کور / تازه خبرونه / دښمني او همکاري نه یوځای کېږي

دښمني او همکاري نه یوځای کېږي

د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره د اسلام اباد په درې اړغیزې غونډې او د هغې په پایلو بحثونه کړي، چې غټ ټکي يي حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي.
سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په اسلام اباد کې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو درې اړخیزې غونډې ته په پام سره لیکلي، چې دښمني او همکاري نه یو ځای کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران او پاکستان هڅه وکړه، چې له دې غونډې نه د خپلو اهدافو لپاره کار واخلي او افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه د امریکا پر ضد وکاروي.

ورځپاڼه لیکي، چې ایراني او پاکستاني مشرانو د سیمه ایزو همکاریو د مطرح کولو پر ځای تر ډیره هڅه وکړه، چې داسې مسایل مطرح کړي، چې په امریکا ترې د فشار د نقطې په توګه کار واخیستلای شي.

خو ورځپاڼې دا ځلي د افغان ولسمشر دریځ ستایلې او لیکلي، چې له زیاتو هڅو سره سره ایراني او پاکستاني مشران بریالي نشول، چې افغانستان له امریکا سره د خپلو سیالیو قرباني کړي.

ملي باور:

ملي بارو نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې دا د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ لومړنۍ غونډه نه وه، بلکې تر دې مخکې څو څو وارې دا ډول غونډې شوي، چې بې پایلې پای ته رسیدلي.

د ورځپاڼې په وینا د غونډو د بې پایلې پاتې کېدو اساسي علت دا دې، چې شوې ژمنې نه دي عملي شوي او دغو دواړو هېوادونو بیا هم د افغانستان په وړاندې خپلې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورکړې.

ورځپاڼې په دې اړه د افغان ولسمشر پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې اوس ښاغلې کرزي هم دا مسئله درک کړې او ویلي، چې ایران او پاکستان دې پوچې ژمنې نه کوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د اسلام اباد درې اړخیزې ناستې ته ځانګړې کړې او لیکلي، چې درې واړو هېوادونو ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې به د یو بل په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو د تروریزم پر ضد په ګډې مبارزې هم ټنیګار وکړ او ښاغلي کرزي شویو پریکړو ته په اشارې دا غونډه نه یوازې د افغانستان بلکه د ټولې سیمې لپاره ګټوره بللې.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم دا غونډه د ډیپلوماسۍ یوه تشه ننداره بللې او لیکلي، چې هیڅ ډول لاسته راوړنه یی نه درلودله.

ورځپاڼې لیکلي، چې له تمې سره سم د اسلام اباد دې ناستې ونکړای شول، چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم ګډ ټکې ومومي او ریښتینې هوکړې ته سره ورسیږي.

ورځپاڼې د دې اساسي علت دا ښودلې، چې درې واړو مشرانو په خپلو پخوانیو دریځو ټینګار کاوه او د دریځونو د شریکولو لپاره یی نوي څه نه درلودل.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې هم د دې غونډې پایلو ته چندانې هیله نه ده څرګنده کړې او لیکلی، چې د اسلام اباد ناسته تر ډیره د پاکستان او ایران اهدافو ته ځانګړې شوې وه.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغه دواړه هېوادونه دا هڅه هم کوي، چې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د خبرو یو نوې لاره پرانیزي او په دې ډول سره د قطر پرمختګونه زیانمن کړي.