کور / خبرتیا او پيغامونه / يو بل ځوان ژورناليست ساديم خان بهادر زوی ووژل سو

يو بل ځوان ژورناليست ساديم خان بهادر زوی ووژل سو

په ډیره خوشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلام ، علم او فرهنګ دوښمانانو یو بل ځوان خبریال په بې رحمانه ډول وواژه
انا لله و انا الیه راجعون
د پکتیکا ولایت د ورګون ولسوالی اوسیدونکی ارواښاد سادېم خان بهادرزوی چې د یوې سیمیزې (مېلمه ) راډیو مسئول او په همدې ولسوالی کې د ځوانانو د ټولنې مشر او بندسټ ایښدونکی وو په دین وطن او خپل کلتور مین شخص وو
ارواښاد بهادرزوی یو ډیر صمیمی او میناناک ځوان وو خپله خاوره او ولس ورباندې ګران وو هغه په دې کم عمر کې خپلې ژبې او د سیمې ځوان نسل ته ډیر خدمتونه کړي دي چې دې سیمې په ځوانانو او مشرانو کې یې ځانګړی ځای درلود هغه تل د خپلې راډیو له لارې د فساد په ضد خپلې نا ستړیکیدونکي هلې ځلې کړي تل یې سیمیز چارواکې د خپلو مسولیتونو په هکله پوښتلي او د دوی ټولې نیمګړتیاوې یې دې یوه روښتوني ژورنالست په حیث پرته له کوم ډار او وېرې د مرکو او بیلا بیلو خپرونو له لارې په ډاګه او د عام اولس تر غواږونو رسولي. ارواښاد په سیمه کې د یوې داسې ډیوې حیثیت درلود چې رڼا یې په ډیرو ځوانانو خوره وه خو دې علم او فرهنګ دوښمانانو په افغان ځوریدلو ځوانانو دا رڼا پېرزو نه وه او ارواښاد یې تیره سه شنبه د روانې عسوي میاشتې په ۲۲ نیټه د شپې په تیاره کې له کوره ویوست او کور ته یې نیږدې د چاړې په واهلو شهید کړ یاد یې ښاد او تل پاتې
په داسې حال کې چې د ارواښاد سادېم خان بهادرزوی مړینه د پښتو ادب او کلتور ته یوه ستره ضایع بولم او د ارواښاد د کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شریک ګڼم شهید ته د جنت فردوس او کورانۍ ته یې د الله (ج) له دربار څخه جمیل صبر غواړم
او د پکتیکا ولایت په امنیتي مسئولینو او قومي اربکیو غږ کوم چې د شهید سادېم خان بهادرزي قاتلین مالوم او په عام معذر کې د اسلامي حدودو په چوکاټ کې سزا ورکړي تر څو نورو داسې ورانکارو او د علم ،هنر او فرهنګ دوښمانانو ته د عبرت درس وګرځي
ولایت خان ځدراڼ

تبصره نسته

  1. دارواښاد سادېم خان بهادرزوی په شهادت رسېدل زموږ ټولولپاره دردونکې پېښه ده .
    موږدده ددرنې کورنۍ،دوستانو،ځوانوفرهنگيانواوفرهنگپالوسره ځان پدې زورونکی اونه هيرېدونکي غم کښي شريک بولو .
    په يقين سره ددې ځوان ناببره په شهادت رسېدل زموږ دولس دټولوفرهنگی ځوانانولپاره خواشينه ونکې پېښه ده .
    پدې بايد زموږ ځوان شاه زلمی چي له هيواداوهيوادوالوسرمينه لري پوه وي چي ستاسو علمی اوفرهنگی چوپړستاسو دغيرتی ولس دقسم خوړلودښمنانولپاره دزغم وړنه دی .
    په هره اندازه چي زموږ هوښيارزلمي دعلم اوقلم په مټ ملي چوپړته رادانگي په هغه اندازه دوطن بهرني دښمنان اودهغوي کورنی لاسپوڅی ستاسونه ډار پيداکوي .
    پدې خاطر موياپه فزيکي بڼه له منځ وړي اوياموپه منځ کښي دخپل بادارنه ورپاته سياست نه په استفادې اوپيروۍ يودبل په وړاندي سره دروي،ترڅوستاسوپه منځ کښي چي دهيوادراتلونکی ياست اوهغه په تاسو پوري اه لري يووالي اواتفاق غښتلی نشي اونه هم تاسو علمي اوادبي کاروته مخه کړی .
    ستاسوترمنځ په بې اتفاقۍ کښي دوي خپله بقا اوښيرازي ويني .
    پدې بايد هرڅوک پوه وي که دوي يوځوان په شهادت رسوي دهغوله پاکو وينوپه سلهاواوپه زرهاوپر وطن مين شاه زلمی رازېږې .
    دشهيد سادېم خان بهادرزوی روح دي ښاد،يادي ابدي وي اوزموږ دولس ددښمنانومخ دې توراولاسونه دې لوی څښتن په خپل کرامت دناسورپر مرض اخته کړي .امين يارب العالمين
    حبيب الله غمخوردروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسول