځايه


زه حيران يم ځواب نه راځې پر شونډو


خو په ذهن كې بلا سوالو ته مخ يم


دوى مې وينې چې ومخته يې تېرېږم


زه، افغان يمه، افغان يمه، افغان…


***


دار


كه فتوا مو كړئ عاجله لږ به ښه وي


ژر مې ځوړند كړئ د ښار په څلور لارې


ګناګار او كه سپيڅلې تر آيينه يم


دا خبرې به د وخت تاريخ ته پرېږدو


مګر قام ته يو پيغام هم ضروري دى


وخت تېريږي انتظار نور په كار نه دى


غواړم دغه پيغام ژر خپور شي په ښار كې


چې له داره سره مينه


د وطن د سوكالۍ، ازداۍ راز دى


****


وعده


مرغۍ پاس ځاله کې ناسته


زه د توت ډډې ته غلی


یو مرغه له لرې لرې په نغمو دی


طوافونه یې د توت پر سر ادا کړل


مرغۍ هم له ځالې ووته و ښاخ ته


… پر شنه پاڼه یې مشوکه کړه را تېره


د ماحول لمن یې ډکه له نغمو کړه


په شنو پاڼو کې یې شروع دی پټ بټانې


مازیګر په الوداع دی دوی مستي کړي


پرښاخونو په ټوپونو په نڅا دي


خو انسان لا د انسان وعدې ته ناست دی