د امریکا جمهوري ریاست انتخابات اوږده پروسه ده. پدې انتخاباتو کي، عموما د امریکا دوه غښتلي احزاب –جمهوري غوښتونکي او دیموکراتیک- برخه پکي اخلي. له هر حزب څخه یو درجن کاندیدان ګډون کوي، خو بالاخره له مقدماتي انتخاباتو څخه را وروسته له هر ګونډ څخه فقط یو نوماند بریالی کېږي. دمګړی، د جمهوري غوښتونکي حزب په مقدماتي انتخاباتو کي فقط څلور نوماندان پاته دي. په دوی کي، د ماسچوسیتس پخوانی ګورنرمیت رامني او د ولسي جرګې پخوانی ریس نیوت ګنیګریچ مخکښان دي، او پخوانی سناتور ، ریک سنتورم او د ولسي جرګې برحال استازی ران پال لا هم په لوبه کي شامل کسان دي. هر کانديد د افغانستان په ارتباط خاص نظر لري چي دلته به د هغوی همدا دریځونه په لنډه توګه معرفي سي.
میت رامني بزنسمن او سیاستوال دی. په ۲۰۰۳ کي، د ماسچوسیتس ایالت ګورنر سو. د هاروډ پوهنتون څخه په بزنس او حقوقو کي ماسترۍ لري. د مرمن په مذهب دی. پلار يې د میشیګن ایالت ګورنر وو. په ۲۰۰۸ کي، د جمهوري ریاست لپاره کاندید وو، خو په مقدماتي انتخاباتو کي سناتور جان مکېن ترې وګټله. نهایت شتمن سړی دی. د ځینو امریکايي مبصرینو به قول د جمهوري غوښتونکي حزب مشېن يې ملاتړ کوي او خامخا به دی د دې حزب نوماند سي.
میت رامني وايي: له افغانستان څخه زموږ د قواوو راایستل بایدپه شرایطو پوري اړه ولري، او دا کار باید دنظامي مشرانو سره په سلامشوره وسي. زموږ هدف په افغانستان کي د القاعدې سټول او د طالبانو کمزورول دي. طالبان باید دونه کمزوري سي چي نور امریکا،افغان حکومت، اوپاکستان ته خطر ایجاد نه کړای سي.
هغه د طالبانو سره خبري کول ردوي، او وايي طالبان باید مات کړای سي، او د افغان پوځ دونه تقویه سي چي پخپله د طالبانو د راایسارولو توان پیدا کړي. هغه اويي د اوباما اشتباه دا ده چي د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره يې نېټه وټاکله. په افغانستان کي، د امریکا پالیسي باید پر اقتصادي ملحوظاتو باندي متکي نه وي، بلکي ستراتیژیکي مسایل هم باید په نظر کي ونیول سي. هغه د سرج ملاتړ کوي، خو د وختي راوتلو مخالف دی. میت رامني د امریکا د دفاع وزیر د هغه نظر سره مخالفت وښود چي وايي امریکایان به په افغانستان کي خپل جنګي نقش په ۲۰۱۳ کي ختم کړي. میت رامني د اوباما حکومت همدا اعلان «ساده ګي» او «ګمراه کونکی» وباله.
مګر څرنګه چي عامه امریکایان د افغانستان له جنګ سره په زیاتېدونکې توګه مخالفت کوي، او د خپلو عسکرو راایستل غواړي، د میت رامني په نظر کي هم بدلون راغلی دی. هغه اوس وايي چي جنګ باید ختم سي او زموږ عسکر باید خپل هېواد ته را ستانه کړای سي.
میت رامني وايي حامد کرزي ته باید دا روښانه کړو چي زموږ تعهد باید متقابل وي. هغه باید په حکومت کي د بې لجامه اداري فساد مخه ونیسي، د ازادو او عادلانه انتخاباتو تضمین وکړي، او د مخدره موادو په مقابل عملي ګامونه واخلي.
نیوت ګینګیرچ: هغه لیکوال، سیاسي مبصر، او له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۹ پوري د امریکا د ولسي جرګې ریس او د جورجیا ایالت استازی وو. په تاریخ کي ډکتورا لري. په ۱۹۹۵ کي، د ټایم مجلې د کال سړی ونوماوه. د نیوت ګینګیرچ څېره قهرجنه ده او اکثرا قهرېدلی ښکاري. درې ودونه يې کړي دي.
اسلام ضد احساسات لري. هغه وايي موږ د اسلامي افراطیانو سره په يو اوږد جنګ کي راګیر یو. موږ مجبوره یو چي دا جنګ ته دوام ورکړو. هغه باور لري چي د اسرایلو پایتخت باید بیت المقدس وي. د فلسطین په نامه کوم ملت وجود نلري .
مګر هغه وايي د افغانستان جنګ باید ژر تر ژره ختم سي. باید جنرالانو ته غوږ ونیول سي. په افغانستان کي د باثبات حکومت جوړېدل به ډېر وخت وغواړي. امریکا باید د ملت جوړولو په چاور کي مداخله و نکړي. د هغه شعار «کامیابي نه خروج» دی. نیوت ګینګیرچ وايي موږ نه سو کولای چي له جنګ څخه فرار وکړو. مګر په افغانستان جنګ پر سمه خوا ندی روان . موږ دې جنګ ته په سپکه سترګه ګورو.
ران پال: یو طبي ډاکټر دی او د ټکساس ایالت استازی دی. څو ځله يې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي برخه اخیستې ده. هغه د امریکا پر خارجي او اقتصادي پالیسیو باندي سخت انتقادونه کوي، او دخارجي مداخلو سخت مخالف دی. ران پال سپیني خبري کوي، او د ځوانانو په مینځ کي څه محبوبیت لري.
هغه وايي له افغانستان څخه باید ژر تر ژره راووځو. دا د افغانانو مشکل دی او باید افغانان خپله یوه د حل لاره ورته پیدا کړي. په افغانستان کي زموږ شتون زموږ ملي امنیت ته خطر پېښ کړی دی، نه برعکس. هلته، د اضافه عسکر و استول به هیځ ګټه ونلري. دا جنګ زموږ اقتصاد ته سخته صدمه رسولې ده. موږ باید دا جنګ ژر تر ژره ختم کړو. اکثره امریکایان هم ددې جنګ ختمول غواړي. القاعده نور په افغانستان کي نسته. موږ اوس د طالبانو سره جنګېږي، خو طالبان یو وخت زموږ ملګري ول.
افغانستان باید افغانانو ته وسپارو. افغانان موږ ته د اشغالګر په سترګه ګوري. که چیري بل څوک زموږ ملک اشغال کړي، موږ به هم د هغوی پر خلاف وسله واخلو. موږ د هغوی ملک اشغال کړی دی، او هغوی د خپل وطن د ازادۍ لپاره جنګېږي. موږ باید د جهان پولیس و نه اوسو، موږ باید خپل ارزښتونه د دپلوماسۍ له لاري خواره کړو. موږ باید خپل اډې د نورو ملکونوڅخه را وباسو. دا ډول جنګونه او خارجي مداخلې به بالاخره موږ ډیوالي او مفلس کړي. هغه وايي زه پدې باور لرم چي بن لادن، روسان، او زموږ نورو دښمانان پر موږ باندي خاندي چي پداسي جنګونو مو ځانونه اخته کړي او خپلي پلې پخپله پرې کوو.
ښاغلی ران پال وايي کرزی یو ګوډاګی مشر دی. موږ دا حکومت هلته تحمیل کړی دی. د حامد کرزي حکومت یوه غله او بې کفایته اداره ده. موږ ددې خلګو په وجود کي دا جنګ نه سو ګټلای. موږ هلته پخپل حضور مسلمانان لا په قهروو، او دا زموږ ملي امنیت ته لا خطر مواجه کوي.
ریک سنټورم: د پنسلوانیا ایالت پخوانی سناتور دی. هغه یو وکیل او یو محافظه کاره او مذهبي سیاستوال دی . سنټورم د افغانستان له جنګ او مداخلې دفاع کوي، او د اوباما پر پالیسۍ باندي انتقاد کوي. د ژر راوتلو مخالف دی. هغه وايي امریکايي جنرالانو باید اضافه منابع ورکړه سي ځو خپل ماموریت تر سره کړي. امریکا باید په افغانستان کي کامیابه سي. هغو عسکرو چي هلته قرباني ورکړې ده، د هغوی قرباني باید حدر نه سي. د سپټمبر یولسمي مجرمین باید سخت مجازات سي.
هغه په افغانستان کي د سرج له پالیسۍ دفاع کوي او وايي همدا ستراتیژي په عراق کي کامیابه سوه. هغه له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو له تقیسم اوقات سره مخالف دی او وايي که جمهورریس سي هغه به له افغانستان څخه د خپلو قواوو راوتل کېنسل کړي.
والسلام