بسم الله الرحمن الرحیم
داسلام سره دافغانانو د ژمنو ازمیښت
درنو مؤمنو اوخداي پالو هیواد والو :
صلیبی صهیونیستي ځواکونو یو ځل بیا د اسلام سره ستاسو د ژمنو د ازمیښت داخستو په خاطر دادې څو ورځي مخته د حوت په دریمه د بګرام په جهنمي فوځي تمځاې کې ، قران عظیم الشان په پوره بې عزتئ سره و سوځاوه . صلیبي دښمنان ،ددي شنیع او غیر انساني عمل په تر سره کولو سره غواړي زمونږ د ولس د ایمان او دقران سره دتړاو ازمیښت واخلي ترڅو په دي و پوهیږي چې ایا د افغانستان مسلمان ولس د خپل مقدس دین ،اسلام ، سره همغه جذبه او ولوله ،چې د «۱۳۵۸» کال د حوت په دریمه یی د پخوانی شوروي اتحاد د سرووحشي لښکرو او دهغوې د کورنیو لاس پوڅو په مقابله کي د «الله اکبر» د شعار په ورکولو سره د کرملین دطاغوتي اوشیطاني قصر دستنو په لړزولو درلوده ، اوس هم همغسي لري او که د صلیبي صهیونیستي ځواکونود تبشیري فعالیتونوپه اساس ، اوددي ولس ترمنځ په پښتو او دري ژبو د منسوخ شوي انجیل په چاپولو او خپرولو یی خپل احساس له لاسه ورکړي او د افغانانو عقیدوي پیوند یی د خپل مقدس کتاب « عظیم الشان قران » سره له منځه وړي او دا غیور قوم یی په خپل هیواد کي د دغو صلیبي اشغالګرو ځواکونو تل پاتي نظامي تمځایونومنلو ته اړ کړې او که څنګه ؟
زمونږ ګران مؤمن هیوادوال باید دا شنیع او حیوان صفته عمل د یوې تصادفي او ناڅاپي پیښي په څیر و نه ګڼي بلکه دا شنیع عمل ددوې له اړخه یو قصدي عمل وګڼل شي . د صلیبیونو نظامي چارواکو په خپلو خبرو کي ، لکه د پخوا په څیر د اذهانو د تیرویستلو له پاره ، دا ډاګیزه کړې چې دا دیني مقدس کتاب یی په دې خاطر سوځولې چي ددي لارې زندانیانو خپلې بنسټ پاله لیکني او آندونه یو بل ته رسول . په دې اساس یی دا (۸۰ ټوکه ) کتابونه را ټول او اور یی ورته ورته کړ. ددی معني داده چې صلیبیون داسي انګیري چې ګویا قران عظیم الشان خپلو پیروانو ته د بنسټ پالۍ آند ور زده کوي !! لعنت الله علي القوم الکاذ بین .
د اسلام دمقدس دین دښمنان په دې نه پوهیږي چې د افغان ولس دمؤمنو او ریښتینو زامنوزړونه ، د دري دیرش کالو ستونزو ، مشکلاتو آو د شرقي او غربي اجانبو د اشغال او استبداد ، او دهغوې دکورنيو پلورل شوو مزدورانو له اړخه دهر ډول ظلم او شکنجي سره سره یی بیا هم د الله تعالي ، د الله تعالي د مقدس کتاب قران عظیم الشان او دالله تعالي درسول محمد صلي الله علیه وسلم د عشقه ډک دي .
دافغانستان مؤمن او مجاهد ولس ، ددي مقدس اوسپیڅلي کتاب څخه ددفاع په خاطر، سږ کال په دریم د حوت د هیواد په مختلفو ښارونو لکه ، پروان ، کابل ، ننګرهار ، لوګر ، غور ، بامیان ، او هرات کي دخپلو ځانو د وینو په نذرانه کولو، په پوره صداقت او ریښتونولۍ سره، د خپلو دیني او ایماني مسؤلیتونو څرګندونه وکړه او دښمنانو ته یی دا ډاګیزه کړه چي داسلام ددین سره ددي مؤمن ولس تړاو د شک او شهبې نه پورته دي.
داسلام دغو شهیدانو ، چې ځاي یی د جنتونو نعمتونه دي ، د افغان غیور او مؤمن ولس په نمایندګۍ ، خپله بریا په خپلو سرو وینو د اسلام او ملت دښمنانو ته ور ولیږله . او دي دوزخیانو ته یی دا ډاګیزه کړه چې دا زمکه ، د اسلام د ورک نومو اتلوسپاهیانو زمکه ده او تاسي نه شئ کولې ددی غیورو او مؤمنو سپاهیانو په زمکه کي د تل له پاره پاته شئ . باید پوه شئ چې زمونږ روح مسلمان دې ، زمونږ هدف اسلام دې ، او زمونږ لارښود قران عظیم الشان دې .
زمونږ ورونو او خویندو په خپلو دغو سترو استعمار ماتونکو مظاهرو سره دخپلو ولسونو څخه د یووالي ، همبستګۍ او بلاخره د ملي اسلامي سر تاسري قیام غوښتنه کړي او ټول ولس یی دې لورې ته را بللې دې .
د افغان ولس د سولي شورا دهغوې دغه بلني ته لبیک وایی او دهغوې سره یو ځاې ، دصلیبي جهنمي ځواکونو له اړخه د قران عظیم الشان د سوزیدلو دغه شنیعه پیښه په ډیرو کلکو ټکو محکوموي او دخپل ټول ولس څخه غواړي چې د قومي ، ژبني اوسمتي تعصب نه پرته ، د مؤمنو او مسلمانو افغانانو په څیر یو بل ته لاس ورکړي تر څو خپل هیواد ددي اشغالګرانود ناولو پنجو څخه خلاص اویو ځل بیا پرې د اسلام شین بیرغ دخپلو مجاهد پالو نیکونو او دشهیدانو اواتلانو په دغه پاکه زمکه رپانده کړي ، او د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته دا ډ اګیزه کړي چې دا د شهید پالو زمکه هغه زمکه نه ده چې د اسلام دښمنان پرې د تل پاته کیدو فکر وکړي . زمونږ د مؤمن ولس ځوانان ، ښځي او نر باید خپل ولس ددي صهیونستي صلیبیانو څخه ازاد کړي او دنورو ازادو ملتونو اوولسونو تر منځ هسکه غړۍ د خپلو ټولو ملي او دیني ویاړونو سره یو ځاې د الله تعالي بندګي په ځاې کړي .
ژوندي دي وي اسلام ،
تل دي وي ازادي
ژوندي او سر لوړې دې وي د ویاړنو ډک افغانستان
مړه او نابوده دي وي د اسلام او مسلمانانو دښمنان