هسې خو که سړی نن سبا وګوري ټول وطن غصب غصب او چور شو خو چې خبره پکې د ننګرهار شوه، دلته نو دومره زمکې غصب شوي او لا غصبېږي چې مه يې کوه پوښتنه، څو ورځې مخکې مې د ننګرهار له چارواکو نه واورېدل چې اوس پکې له خيره ژورناليستانو ته نمرې ورکوي، په ننګرهار کې د چارواکو، زورواکو او زرواکو نس د غصب په زمکو نه دی موړ شوی چې اوس پکې وار ژورنالستانو صاحبانو ته ورسېد،دوی مخکی لږ لږ ښه وو د غاصبينو په اړه به يې يو نيم خبر په خپلو رسنيو کې خپراوه، خو اوس چې څلورمه قوه او بې لوري خلک په خپله غاصبين شول او د نمرو په وېش سره نه جوړېږي نو حقايق به څوک وايي ؟
ډېره د افسوس خبره ده يو څو تنه داړه ماران چې په هر نظام کې يې د هر چا ډول ته څڼي غورځولي او لا يې غورځوي د زمکو په غصب کې نن سبا چارواکو له ځانه سره راښکېل کړل، د چارواکو په اصطلاح دوی هغو کاري او فعالو ژورناليستانو ته نمرې ورکوي څوک چې په ښار کې څلور منزله کورونه او مارکيټونه لري.
هغو ژورنالستانو ته چې همدا اوس ډالري معاشونه اخلي خو بيا يې هم لکه د وږو لېوانو خپلې خولې اسمان ته نيولي دي.
هغو ژورناليستانو ته چې تل يې د څو پيسو لپاره په خپل سپيڅلي ژورناليستيک رسالت ملنډې وهلي دي.
هغو ژورناليستانو ته چې د يوې پر ځای څو دندې ترسره کوي او د نورو مسلمانانو په حقونو يې خېټه اچولې ده.
هغه ژورناليستان چې تل يې چارواکي ستايلي او د ولس پر مرۍ منګولې خښې کړي.
هغه ژورناليستان چې د خپلو مېرمنو د ناروغيو په پلمه يې له چارواکو نه په ورانه خوله زرګونه خيراتي ډالر جيبونو ته اچولي.
هغه ژورناليستان چې همدا اوس د چارواکو له خوا په ورکړل شوو لوکسو موټرو کې ګرځي او له سوداګرو سره د خارج سفرونه کوي.
هغه ژورنالستان چې تل يې د ژورنالستانو له نامه استفادې کړي او په يو او بل نامه يې د ځان لپاره پروژې را ايستلي دي او بالاخره هغه ژورنالستان چې د ننګرهار دچارواکو، زورواکو او زرواکو په يوه غوړه مېلمستيا يې تل هېوادني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.
کله چې څوک له کوم ژورنالسيت صيب نه پوښتنه وکړي چې تاسې ولې دا کار کوئ او ولې له چارواکو دولتي زمکې اخلئ نو دوی به درته په ځواب کې وايي چې موږ هم ددې خاورې بچيان يو او د اوسېدو لپاره سر پنا ته ضرورت لرو، دوی ملامته ځکه نه دي چې غريبان په خېمو کې او يا هم نور خلکو کره همسايه اوسېږي، چې سبا بل سبا يې له کوره وباسي.
خير په هر صورت اوس پکې نوې خبره داده چې په ننګرهار کې ژورنالستان د نمرو د غصب پر سر وران شوي دي، هر يو يې د خپلې ډلګۍ، کورنۍ غړو او ملګرو لپاره رمبی وهي،والي صيب ورته ويلي و چې تاسې چا ته ونه واياست چې موږ ته نمرې راکوي، هسې نه چې څوک راباندې خبر شي او ياراپسې ليکنه ونه کړي، ژورنالستان همداسې چوپه خوله پاتې شول، يوازې خپلو رسنيو ته يې دا خبر ورنکړ، چې والي دوی ته يوه يوه نمره زمکه د کور لپاره ورکوي، خو يوازې په حجره او جومات کې يې له خولې نه دا خبره وتلې ده، خبره هله رسوا شوه، چې کله والي ته درې تنو په خپله خوښه د بېلابېلو ژورنالستانو ليست وروړ، دوی له خيره اوس په خپلو کې لاس او ګرېوان دي او د نمرو په وېش سره نه جوړېږي، ځکه چې نمرې دېرش دي او ژورنالستان درې سوه تنه، نور خو پرېږده چې په ننګرهار کې يوازې پينځلس اف ام راډيو ګانې دي او په هره راډيو کې لس تنه کار کوي، دوی خواران به څه کوي، والي صيب ته چې د ژورنالستانو درو مشرانو کوم ليست ورکړی، د خبريالانو بل ډلګی مشر هغه ليست نه مني او د خپلو ملګرو د حقوقو د اعادې غوښتنه کوي،د ننګرهار چارواکي اوس په يو دوه کې حيران دي چې اوس د کوم صيب ومني او څه وکړي، که نمرې نه ورکوي، نو هلته يې ژمنه کړې او که يې ورکوي، نو کېدای شي دوی په خپلو کې پرې په غم ککړ شي، چې دا کار بيا له بدو بد عواقب لري، زه په پای کې دغو ژورناليستانوصاحبانو ته وايم چې راځئ له دې کاره تېر شئ، په همدې پاک ډګر کې مو ځانونو ته ښې ښکلي قصرونه جوړ کړل، دا به مو اورېدلي وي کنه چې انسان په خاورو هم نه مړېږي، که دا ټول افغانستان تاسې د ننګرهار ژورنالستانو ته در قواله کړو، والله که پرې ماړه شئ،راځئ ټول په ګډه يوه ژمنه وکړئ چې ستاسې لپاره بېلې شوې نمرې د ننګرهار هغو کونډو، يتيمانو او بېوزله خلکو ته ورکړئ چې په بيدياو کې د يوې خېمې او ترپال لاندې د ژمي سړې شپې ورځې تېروي او هېڅوک يې د اښتنې پوښتنې نشته، که تاسې په رښتيا سره خپل ملت او وطن ته وفادار ياست نو د خپل ځانونو پر ځای به په همدغو بې چاره خلکو رحم وکړئ.
په همدې هيله