افغان سرحدي پوليسو برايي د کندهار ولايت په معروف ولسوالي کي دوه تنه ماين ښخوونکي چي د ډيورنډ له ها خوا راغلي ول ووژل.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي دغه دوه تنه برايي پر ١٢ بجې د کندهار د معروف او د زابل ولايت د شملزو ولسواليو ترمنځ په (جنګ برج) کلي کي د سرحدي پوليسو د ګزمې لخوا هغه وخت ووژل سول، چي غوښتل يې پر يوه خامه لاره باندي ماينونه ځاى پر ځاى کړي.
له دې کسانو سره ٥ کړۍ ماينونه او يو ميل کلاشنکوف ورسره ول چي هغه هم د سرحدي پوليسو لاسته ورغلي دي.
د کندهار چارواکي وايي دې ولايت ته اکثره وخت د ډيورنډ پولي له ها خوا سيمو چي د پاکستان تر کنټرول لاندي دي، ډېر شمېر وسله وال او ماين ښخوونکي راځي او دلته تر تروريستي عملياتو وروسته بيرته پاکستان ته ځي.
د کندهار چارواکي وايي د دولت وسله وال مخالفين د پاکستان تر حاکميت لاندي سيمو کي کمپونه لري او پاکستاني پوځيان يې نه يوازي مخنيوى نه کوي، بلکي افغانستان ته په رالېږلو کي مرسته ورسره کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه