غزل
جانانه بیا دی زړه ته څه راغلی
چی اوښکی بیا تر ګریوانه راغلی
زړه دی کباب کړه چی یی قدر وشی
د یار غمونه میلمانه راغلی
سترګو نه نه اوځی غیرت یی کړی
اوښکی په خوی د پښتانه راغلی
د زړه د دښتی لمن وغوړوه
یو څو قطری د بارانه راغلی
د یار جرګی که په خوله هر څه وای
زړه کی په نیت د بیلتانه راغلی
بیا دی سرتوره غم رمی رمی شو
بیا په نغمو د زړه شپانه راغلی