د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی افشاء کوي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په لومړي پړاو کې د حامد کرزي بریالیتوب غلا شو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای آیده په خپل یوه کتاب کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د بهرنیو لاسوهنو د تاثیر په اړه لیکلي چې ” که شاته وګورو، له هر ډول شک پرته په انتخاباتو کې د بهرنیو لاسوهنو کچه، شرموونکې او د نه منلو وړ خبره وه.”
کای آیده د ” په افغانستان کې د قدرت په سر جګړه” په نوم کتاب کې چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه یې لیکلی دی، ډېرې مسألې راوړي دي.
ده لیکلي دي چې د جمهور رئیس کرزي ادعا چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړي پړاو کې یې بریالیتوب د بهرنیو مداخلو په خاطر غلا شوی، ښایي حقیقت ولري. دغه لاسوهنې د یو راتلونکي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د جمهور رئیس پر اقدام باندې د نفوذ په موخه یو پېل ګڼل کیږي ترڅو جمهور رئیس په دې اړه متقاعد کړي چې د لومړي پړاو د پایلو له په پام کې نیولو پرته د ټاکنو دویم پړاو ومني.
کای آیده په ټاکنو کې د بهرنیو لاسوهنو د اندازې په اړه په یوه ځانګړي فصل کې او په دې اړه چې څه ډول امریکایي مرستیال ښاغلی پیترګالبریت پر ټاکنو باندې لوبه کړې او دا چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا دده د لېرې کېدو باعث وګرځېده، په جزئیاتو لیکلي دي.
نوموړي د هغې غونډې په اړه چې دده په نه شتون کې د ښاغلي ګالبرېت لخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې جوړه شوې وه، لیکي: ” ګالبریت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مسؤولینو او د افغانستان له وزیرانو سره په داسې حال کې غونډه رابللې وه چې زه په رخصتۍ تللی وم تر څو هغوی دې ته واداره کړي چې دده هغه وړاندیز ومني چې له مخې به یې د رایو ورکولو مرکزونه له ۷۰۰۰ څخه ۵۸۰۰ ته راټیټ کړي. ده مخکې له ما سره دا موضوع نه وه شریکه کړې او همدا راز یې په افغان وزیرانو ډېر فشار راوړی و چې د نوموړي وړاندیز په فوري توګه ومني”
کای آیده لیکلي ” د رایو ورکولو د مرکزونو کمول په دې معنی وو چې رایه ورکوونکي د رایې له استعمال او په ټاکنو کې د خپل ګډون له حق نه محرومېدل. دغه رایه ورکوونکي ډېری د افغانستان د جنوب او ختیځ په ناارامو سیمو کې وو او د یوه لوی نژاد یعنې پښتنو پورې یې اړه درلوده چې د کرزي عمده طرفداران بلل کېدل. که چېرې د رای ورکولو د مرکزونو د کمولو لپاره د ګالبریت وړاندیز منل شوی وای، له یو میلیون ډېر رای ورکوونکي به له خپل حق نه محروم شوي وای. دغه وړاندیز د یوه ځانګړي کاندید یعنې کرزي په تاوان او د نورو په ګټه ؤ.”
ښاغلي آیده له ټاکنو نه یوه ورځ مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارد هالبروک د راتګ او دا چې وضع یې څه ډول نوره خرابه کړه، لیکي چې د ټاکنو په درشل کې کابل ته د ښاغلي هالبروک راتلل د یوه ځانګړې موخې لپاره وو.” په هغه کتنه کې چې د هالبروک په ګډون مو درلوده، له هالبروک سره د ښاغلي ګالبرېت چلند له هغه څه نه ډېر نږدې و چې له نورو سره محسوس کېده.”
کای آیده لیکي: د هالبروک اصلي موخه دا وه چې کرزی پرې نه ږدي تر څو خپل ځان د ټاکنو ګټوونکی اعلان کړي. هالبروک ټینګار کاوه چې موږ باید د ټاکنیزو سرغړونو د له منځه وړلو لپاره په دوهم پړاو ټاکنو ټینګار وکړو. ورته ومې ویل چې زه فکر کوم دا وړاندیز ناممکن او غیر عملي دی.
کای آیده زیاتوي چې ما هالبروک ته وویل، په داسې حال کې چې د ټاکنو د پایلو معلومولو ته څو اوونۍ اړتیا ده، څه ډول له کرزي نه وغواړو چې د ټاکنو دوهم پړاو ومني په داسې حال کې چې د لومړي پړاو له پایلو نه هم خبر نه یو؟!
کای آیده لیکي چې ما په هماغه ورځ چې هالبروک له کرزي سره کتنه درلوده، خبرداری ورکړ چې دغه وړاندیز جمهور رئیس ته ونه کړي. ښاغلی آیده لیکي چې ددې خبرو په جریان کې په افغانستان کې د امریکا سفیر ښاغلی آیکن بیری هم حاضر و، خو هېڅ یې هم ونه ویل.
ده وویل چې جمهور رئیس ته ددغه وړاندیز د نه کولو له مشورې سره سره هالبروک وویل چې دی پوهیږي له کرزي سره څه وکړي!!
کله مو چې بحثونه بشپړ شول، هالبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د ډلې له غړیو سره ټیلیفوني کنفرانس جوړ کړ او د خپل وړاندیز په اړه یې ورسره خبرې وکړې. هالبروک جمهور رئیس ته ارګ ته هم ورغی. کرزی په قهر و او باید چې وای، ولې باید هالبروک د ټاکنو د دوهم پړاو په اړه خبرې کړې وای؟
کرزي دغه وړاندیز په ټاکنو کې دده د بریالیتوب د بېرته اخیستلو لپاره د هالبروک په مشرۍ د بین المللي هڅو یو مثال ګڼلو.
ښاغلي کای آیده دا عجیبه ګڼلې، ویلي یې دي چې د ویکی لیکس لخوا په افشا شویو پیغامونو کې هېڅ ډول اشاره د هالبروک کتنو ته نه وه شوې. ” په افشا شویو ریپوټونو کې د هالبروک د زیاتو ملاقاتونو په اړه جمهور رئیس ته دده د وړاندیز موضوع حذف شوې وه، دا معنی چې په کتنو کې دا جنجالي موضوع نه وه مطرح شوې.”
دغه راز کای آیده له جمهور رئیس سره د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د کتنې په باره کې لیکلي دي، د هغه کتنې په جریان کې چې له ټاکنو وروسته یې له جمهور رئیس سره درلوده، ده ته یې وویل چې د هغه وړاندوینه داده چې کرزي په لومړي پړاو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره له پنځوس سلنه زیاته رایې وړې دي.
ښاغلی آیده لیکي چې: ” موږ خپله ډېره انرژي او وخت په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو لپاره ولګاوه او دا کار باید سرته رسېدلی وای. خو، موږ او بین المللي رسنیو د کرزي هغه ادعا ته چې په ټاکنیزو چارو کې ډېرې بهرنۍ لاسوهنې وشوې، کمه توجه وکړه.”
د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه د خپل کتاب د یادښتونو په پای کې لیکلي دي چې جمهور رئیس ادعا کړې وه چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې دده بریالیتوب غلا شو. آیا دده ادعا سمه ده؟ د هغه څه په رڼا کې چې پېښ او تشریح شول، ښایي ونشو کولای چې په ډاډ سره ووایو چې د نوموړي حق نه و. “