کور / شعر / پر ما وريږي

پر ما وريږي

اوس انــديـښـنـې شـولې په زړه وَرېـــږې
د ژونــد بـــاران هــره شــيــبــه وَرېــــــــږې
له[ لــَــبَغـَـــړي ] او محتاجــه حَــمــلــَه
زيــږون د زواک لــه ټــــوکېده ورېــږې
منګ کړې دردونه د غــُــربت د قفس
شې [پوټانشــيَـــل] د الوَتـــــه وَرېــږې
ستا روڼ سبا د شپې په خوب کې وينم
دتــعــبـيــرو پــه [ شـنـډه] ښه وَرېـــږې
چې د پردېس زهرجن څښه مې هېر شي
شې د کـوثـر مـشـروب راڼـــه وَرېــــږې
دمعشوقې د خيال په غـبـرګو سترګـو
کلــه کــجـــل کلـــه رانــجــه وَرېـــــږې
ياد مـې دې[ وَبَـغـړِيــي ] وَمې چيچي
اوښکیِ شې بس په ګريوانه وَرېــږې
ته مې په ســوچ د پــشـَــکال جـــــــړۍ شې
تــــه د لــيـمــــــو لــــه هــر بــاڼــه وَرېــــــږې
اسمان د بخت مې هم سم ستا په خوله کي
هــم پــه وَريــېــځ اوهــم په شــنــه وَرېــږې
کله کابــل کلــه مې بــلخ، بــدخــــشان
کله مې سوات، سېوۍ، واڼه وَريږې
يــا شې اِفــراط د انــګــېــرنــو مــيــراث
بــيــا دباميــان له بودا [کښه] وَرېــږې
کله هَــري يــا مــرغاب مَــوج د لــرليد
افــغـان نــفـوذ په شــړَ کــېـده وَرېـــــږې
درُومې پنجشېر،کــونړ، کابل په څـپو
د خپل اټک په ويــښـــېــده وَرېـــــــــږې
يا سره انار زانــکیِ د شتون له باغ مې
يــانارنج بـــوی له [ روده سـره ] وَريــږې
يا پــېــښَــوَر مې شې د ژمي پــــــــــلازَه
شــــال مې د کـــوَټی لــه نــامـــه وَريــــږې
راتــه تــاريــخ شې د احــمــد د عُـــروج
له هـر کـنـډَو لـه هـر[ پـانـګه ] وَرېــــږې
شې د يَـووالي او لوی والي سپېــدې
ددې يــلــدا لــه خــتــمېــده وَرېـــــــږې
بيا د آسيا د زړه د [ ورَت ] هيله شې
دبيا وصلت په پَــيــلــېــده وَرېـــــږې
ستر رسالت بيا د خپل لوی جوړښت شې
په هــر افــغـــان ــ هــر پښتانه وَرېــږې
ته د ستر غوَښت د تحَـقــُـق ا ُمېد شې
يــوه دُعــا په هــر لمــانــځــه وَرېـــږې
چې مې ټوټې ټوټې زړه بيا پيوندکړي
خــواست د زيــرک مشرتــابه وَرېـــږې
+++++++++++++++
کله د ښکلي خوست څربې اوبرې شې
کلــه ږلۍ پــــــه [ مـــزغوره] وَرېـــــږې
کلــه دې يــاد په نــاغــېــړيو سر شي
زه وام پــه وچ تــه په لانــده وَرېــږې
په خــوی شې کــټمــټ د رَزغـَــيو اسمان
چېر چې غــورېــږیِ هــلــتــه نه وَرېــــږې
په ښکلي وچ [ دره ګي] بخيل قارون شې
خو پــه ګاونــډ حاتــم [طايــه] وَرېــــږې
په لــلـــمو پــرخــــه د ســهــار هــم نه شې
خو پــه اوبــيــزو بـــژه چانټه وَريــــږې
د خپل راغــه غـاټـول دې تـږي پـرېـږدې
خــو پــه [پـيـنـځو اوبــو] اوبــه وَرېــږې
خپل ته اسمان شې د بــاروت او دبــم
مـــات د دُښــمــن پــه کــبــاړه وَرېـــــږې
+++++++++++++++
سترګیِ مې نه پريږدې چې نم يې وچ شي
کلــه پــه څــه کلــه پــه څــه وَرېـــــــــــږې
چې خاطِــــــرې دې د ښــــکلاوو شــــمېــرم
فرخار شې، کوَرمه شې، کـــړَپــه ورېــږې
ژوب شې، زيارت شې، ديـر شې، ښکلی فارياب
يـــا ښکلی بَــنــُــو، يــــا اقــچــه ورېــــــــــږې
پوهېږې! هرڅـــوک خــپــلیِ مينیِ ژاړي
تـــه زمــا مــيــنه پــه مــا تــه وَرېــــــــــږې
دلته چې خوند،رنګ، ابادي ګورمه
تــه شې ارمـــان لــه هــر کاتــه وَرېــږې
دشنو باغو، شنو کــــروندو ارزو شې
ستا په هــرکڅ هــر سنګــېــړه وَرېــــږې
په هــر ژوندي وِجدان په لــر او بــر کې
پــــه هــر يــو وږي هــر مــــاړه وَرېــــــږې
دا يو ويال نه دی چې په تاژوندی دی
د ټــول افغان په بود او شته وَرېـــږې
تازه خان ويال
۱۹ / ۸ / ۲۰۱۱
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مېډاوېل ــ لندن