کور / تازه خبرونه / د هلمند ولايت د ښځو چارو رياست ګواښ وکړ …

د هلمند ولايت د ښځو چارو رياست ګواښ وکړ …

٢٠٠٨مارچ٣٠

د هلمند ولايت د ښځو چارو رياست ګواښ وکړ که چيري يې ستونزو ته لا نور هم پاملرنه ونه سي نو ددغه رياست دروازې په په ټپه وتړي .

ددغه رياست چارواکي وايې برسيره پردې چي ورسره چا مرسته نه ده کړې نژدې زرو ښځو ته يې د بيلا بيلو کارونو زمينه برابره کړې دوئ د ښځو چارو وزارت په دې تورن کړ چي ګواکي غواړي په هلمند کي دي ددغه رياست دروازې وتړل سي .

که څه هم په تير کال کي د هلمند ولايت د ښځو چارو رياست ډېري لاسته راوړني لري او ددغه ولايت زياتي ښځي ددې جوګه سي چي په دولتي ادارو ، مؤسساتو او ياهم نور ځايونو کي دنده تر سره کړي .

خو ددغه رياست رييسې اغلي ميرمن فوزيه علومي د آريانا ټلوېزيون سره د يوې ځانګړي مرکې په ترڅ کي پر اړوند وزارت تور ولګاوه چي نه غواړي په هلمند کي دي د ښځو رياست فعاله وي او ښځو ته دي د کار زمينه برابره سي .

نوموړي زياته کړه چي که څه هم له ولايتي چارواکو څخه پرته ورسره چا مرسته نه ده کړې خو بيا هم دوئ په تېر يوه کال کي ددغه ولايت نژدې زرو تنو ښځو ته د بيلا بيلو کارونو زمينه برابره کړې او د سواد د زده کړو په کورسونو کي يې د انګليسي ، رياضي ، ديني علمونو تر څنګ يې د خياطۍ ، خامکدوزۍ ، وترنرۍ ، او د حقوقو په برخه کي زده کړي ورکړي دي .

اغلي ميرمن فوزيه علومي ګواښ وکړ چي که وزارت يې د راجستر سويو ښځو اسناد را ونه ليږي او ستونزو ته يې پاملرنه ونه کړي نو ددغه رياست دروازې به وتړي .

په هلمند کي د د ښځو پر وړاندي ددغو ستونزو برسېره نا امنيو هم د ښځو د پوهني او کار وبار په وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي دي .