څه کم دوې اونۍ تر مخه د امريکا د متحده ايالاتو په پلازمېنه واشنګټن کي، د افغان سفارت دننه، دوو افغان ډيپلوماټانو حسن سروش او هارون الکو لانجه کړې وه چي په ډېره بې قانونۍ د سفارت او بهرنيوچارو وزارت د ډيپلوماټيک حريم څخه دباندي راووته، د هيواد، ملي ګټو، افغان دولت، شخصيتونو او پښتنو دښمنانوته د خورا مضبوط جنګک زمينه په لاس ورغله، د شخصيتونو د توهين، دولت د بې کقايتۍ او پښتنو د بدنامۍ په پار يې د ژورو عقدو او تعصب له مخي کاذب خيالات اوغلط تصورات د پيښي د انځورولو سره يوځاى کړل، خپلي ناولي موخي يې پکښي وپېچلې او د خپلو کرکجنو او درواغجنو تبليغاتي وسيلو د لارو يې خپرې کړې، د افغانستان دپاره ډېرو کمو رسنيو به دا خبر د بېلابيلو بې بنسته تبصروسره نه وي خپور کړى، ډېرو رسنيو دا خبر لا ښکرور کړ.
په واشنکټن کي افغان سفير استعفا ورکوي، افغان سفير وهل سوى دى ، د سروش وضعيت خراب دى، لوى څارنوال د بهرنيو چارو وزيرته اخطار ورکړى چي زوى به يې له دندي نه ګوښه کوي کنه نو د فساد دوسيې به يې راواخلي او نوري دې ته ورته اوازې او بې بنسټه تبليغات چي پيل يې د افغان پېپر په نامه د يوې ايرانۍ پاڼي څخه وسو. اول دلته پوښتنه پيداکيږي چي څنګه د ډيپلوماټيکي ساحې څخه داخبر دباندي راووت، د افغانستان په سياسي نمايندګيو کي خو هر کال په لسګونو داسي پيښي کيږي خو خبرونه يې پټ پاتيږي او د ډيپلوماټيک حريم څخه داسي يو خبر وتل او خپرېدل خو جرم ګڼل کيږي او بياڅنګه دا خبر تر افغان پېپر ويبپاڼي ورسېد؟
رزاق مامون د کومي خوا د دې خبر شنولو ته کښېناست؟ د افغان پېپر او رزاق مامون لخوا څنګه او پر کوم اساس دا خبر د ټولو رسنيو پر ادرسونو ايمېل کړل سو؟ اول غواړم ځيني وضاحتونه ستاسي مخي ته کښېږدم او وروسته راسم د پيښي اصلي جريان ته!
افغان پېپر ويبپاڼه او رزاق مامون:
د ايران څخه خپرېدونکې او د پوره شواهدو پر بنسټ د ايران لخوا تمويلېدونکې ويبپاڼه چي د افغان دولت په دننه او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو په وزارت کي خورا ډېرهمکاران لري همېشه کوښښ کوي چي د افغانانو له دريځه د ايران د ګټو ملاتړ وکړي، د اکثريت( پښتنو) خلاف منفي تبليغات وکړي، د افغان دولت سالمي کړني تمسخر کړي او هغه شخصيتونه توهين کړي چي د ايران د ګټو خلاف يا دافغانستان د ملي ګټوته وفادار وي. خو څنګه چي په افغان دولت کي د ايران ريښې دېري غښتلي دي ځکه نو دا پاڼه تر اوسه د هر ډول سانسوره په امان کي ده او د افغان حکومت د مامورينوملاتړ لا هم ورسره دى.
رزاق مامون يو ممدوح، بې شخصيته او د پښتنو سخت دريځى دښمن دى چي څوواره يې د پښتنو د بې اتفاقۍ کوښښونه هم کړيدي، د ډاکټر نجيب د مرګه يې هم يوه لويه توطيه جوړه کړې وه او پياوړى سياستوال غرزى خواخوږى يې تور کړى وو او ډېر نور جنايتونه يې کړي دي چي د بد اخلاقۍ جرمو نو يې څو واره د دندو څخه پر شړل کېدو سربېره د زهرا مېړه مجبوره کړ چي دده څخه د خپلي مېرمني د خلاصون په موخه يې پر مخ تېزاب ور وپاشل چي د تېزابو مساله اول پر ايران تاوان سوه اوبيا معلومه سوه چي ده په دې توګه غوښتل خپله اخلاقي بې عزتي په سياسي امتيازاتو بدله کړي، خو څه وخت چي د امتيازاتو په ترلاسه کولو کي پاته راغى اوس يې د لوى څارنوال سره هم عقده پيدا سوېده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چي په ديارلس سوه پينځه اويايم کال د پنجشېر پټنځايونوته لېږدول سوى، ټاکني يې هلته سوي، پاليسي او پلانونه او ډيپلوماسي يې هلته رايي او نظرونه او د ملي کټوپرځاى د سمتي ګټو رنګ اخيستى اوس هم هغه پاليسي او هغه روحيه پکښي حاکمه ده، د عبدالله تر ليري کېدو او سپنتا په ورته راتلو يواځي دپښتنو لوست يا باسواده دښمنان پکښي ډېر سول ( پخوا اکثريت پنچرمينان او د پنجشېر بزګران ول) ستميان او د آيران پلويان هراتيان ورته راغلل او دهغه تر دورې وروسته لکه څنګه چي دا وزارت د پنجشېر په قبضه کي وو پر هغه اساس د عبدالله په مشوره د شمال ټلوالي پټ غړى ډاکټر زلمى رسول دغه وزارت ته راغى چي د ملي توب پر خوا يو ګام هم وانه خيستل سو، د بهرنيوچارو وزارت د يوې باوري سرچينې په حواله په بهرنيو نمايندګيو کي د پښتنو فېصدي تر شلو نه رسيږي او کوم پښتانه چي ټاکل سوي يا د چارواکو، ياد پارلمان او سنا د غړو خپلوان او يا په نامه پښتانه خو عربان، قريشيان يا داسي محمدزيان دي چي نه يې پښتو زده ده او نه يې د پښتنو د ذاته سره جوړه ده.
په امريکا کي د افغانستان سفارت:
په امريکا کي د افغانستان سفارت د افغان حکومت تر ټولو مهمه سياسي نمايندګي ده، له همدې وجي د شمال ټلوالي اکثرو مخکښانو کوښښ کړى چي په خپل واک کي يې وساتي، دوى چي د اقليت د احساس له مخي د اکثريت د ځپلو لپاره د غلامۍ او چاپلوسۍ ښې تجربې لري د امريکا سره د اړيکو ساتلو دپاره دغه سفارت ډېر مهم بللى (له بده مرغه چي ولسمشر کرزى داسي ټکو ته ډېر کم متوجه کيږي) جنګسالارانو د خپلو لابيګرانو په توګه ډېر خپل خپلوان پکښي ګومارلي دي، که يې د تشکيل مطالعه وسي نو معلومه به سي چي اکثريت کارکوونکي يې د عبدالله، فهيم، دوستم، خليلي، محقق او نورو د کورنيو څخه دي. څو ورځي ترمخه دلته په نيويارک کي د ملګروملتون د نمآيندګى دپاره د اول سکرتر په حيث د جعفر رسولي په نآمه يو بې سواده هزاره راغلى چي د انګليسي الفبا يې لا نه ده زده، لوړپوړي خو يې واضح دي چي د کومو ذهنونو خاوندان دي لکه په ملګرو ملتونوکي استازى متعصب ظاهر طنين چي د بي بي سي د کارکوونکو څڅه يې ښه معلومات اخيستلاى سئ ، يا پخواني سفير طيب جواد چي د ګوښه کېدو لاملونه يې مطبوعآتو خپاره کړل.
آوسنى سفير آکليل حکيمي:
د لغمان ولايت اصلي اوسېدونکي، د حبيبيې عالي لېسې د ښوونکي زوى، په خټه پښتون خو په فکر پر شمال ټلوالي خرڅ سوى او امريکايي ګټو ته وفادار اکليل حکيمي د ساختماني انجينرۍ په برخه کي زدکړي کړي دي او بيآ امريکآ ته مهاجرسوى دى، د امريکا تابعيت يې اخيستي او په انجيل يې سوګند ياد کړى چي د امريکا ګټو ته به وفادارپاته کيږي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې په افغان حکومت کي د اداري اصلاحاتوپه برخه کي کار پيل کړى، بيا د هدايت امين ارسلا سکرتر سوى او ترهغه وروسته د ارسلا او مارشال فهيم په زور په ترتيب سره په چين او جاپان کي سفير، بيا دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او بيا په امريکا کي سفير وټآکل سو. په امريکا کي د سفير ټآکل کېدو موافقه يې د امريکا دحکومت لخوا تر ډېره وخته وځنډېده، د امريکا حکومت ښاغلۍ حکيمي يو امريکايي باله او د افغان حکومت په نمايندګي يې د هغه دنده نه منله خو تر ډېر تاکيد او غوښتنو وروسته د امريکا حکومت هغه د افغان سفير په توګه ومانه او افغان حکومت ورته خوشحآله سو. دې ته نه ګوري چي هغه د امريکآ د ګټو د ساتلو په پار قسمونه ياد کړيدي. لکه څنګه چي مي مخکي وويل ښآغلۍ حکيمي يو ساختماني اينجينير دۍ، د سيمينټو په طاقت او د مځکي په مقاومت ښه پوهيږي، څنګه چي ساينسي او ټولنيزعلوم ډېرتفاوتونه لري نو داهم واضح خبره ده چي ښآغلى حکيمي په ډيپلوماټيکه ژبه افهام او تفهيم نه سي کولاۍ او ډيپلوماټيکه انګلېسي خو بيخي ورته نا اشنا ده.
هغه لانجه چي متعصبو رسنيوته ښه زمينه سوه:
هارون الکو د افغانستان د اوسني لوى څارنوال زوى چي په جرمني کي يې لوړي زدکړي کړي او په اقتصاد کي ماسټري لري د څو کلونو راهيسي د بهرنيو چارو په وزارت کي کار کوي، ترمخه يې په څلورمه شعبه کي کار کاوه چي بيا وروسته په واشنګټن کي مستشار وټاکل سو( بايد ووايم چي د حکيم عطارد، زمري اعظمي او غفوري په نومونو درې تنه نور سواد داره او اهل شخصيتونه هم هلته کارکوي.) زه چي څو واره سفارت ته ورغلۍ يم او ماچي څومره معلومات کړيدي په سفارت کي يو بانډ جوړ سوۍ دۍ او ياد څلور تنه چي د بانډ ذهنيت او غړيتوب نه لري هر وخت د کار په ساحه کي په عذاب سوي دي او دا وروستۍ پېښه هم د هغه بانډ څخه زېږېدلې وه چي وروسته لويه توطيه سوه!
د حسن سروش او ياد بانډ لخوا د هارون الکو څخه د لايحې له مخي اختيارات اخيستل کيږي، د امتيازاتوڅخه بې برخي کيږي او د کار په ساحه کي ورته ستونزي پېښيږي چي هارون ډېر ځني په عذابيږي، د سې شنبې په سهار چي هارون د خپل دفتر دروازې ته دريږي ګوري چي قلف يې مات سوى ( دا يې ډيپلوماټيکه ساحه ) چي کله دفتر ته ورننوځي ګوري چي شخصي لپټاپ يې نسته او دفتر داسي ورمعلوميږي لکه غلو چي وهلى وي، کښته کيږي دوهم منزل ته او اکليل حکيمي ته وايي چي ته راسه دې غلو زما کمپيوټر وړى او د دفتر دروازه يې په زور خلاصه کړېده، سفير او هارون الکو چي درېيم منزل ته پورته کيږي حسن سروش هم پسي ورځي او کله چي هارون عصباني کيږي چي دې غلو ولي داسي کار کړى سروش ته درد ورځي او د غله نوم بد باندي لګيږي هارون ته لاس ور اچوي، هارون هم پر سروش وار کوي او سفير بې له دې چي ننداره وکړي سروش او هارون ته د حوصلې ورکولو کوښښ نه کوي…
تر جنجال وروسته د پښتنو خلاف بانډ چي مخکي مو يادونه وکړه د اکليل حکيمي سره پر څنګ کيږي او ورته وايي چي موږ او تاسي به په ګډه د هارون الکو په وړاندي ودرېږو او څنګه چي سروش ستاسي شخصي ملګرى هم دى د هغه دفاع به وکړو. سفير د دغي ډلي چي حميد نور يې يوې اوبلي خواته ځغلوي خبري مني او پر حکيم عطارد امر کوي چي کابل ته د هارون د منفکۍ يو سخت مکتوب واستوي، عطار کابل ته مکتوب ليکي او استوي او د حميد نور دوى بانډ تبليغاتو ته مخه کوي چي د لوى څارنوال زوى سفير او حسن سروش دواړه وهلي دي او پلار يې ملاتړ هم کوي او د بهرنيو چارو وزيرته يې اخطار ورکړى چي که يې زوى له دندي ليري کړي نو د وزارت د فساد دوسيې به يې تر کار لاندي ونيسې او يا دا چي اکليل حکيمي استعفا ورکوي.
اکليل حکيمي به ياپوهيږي يانه خو په پښتنو ډيپلوماټانوپسي دغسي خبري د نوروپښتنو کاري اهليت او دفتري ګوزاره تر پوښتنو لاندي راولي او بيا د داسي يوې کمې شمېرې ډيپلوماټانو چي تر مخه مو يادونه وکړه چي په ټولو بهرنيو نمايندګيو کي د پښتنو فيصدي تر شلو ټيټه ده ، هارون د هغه لېږل سوي مکتوب په ذريعه بې له کومه قانونه له دندي ليري سو، د ټولو ډيپلوماټيکو امتيازاتو بې برخي سو اوس د هغه د بدنامۍ هڅي د هغه د قوم او د هغه د کورنۍ د بدنامۍ دپاره کيږي او په دې توګه هغه توطيه چي جنګ ته د هارون الکو د مجبورولو په زمينه به پيليږي، په مجموع کي د پښتنو اوپه ځانګړې توګه د هارون د کورنۍ او دهغه د پلار لوى څارنوال محمد اسحاق الکو د بدنامۍ نتيجه به ورکوي پيل سوېده، هغه کړۍ او رسنۍ چي په دې هکله ناسمي خپروني کوي ددغي موخي سره مرسته کوي خو لوى څارنوال لا کرار ورته ناست دى، نه يې د ځان سپينولو کوښښ کړى او نه يې د زوى ملاتړ بلکي دايوه مهمه مساله نه بولي او د بهرنيو چارو وزارت په خپلو چارو کي خپلواک ګڼي.
پايله:
عدالت وايي چيري چي جرم صورت نيسي ډېر امکان سته چي مجرم د ځپل سوي لخوا مجبور کړاى سوى وي او په دغه قضيه کي هم همداسي سوي دي، د اصولو له مخي د يوه دولتي مامور ګومارل او له دندي ليري کېدل د قانو له مخي کيږي نه د يوه احساساتي مکتوب په واسطه خو په دغه قضيه کي يو مکتوب پوره ګڼل سوى دى هارون له دندي ليري سوى دى، که چيري ياده قضيه جرم وي نو دواړو غاړو ته دي جزا ورکړل سي هدف مي حسن سروش دى، که ياده قضيه جرم وي نو هارون خو په سزا ورسېدۍ په مطبوعاتوکي ولي ډنډوري پسي خپريږي؟ بيا جرم يوه فردي پديده ده د هارون کورنۍ او پلار ولي ياديږي؟ پر داسي يوه قضيه پخپله اوسني لوى څارنوال د سرنوشت ورځپاڼي مشر په دې خاطر بندي کړى وو چي د طاهري د زورواکۍ سره يې يادونه کړې وه چي د سپنتا ورور دى.
وروستۍ يادونه مي داده چي دغي مسالې ته چي رسنيو څونده لمن ووهله دا معلومه سوه چي څونده رسنۍ د پښتنو شخصيتونو او پښتنو خلاف فعاليتونه کوي، ګورئ پر يوه کوچنۍ فردي مساله يې د لوى څارنوال او پښتنو د بدنامۍ څونده تبصرې وکړې خو د مارشال ورور حسين فهيم چي د سوداګرۍ خونو مشر هم دى خپل شيريک وواژه، د کابل پوليس هم د پيښي ځاى ته ورغلل، د خواجه بغرا د سيمي څخه يې د مقتول جسد واخيست او کورنۍ ته يې ور وسپاره خو رسنۍ چپ پاته سوې، په يوه پښتانه پسي داسي ډنډورې ږغول کيږي.