کور / تازه خبرونه / د وزيرانو شورا غونډه دا ځل په مزار شريف کي جوړه شوه

د وزيرانو شورا غونډه دا ځل په مزار شريف کي جوړه شوه

د بلخ په  ولایت کی د افغانستان د ولایتونو په سطح د دولت د وزیرانو د شورا نوبتی غوڼډه د افغانستان د دولت د جمهور ریس په ګډون جوړه شوه مزار شریف د وروسته د جلال آباده د افغانستان دوهم ښار دی چی د وزیرانو د شورا غوڼډه پکی جوړیږی
د افغانستان دولت د چاور د اداری ریس فاروق وردک وویل چی ددی جلسو موخه ولایتونو ته ډیره پاملرنه ده ښاغلی وردک زیاته کړه:((په ولایتونو کی د وزیرانو د شورا د جوړیدو هدف ولایتونو ته د ښی پاملرنی ترڅنګ له نږدی نه د ولایتونو د ستونزو څیړل دی او هغه فرصتونه چی زمونږ په ولایتونو کی شته باید و کتل شی او ګټه تری پورته شی ))
ښاغلی وردک وویل چی د وزیرانو د شورا غوڼډی به په نوبتی شکل په ټولو ولایتونو کی جوړی شی او ښایی راتلونکی غوڼډه د بامیانو په ولایت کی  وی د بلخ ولایت دا غوڼډه د ملی و سیمه ایزی اجندا په اساس جوړه شوی وه په ملی اجندا کی د وچکالی غذایی موادو کمښت او د آمو سیندد اوبو نه د ګټی اخیستنی په موضوعګانو بحث وشو د وزیرانو د شورا د دارالانشا ریس فاروق وردک پدی هکله وویل:((مونږ نن د هرکله په شان ملی او سیمه ایزه اجندا درلوده په سیمه ایزه اجندا کی د بلخ ولایت والی خپل وړاندیزونه د چی د انکشافی پروژو په برخه کی وو جمهور ریس ته وړاندی کړل چی د پرنسیپ په اساس د وزیرانو لخوا ومنل شول او جمهور ریس کرزی هم مربوطه ادارو ته دنده وسپارله چی وړاندیزونه د په معیاری پروژو واړوی او کار د پری پیل کړی
 د ملی اجندا په برخه کی په وچکالی د خوراکی موادو په کمښت او همداراز د آمو سیند نه فاریاب ولایت ته د اوبو رسولو باندی خبری وشوی او همداراز نورو ملی موضوعګانو باندی هم بحث وشو ))
همداراز فاروق وردک وویل چی د تیرو کلونو په پرتله د افغانستان دولت د ادارو کاری ظرفیت ښه شوی او وځ په ورځ د ډیرو انکشافی پروژو د تطبیق صلاحیت یی هم زیاتیږی
د وزیرانو د غوڼډی په پای کی جمهور ریس کرزی او د افغانستان د کابینی غړیو د مزار شریف سمنګان یو سړک چی د مزار شریف ښار د روضی د غربی لوری نه پیلیږی او د سمنګان ولایت تر دره یی صوف ولسوالی ۱۴۰ کیلو متره اوږدوالی لری مخکی د آسیایی انکشاف بانک لخوا د ۶۷ ملیونه دالرو زیات لګښت جوړ شوی وو افتتاح شو .