۴ فبروري ۲۰۱۲
«څوک چې د بلاګانو په ضد جنګیـږي باید دیته یې پام وي چې په عملیه کې ورنه پخپله یوه بله بلا جوړه نشي.»-جرمن فیلسوف فریدریښ نیچې ، ۱۹۰۰-۱۸۴۴
یو څو ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد په کابل کې ځینې قومي مشران رابللي وو چې که په ۲۰۱۴ کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپلې نوماندۍ (نامزدۍ) لپاره ځان د هغوی په ژمنه ډاډمن کړي. د دې خبر په اوریدلو سره، موږ دواړه ناارامه او اریان شوو. موږ ځکه ناارام شوو چې خلیلزاد د افغانانو ژوند ته په سپکه سترګه کتلي دي او دغه شان نوموړي د هغو شرایطو په اسانتیا کې رول لوبولی دی چې افغانان پکې نښتي دي. خلیلزاد د اوسنئ بدبختۍ په مهندسۍ کې برخه لرله. موږ اریان شوو چې دا سړی څومره سپـین سترګی شودی او په دې پښیماني نه څرګندوي چې په سیمه کې د واشنګـټن د نړۍ والې فاجعې د مهـندسانو مخکښ دی. ځکه خو موږ دې احساس ته مجبورشوو چې دا لڼـډه لیکنه وکاږو او له دې لارې په دې رڼا واچوو چې خلیلزاد څوک دی او د افغانستان لپاره یې څه کړي دي ځکه د هغه کړاندې (روش) افغاني وقار او اسلامي ارزښتونه نشي منعکسولی .
خلیلزاد په سیمه کې د ویجاړتیا او د جنګونو له پلویتوب نه خپل شغل او ژوند جوړکړی دی. خلیلزاد د نویومحافظه کارانو په ډله کې و، د پاول ولفوویتـڅ دحمایې لاندې و، او په امریکه د نوي محافظه کار خوځښتت د فلسفوي مفکر البرت ُوهلـشـتیـتر د لار ښودنې لاندې یې لوړ تحصیلات کړي دي. د دغه ډول حمایت او مربیت په برکت خلیلزاد د دې وړ وګرځید چې د امریکې د بهرني سیاست په کړیوکې د نفوذ قلمرو ته ورننوځي. هغه د خپلې ډاکټرۍ علمي درجه (پي ایچډي) له شیکاګو پوهـنتون نه په ۱۹۷۹ کې لاسته راوړه، د بین المللي اړیکیو په جرګه کې غړی شو، او د «نوې امریکایي پیـړۍ په پروژه» کې یې کار وکړ. دغه پروژه په نوې محافظه کاره فلسفه راچاپـیره وه چې په خـپل وار سره یې له ۹۱۱ را وروسته نړۍ قالب ته اچولې ده. په ۱۹۹۸ کې خلــیلــزاد او نورو نـویــو محافظه کــارانو ولـــسمــشر بیل کــلینټـن ته یو لاسلـیک شوی لیک وړانــدې کړ چې د صدام حســین لــرې کول پکې غــوښتـل شــوي وو. د دغه لیک الهام له هغه سیاسي تحلـیل نه راوتلی و چې «کلـیـن بریک» ( بــشـپـړ، بې عیب) نومـیده. په دغه سـند کې راغلي وو چې په منځني ختیځ کې دې رژیمونه د جنګ له لارې رانسکور شي. د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په پیر کې ، خلیلزاد او د ده نوي محافظه کار یاران په عراق کې دجنګ پلویان وو،او د دوی دغه دریځ واقعاَ په هغه لیک ولاړ و چې په ۱۹۹۸ کې یې ولسمشر بیل کلینټن ته استولی و. په عراق کې البته څرګنده ده چې له یو میلیون نه زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاس ورکړ، په میلیونونو معلول شول ، د خپلو خلکو وقــار یـې په خـطر کې ولــوید، او تاریخي ارزښـتمن شـیان یــې چـورشول .
په لڼـډ ه وینا، خلیلزاد د دیک چیـني مخکښ (اتباري)سړی و. د دیک چیـني په سپارښتنه [چې د لومړي جورج ایچ بوش په مهال د دفاع وزیر و او دوهم جورج ډبلو بوش په پیر کې مرستال ولسمشرو] خلیل زاد په سپـینه ماڼۍ کې د ملي امنیت په جرګه کې د کاندیلیسا رایس لاندي په کار ولګید. په سپینه ماڼۍ کې د دغې وظیفې په مهال ډیر احتمال لري چې خلیلزاد به پــه افغانستان باندې د امریکې د یرغل په پلان کولو کې مرسته کړې وي. دا د یادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل لپاره د خلیلزاد پلانونه به ، پــه اصطلاح پخپله د خلیلزاد له هغې لیکنې نه راوتلي وي چې سرلیک یې «سپینې پاڼې» و او خلیلزاد یې په ۱۹۹۸ کې مشر لیکوال و. سپـینې پاڼې په واقعیت کې د هغه څه «تـورې پاڼـې» وې چې په افغانستان کې پیښ شول. د جنګ- زپـلي افغانستان د درملنې لپاره د خلیلزاد نسخه په واقعیت کې هلته د اوسنئ سـیاسي- ټولنیزې ټـول ناروغۍ (وبا) لامل شو .
د خلـــیلزاد سپـینې پاڼـې په غټه کچه په افغان اقلـیتونو، جنګسالارانو، نشه یات سالارانو، او د افغان حکومت په راتــلونکې څیـره را چاپـیره شوې. لکه څنګه چې یې په خپلو سـپـینو پاڼـو کې مخلـید(پیشبیني) انځور کړی و، خلیـلزاد د افغــانستان لپاره یو کمزوری مرکزي حکومت پلان کړ د دې لپاره چې د افغانستان ګاوڼـډیان پـــرې خوښ کـړي. بس له هـمدې امله، د افغانستان د بیلابیلو برخو پرمختیا د افغانستا ن نږدې ګاوڼـډیانو او هـنـد ته وروسـپارل شوه. په عین ډول، د خلیلزاد د عقیدې سره سـم، هغو اشخاصو چې د بهرنیو هیوادونو سره يې نیغې اړیکې لرلې د کابل په نوي حکومت کې کرسیو ته ورسیدل او له دې لارې يې د سیمې هیوادونو ته لا زیاته پـیروي او تابعیت خلق کړل. د خلیلزاد د چلن(برخورد، روش) منطق دا و چې افغانستان د خپلو ګاوڼـډیانو په منځ کې د سیالیو سبب شوی دی؛ نو ځکه باید یو څه وشي چې دغه سیالۍ ارامې کړي. خو روغه پوهه (سلیم عقل) حُکم کوي چې دغه ډول چلن (روش) به د بهرنیو قدرتونو سره د افغانستان په دننه کې د ډلو ژمنه (وفاداري) لا زیاته وروزي. سر بیره پر دې، خلیلزاد په نوي حکومتي نظام کې د ځاییزې (محلي) خودمختارۍ پلویتوب کړی دی. دا کار د جنګسالارانو لپاره صحنه برابروي چې د خپلو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره په فـډرالي نظام پسې ملا وتړي او د افغانستان د ویـشنې لپاره کار وکړي. دا چې خلیلزاد په افغانستام کې بهرني اغیز ته اسانتیاوې برابرې کړې، د شمالي ټــلوالې د جنایتکارو جنګــسالارانو هــدف ته یې لار پرانــیستــله چې د فـډرالـیزم یانې د افغانستان د ویشنې د پیل په هڅه کې شي. د جنګسالارانو د تسکینولو او راضي کولو طریقه ( میتود) به له یوه ممکن هـدف یانې فساد او انحراف نه راوتلې وي. خلیلزاد شاید دا سې نظر لاره چې د فساد او انحراف په غرض په فاســدو او منحرفو کړیوکې اغیز وکړي. خو که دغسې نه وي، ولې به یو منطقي انسان دغه ډول چلن (روش) تعــقیب کــړي چې په افغانــستان کې داخلي بې ثباتي زیاتــوي. دا خو څه پــټه خــبره نــه ده چې په افغانستان کې په بـیلـیونونــو ډالـرې تـریـتـم شوي دي. دا کار ناشـونی و خو داچې له بـهر نه د امــریکې د حکومت مامورانو به پکـــــې هـمکاري کـــړې وي
په لڼـډ ډول، خلیلزاد د امپراتورانه زورزیاتي او تسلط لپاره روزل شوی و. خلیلزاد د امریکې په هره ماجرا کې لاس لاره چې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په پلمه په سیـمه کې د مسلمانانو په وژنه راڅـرخیدله. خلیلزاد معلوم لاسونـدونه (سـندونه) لاسلیک کړي دي لکه په ۱۹۹۸ کې ولسمشر کلینټن ته د نویومحافظه کارانو لیک چې د صدام حسین د لرې کولو غوښتنه پکې خوندي شوې وه، او ورپسې دعراق جنګ. خلیلزاد دغه شان د کرزي او د ده د شمالي ټلوالې دجنګسالار یارانو د کرغیـړن (فاجعه یي) رژیم مـهند س و. د خلیلزاد سیاسي پلانونه یقیناَ د دې وړ دي چې شـریر سیاست ورته وویل شي. ځکه خو بـه د خلیلزاد د سیاست طرز له دینه ډیر لرې نه وي چې د شیطان عمل وګڼل شي- هغه شیطان چې« دانسانانو په زړونو کې پـسیـږي».
د یوې شخصي ملاحظې په توګه،خلیلزاد دوه ځامن لري: الیکساندر بیـنارد او مکسیمیلیان بینارد. د دواړو نومونه نـه ښئ چې د افغانستان سره به کوم کلتوري یا دیني اړیکې ولري. زموږ پوښتنه داده چې خلیلزاد په افغانستان کې د کومې مخینې (سابقې) یا نیک عملۍ په بنسټ پـریکړه کړې ده چې په ۲۰۱۴ کې ځان د ولسمشرۍ لپاره نومانـد (نامزد) کړي؟ ټول حقوق خوندي دي.
۴ فبروري ۲۰۱۲