کور / سياسي / اغيزمن بهرنى سياست په کارپوه دېپلوماتان غواړي

اغيزمن بهرنى سياست په کارپوه دېپلوماتان غواړي

لکه څرنګه چې په نړۍ کې مېشت ملتونه په دې واقعيت باندې پوهيدلي چې نړۍ په يوه کلي بدله شوې ده ،ځکه دنړۍ په يوګوټ کې مېشت ولسونه دڅوثانيواودقيقوپه ترڅ کې دبل ګوټ له حالاتو پېښو اوبدلونونوڅخه خبريږي،دبل لوري په اوسني عصرکې ساينس اوټکنالوژي په هغه کچه پرمختګ کړى چې دځمکې په کره کې پراته ملتونه يې سره ډيرنږدې کړې ان تردې چې اوس دبشري هڅو لړۍ دسپوږمۍ اونورو ستورو ترغولي پورې هم رسيدلې ده.


په دې وخت کې پرمختللى ،مترقي اومتمدن دولت هغه دى چې دخپل هېواد دپرمختګونو ،تګ لارو،کړنلارو،موخو،هويت ،دريځ ،تاريخي ارزښتونو ،ملي ګټو ،کورني اوبهرني سياست په تړاودنړۍ نورو ملتونو اودولتونوته دبېلابېلو سرچينوله لارې څرګنداواغيزمن معلومات ورسوي.


که په نړۍ کې ټولو روانو بدلونونو اوراتلونکو وړاندوينوته په ژوره او هراخيزه توګه کتنه وشي،نوهرهېوادبايددخپلو ملي ګټو دساتنې اوخوندي ساتلولپاره دبهرني سياست په چوکاټ کې يوه اغيزمنه اوبشپړه تګ لاره ولري اودخپلې تګ لارې دپلي کولو لپاره په نورو هېوادونوکې فعالې ،کاري اوهېوادته ژمنې ديپلوماتيکې نمايندګۍ هم ولري ،چې وکولى شي دملي ګټودخوندي ساتلولپاره دقلمروڅخه دباندې کاراوغوره سياست وکړي.


افغانستان چې په اسياکې جيوستراتيژيک ،جيوپوليټک اوجيواکانوميک موقعيت لري ،بايددخپل موقعيت اهميت ته په کتواوپاملرنې سره ،داسې ملي ،سيمه ييزه اونړيوال سياست ولري ،چې دهرهېوادسره د اړيکوپه ټينګښت اودستراتيژيکو تړونونوپه کولوسره خپلې ملي اونړيوالې ګټې خوندي وساتلى شي.


نوزمونږ دهېوادملي اونړيوالې ګټې هغه وخت خوندي کيږي،چې دملي اونړيوالوتګ لارو دجوړولولپاره داسې سياست وال ولرو،چې په بشپړه توګه ددې ټولنې له ټولو ذهني اوعيني شرايطو اوپه نړيواله کچه دروانو پاليسيو اوتګ لارو څخه بشپړ معلومات او خبرولري ،دفکر،ليداومسلک پربنسټ خپلې دندې ته ژمن وي.اوپه ټولو مانا دافغانستان دملي اونړيوالو ګټو ددفاع اوخوندي ساتلولپاره رېښتنى افغاني ليدولري.که دورته شرايطولرونکي سياست وال دملي ګټو دخوندي ساتلوپربنسټ نړيوالې تګ لارې جوړې کړي ترډيره بريده دهېواددبهرني سياست داغيزمنتياسره مرسته کولى شي.


ددې خبرې يادونه هم ډيره اړينه ده چې يواځې دملي ګټودساتلواوخونديتوب لپاره دنړيوال سياست په دايره کې دتګ لارو په جوړولوباندې ديوهېوادبهرنى سياست په سمه توګه نه قوي کيږي.بلکې هغه وخت يوهېوادکولى شي خپل بهرنى سياست وکړي ،چې په خپلو دېپلوماتيکو نمايندګيوکې په کاره پوه مسلکي دخپل ملت په ژبه اودنوروملتونوپه خواصوپوه دېپلوماتان ولري.ځکه چې دبهرني سياست کول دپوه اوماهرو دېپلوماتانواساسي دنده ده.


لنډه داچې دلومړي بن ترپريکړې وروسته تردې دمه افغانستان دنړۍ له ډيرو هېوادونوسره سياسي اوديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې ،چې يوه څرګنده لاسته راوړنه يې بللى شوخوهغه څه چې لازياتې توجې ،پاملرنې اوجدي بدلون ته اړتيالري ،هغه دبهرنيوچارو دوزارت په شمول اودهمدې وزارت ترمديريت لاندې په بهرنيوهېوادونوکې په ټولو سياسي نمايندګيوکې په عاجله توګه دسمون اومثبت بدلون راوستل دي.


ځکه چې يوخودبهرنيوچارو وزارت په تشکيل کې دګمارنې په اصولوهيڅ چاته معلومات نشته چې څوک ،څرنګه ،په کومو اصولو اوله کومې لارې دغه وزارت ته لاره پيداکوي؟ همداسې دافغانستان په بهرنيونمايندګيوکې کوم افغانان دکارکولو حق لري،او اوس مهال دکومو شرايطو،پوهې ،مسلک اوليدلرونکي کسان په کې شپې او ورځې تيروي ؟ ايا واقعاً هغه کسان چې په بهرنيوهېوادونوکې دافغانستان نمايندګي کوي ،ددې وړتيالري چې دافغانانو رېښتنى ،اسلامي ،افغاني اوملي هويت دنړۍ نورو ملتونوته وروپيژني ؟ اوياداچې دغه دبهرني سياست پلي کوونکي دېپلوماتان په دې پوهيږي چې دسيمې اونړۍ هېوادونه دافغانستان په اړه کومې لنډمهاله اوکومې اوږمهاله تګ لارې لري؟


دابه ومنوچې مونږ په خپل تاريخ کې تربل هروخت زيات ټينګې نړيوالې اړيکې لرو،خودې ټکې ته هم بايدپاملرنه وشي چې زمونږ دهېوادپه بهرنيونمايندګيوکې تربل هروخت زياتې ستونزې ،بدمرغۍ ،غفلت،بې غورۍ اوننګونې شتون لري.


ځکه چې ترکومه ځايه چې معلومات شته ،په ځينو هېوادونوکې دافغانستان بهرنۍ نمايندګۍ دخپلو ملي ګټو،ملي هويت ،ملي دريځ اسلامي اوافغاني ارزښتونو خلاف کړنې سرته رسوي ځکه چې واقعي دېپلوماتان په کې کارنه کوي بلکې له نورو لارويې هلته چوکۍ خپلې کړې دي.همدا لامل دى چې په دېپلوماسۍ اوبهرني سياست نه پوهيږي.


دبهرنيو نمايندګيو څخه يې يواځې دشخصي نارواګټوخوندي ځايونه جوړکړي دي ،دخپلو اتباعودحقوقو دخوندي ساتلواودفاع غم ورسره نشته ،ان تردې چې په هغه هېوادونوکې دافغانانو هويت ته يې څرګندزيان اړولى.تراوسه دنړۍ ډيرملتونه داسې فکرکوي چې افغانان مانا داچې دنړۍ ترهګراو تروريستان دي! ددې خبرې لامل دادى چې په هغه هېوادونوکې دافغانستان په ديپلوماتيکونمايندګيوکې داسې کسانوته دنده ورکړل شوې ،چې يواځې خپلې شخصي نارواګټې پيژني په دې باندې نه توانيږي چې دخپل هېواد،خاورې اوملت رېښتنى انځور ورته وړاندې کړي.


ددې لپاره چې په رېښتني توګه زمونږ نړيوال دريځ ځواکمن وي،بهرنى سياست مودعقل ،منطق اوتدبيرپراصولو اوبنسټونوولاړې وي،ملي ګټې موخوندي ساتل شوې وي،په بهرنيوهېوادونوکې موداتباعوحقوق درناوى شتون ولري ،له نورو هېوادونوسره موديپلوماتيکي ،اقتصادي،سوداګريزې ،فرهنګي اوورته نورې اړيکې داغيزمن بهرني سياست په چوکاټ کې دملي ګټودخوندي ساتلوپربنسټ ټينګې شوې وي ،دپرديو هېوادونوله لوبو څخه موخلاصون پيداکړى وي ،دنورو هېوادونوپه سياست راته معلومات وي،دستراتيژيک اړيکو اوتړنونوپه ماهيت ،اړتيا اواغيزباندې دلنډاواوږد مهاله لپاره پوهه ولرو ،دهرهېوادپه وړاندې دتګ لارې په جوړولوکې اسانتياوې موجودې وي ،اوپه نړيواله کچه نورافغانانوته دترهګرو اوجګړه کوونکو خلکو خطاب ونشي بلکې افغانان دنړۍ ديومتمدن ،مترقي اوسوله غوښتونکي ملت په توګه نورو ملتونوته وروپيژندل شي.


نوحکومت بايددبهرني سياست په مديريت اوپه دې دايره کې دټولو سياسي نمايندګيوپه چوکاټ کې په عاجله توګه اساسي ،بدلون منځته راوړي،په دغه نمايندګيوکې بايدهغه کسانوته دکارچانس ورکړل شي ،چې له خپل مظلوم ولس ،جګړه ځپلي هېواد،ملي ګټو،هويت ،دريځ ،ملي اونړيوال سياست سره دپوهې ،قلم ،فکر،ليد،تجربې ،اهليت او وړتياپربنسټ مينه ولري.ترڅوزمونږ دهېواد ،دېپلوماسي په رېښتني توګه دنړيوال دبهرني سياست کولو لپاره لپاره چمتوشي.