د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کي د وژل سوو نهو تنو د کورنۍ پاته سوو کسانو ته په کندهار ښار کي يو باب جوړ کور ورکول سو او نقدي مرسته ورسره وسوه.
د روان لمريز کال د قوس يا ليندۍ مياشتي پر دوهمه نېټه د امريکا په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو جنګي الوتکي د وسلوالو مخالفينو د ويشتلو په هدف د سياچوى په کلي کي بمبار وکړ چي په نتيجه کي يې ددې کلي د يوه کور نهه تنه چي پکښي ماشومان هم شامل ول شهيدان سول.
له يادي بمبارۍ ددې کورنۍ درې تنه چي يوه ښځه، يو هلک او يوه پنځه کلنه نجلۍ ده پاته دي او نن ورته د افغانستان د جلالتماب جمهور رئيس ٧٤٧٣ فرمان پر اساس ؛ د کندهار ښار په عينو مېنه ښارګوټي کي په پاخه او عصري ډول جوړ سوى يو د اوسېدني کور ورکول سو او تر راتلونکو ١٦ کلونو پوري د همدې کورنۍ ټول مصارف هم ورکول کيږي.
د ولسمشر د فرمان پر اساس به د همدې کورنۍ ٥ کلنه نجلۍ چي په بمبار کي زخمي سوې د تداوۍ لپاره د دولت په مصرف د هندوستان هيواد ته د تداوۍ لپاره لېږل کيږي.
په امنيتي چارو کي د افغان ولسمشر سلاکار وزير محمد طاهر صافى چي د قرباني سوي کورنۍ له غړو سره د ولسمشر د مرستي رسولو په موخه کندهار ته راغلى، نن له کندهار والي، د ولايت مقام له مرستيال، ژړۍ ولسوال، د ولايتي شورا استازو، د سولي شورا مشر، مستوفي، د امنيه قومندانۍ او ملي امنيت رياست له استازو سره وکتل او وروسته يې د قرباني سوو کسانو کورنۍ ته کور وسپارى.
په عينو مېنه کي ددې کورنۍ لپاره خريداري سوى کور د مشاور وزير، د کندها رولايت مقام د مرستيال عبدالقديم پتيال، د کندهار ولايت مستوفي، ولايتي او سولي شوراګانو او همداراز د امنيه قومندانۍ او ملي امنيت رياست د منسوبينو په حضور کي کور د قربانيانو پاته سوونو ته وسپارل سو.
نوموړي وويل چي د ولمسشر د فرمان سره سم به ددې کورنۍ غړو ته تر راتلونکو شپاړلسو کلونو لپاره د کور ټول مصارف ورکول کيږي او همداراز به هغه ٥ کلنه ماشومه چي زخمي سوې د تداوۍ په موخه د هند هيواد ته لېږل کيږي.
هغه زياته کړه د نړيوالو ځواکونو سره يې په ګډه کار کړى څو د تل لپاره دغه ډول ړندې بمبارۍ ودروي او افغان ولس له دې ډول مصيبتونو خلاص کړي.
د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال نياز محمد له مرکزي ادارې مننه وکړه چي له اړي کورنۍ سره يې مرسته کړې او تر راتلونکو کلونو يې هم د هغوى د ټولو ستونزو او مشکلاتو غم خوړلى دى