کور / هراړخیز / دپښتوژبي اړتوري (حرف ربط)(Conjunction)

دپښتوژبي اړتوري (حرف ربط)(Conjunction)

اړتوري یا (Conjunction) په ويګړو(جملو) کي خپل ټاکلي ځایونه لري، که له دغه ځایو څخه بدلون مومي خپله اصلي مانا او مفهوم له لاسه ورکوي . داځکه چي ځیني ګړي هم قید (Adverb) وي او هم (Conjunction) . لکه : « لاتر اوسه » ،
« څرنګه او لکه » او «څرنګه چي .» که د اړتورو ځایونه بدلون مومي هغه مطلب چي لیکونکی یې غواړي وېوایي نې سوادا کولای . د اړتورو دند ده،چي دوه عبارته
یا دوي ګړي سره وتړي سره اړې کړي . نو زیار باید وایستل سي،چي پر خپل ټاکلي ځای باندي په جمله کي استعمال سي . دلته دساري په توګه ګورو،چي دیوې کلمې په کار وړل په جمله کي خپل ګرامري هویت څومره له لاسه ورکوي : «ښه » په اصل کي دګرامر له مخي ستاینه ده . اوس یې په جمله کي ګورو :
«محمود ښه دی .» دلته« ښه » قید (Adverb) دی .کې درابطې له خوا وګورو محمود مسندالیه،«ښه» مسنداو « دی » رابطه ده . قیدهغه کلمه ده،چي دفعل یاستایني یا یوبلي ګړي سره راسي او هغه مقیده کړي . قید د جملې دارکانو څخه دی . اوس دلته قیدونه (Adverb) او اړتوري (Conjunction) سره پرتله کوو او په جملوکي یې ګورو . قیدونه ډېر ډولونه لري .
لکه : مهالي (زماني) قیدونه (Temporal Adverb) : اوس،نن،ژر،پخوانی،لومړی،تراوسه،هیڅکله،پرون،سهار،ماښام،برایي،سږ اودغسي نور.ددغو قیدو لپاره پوښتنه کېږي : کله؟ څه مهال؟ په کوم وخت کي؟
ځایي (مکاني) قیدونه (Lokal Adverb): دلته،هلته،پورته،کښته،دباندي،دننه،شی خوا،کیڼه خوا ، سربېرن،ترشا،ترمخ،هغه خوا، او دغسي نور .ددغوقیدو لپاره پوښتنه ده : چيري؟ پرکوم ځای؟ پرکومي خوا؟
څرنګواله اودډول قیدونه (Modal KoAdverb) : په هیڅ رنګه،څه ناڅه،په خوښی سره،جوړ ،ډېر ، په کراره، ژر ، په اسانۍ،خامخا،ټول،بېخي نه،دغسي، اودغسي نور . ددغو قیدولپاره پوښتنه کېږي : څرنګه؟ څنګه؟څنګه ډېر؟
نورقیدونه : بیابیا،سمدلاسه، وړیا،هسي،په څرګندډول،په لوی لاس اودغسي نور ډېر.
داهغه قیدونه دي،چي دپښتو ژبي په لیکنه کي تره ډېره بریده استعمال لري . دقیدوډولونه بیخي ډېر دي دلته ددغو يوڅولږو یادونه وسوه .
اړتوري یاحرف ربط (Conjuction) هغه کلمي دي،چي دوه عبارته یا دوې کلمې سره وتړي یا یې سره اړې کړي؛لکه څرنګه چي موترمخ هم وویل . اړتوري لکه : او،یا،وروسته،که،تر،ترهغه ځایه،بلکه، اودغسي نور .
ډولونه داړتورو یا حروف ربط(Conjunction) :
اړتوري په جملو کي چي راځي په دوه ډوله دي . لومړی کونیونکسیونونه چي دوې اصلي جملې یا دوې فرعي جملې سره تړي،چي سمه وونکي اړتوري (Koordinierende Conjunktion) ورته وایي . لکه : ولي چي،نو دغه رنګه،او .
دوه برخيزه سمه وونکي اړتوري لکه : یابه . . . یایې، نه یوازي چي . . . بلکه،
نه په . . . نه په، کله کله . دغه اړتوري دوې جملې سره تړي،چي په یوه جمله کي یوامکان ښه یي او په بله جمله کي بل امکان ښه يي . دساري په توګه : «يابه ته داموټر رانسي،یايې زه بل چاته ورکوم . » بله بېلګه : «دی نه په الماني خبري کولای سي اونه په پاړسي پوهيږي . » بله بېلګه : «خوشحال خان خټک نه یوازي چي شاعر وو،بلکي توریالی هم وو .» 
نور ډولونه دسمه وونکواړتورو لکه : خو(اما)،یا،بلکي،لکه،یوازي،خود،ځکه،نو،کله چي،تر،دغه ډول،ترهغه ځایه،لاپرېږده،هو،باالکل،اوکنه،پرته له هغه،له دې کبله،نوځکه،ځکه نو .
دوېم ډول داړتورو یا حروف ربط چي دغه دوېم ډول ته
(Subordinierende Conjunction) تابعي اړتوري وایي ،چي دغه اړتوري اصلي جمله
د فرعي جملې سره تړي . دغه فرعي جمله په اصلي جملي پوري اړه لري . دغه اړتوري په دغه ډول دي .لکه : چي،ولي چي،کله چي،کوم وخت چي،هغه مهال چي،که،ځکه چي،اودغسي نور .
که څه هم لیکوالان دغه فورمول ته لږ کتنه کوي،خوبیا ودغو اړتورو ته په لیکنه کي اړتیا سته .
دتابعي اړتورو په جمله کي په کار وړل . څو بېلګي : «زه انتظار باسم،چي ته نن زما کورته راسې . » بله : « موږ نن روغتون ته نه ولاړو،ځکه چي هواباراني وه .» اړتوري سته،چي هغوته ربطي قیود وايي،لکه : ځکه،نو،هغه وخت،بیانو، اودغسي نور . ددغو اړتورو په جملو کي او دهغو په سمو ځایوکي په کار وړل حتمي کار دی . ځیني مهال کېداسي،چي په جمله کي دیو او نیم اړتوري څخه سړی تېرسي ،خو دغه دا مانا نه لري،چي اړتوري یا قید دي په جمله کي نه وي .


لیکونکی محمدسرور وکیلي


اخځونه :
۱:- (Deutsche Sprachlehre Jägel) ۹۸ تر۱۱۱ مخونه
۲:- (English Grammar und Test by Jawad Askari) ۱۵۹ تر۱۶۳ مخونه 
۳:- (Lehr-u.Übungsbuch der deutschen Grammatik) ۱۳۹تر۱۴۴ مخونه
۴:- دستور زبان فارسی (پنج استاد) ۲۰۶ تر ۲۱۰ مخونه
۵:- (Wikipedia Grammatik)
۶:- دپښتوگرامر جزءاول صدیق الله«رښتین» ۳۷ مخ