کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزي د روزګان ولايت څخه ليدنه وکړه

اشرف غني احمدزي د روزګان ولايت څخه ليدنه وکړه

د بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي پروسې د لېږد مسئول ښاغلي اشرف غني احمدزي د روزګان ولايت څخه ليدنه وکړه . نوموړي چي يوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو ئې ملتيا کوله په روزګان ولايت کي د امنيتي او ولسي کسانو سره وکتل او د هغوى سره ئې د امنيت د پروسې د دريم پړاو او د ولسي وګړو د ستونزو په اړه ئې خبري وکړې.
نوموړي ته د روزګان والي، امنيتي کسانو او ولسي وګړو له لوري ډاډ ورکړل سو چي ورسره به مرسته کوي او د سيمي امنيت به ساتي.
نوموړي وويل چي روزګان ولايت ته مي د سفر موخه د امنيت کتل او ستاسو ستونزي اورېدل ول او ستاسو ستونزي به تر جمهور رئېس پوري رسوم او په دې اړه به ورسره خبري کوم.