نېټه١٣٩٠، ٠٥، ١٦
کندهار افغانستان- د ملي امنيت رياست په کندهار کي د عملياتو پرمهال د يوه پاکستاني اوسېدونکي په ګډون چي د وسلوالو مخالفينود ٥٠ کسيزي ډلي قومندان دى، درې تنه وسلوال مخالفين چي ترورستي فعاليتونه يې کول نيولي دي.
ياد سوي درې تنه د کندهار ښار په بيلا بيلو سيمو کي د ملي امنيت رياست د منسوبينو لخوا په ترسره سوو عملياتو کي له وسلوا او مهماتو سره يو ځاى نيول سوي دي.
هدايت د سيد محمد زوى چي د پاکستان د کوېټې ښار د مېټا چوک اوسېدونکى دى، د وسلوالو مخالفينو د ٥٠ کسيزي ډلي قومندان و چي په اروزګان ولايت کي يې د دولت ضد فعاليتونه سرته رسول.
نوموړي د اروزګان ولايت ترڅنګ د دايکونډي ولايت په ځينو وسلواليو کي هم دولت ضد فعاليتونه کول او وخت پر وخت به يې د دولتي ځواکونو او ملکي اوسېدونکو امنيت ګواښه.
د هدايت الله ترڅنګ محمد امين، مشهوره په مزمل چي اصلي او فعلي د اروزګان ولايت د دروشان ناوې اوسېدونکى او د وسلوالو مخالفينو د يوې ١٤ کسيزي ډلي مشر و هم د تيري ورځي په عملياتو کي نيول سوى دى.
دغه کس هم د ولسواليو ترڅنګ د اروزګان مرکز ترينکوټ کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو پر وړاندي وسلوال فعاليتونه کول او په ډېرو بمي چاودنو کي ښکيل و.
د ملي امنيت رياست د تيري ورځي په عملياتو کي د وسلوالو طالبانو د نوموتي قومندان، مبارک د ترورستي ګروپ غړى چي د ميوند په ولسوالي کي يې وسلوال فعاليتونه کول هم نيول سوى دى.
له دغو کسانو سره يوه اندازه سپکي او درنې وسلې او مهمات هم نيولي اوتر لاسه کړي دي.
له دې کسانو څخه پوښتني ګروېږني پيل سوي دي ترڅو نور غړي يې هم ونيول سي او وروسته د بعدي مراحلو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل سي.