کور / هراړخیز / محقق د سولي پر خبرو اندېښمن دئ

محقق د سولي پر خبرو اندېښمن دئ

په لراوبر ويب پاڼه کي مي د لراوبر د کابل څانګي د همکار ښاغلي سلېمان يوسفي هغه خبر چي سرليک ئې ( محمد محقق د سولي پر خبرو اندېښمن دئ) ولوست، نوموړي ويلي چي ډېر عمر له طالبانو سره جنګېدلى خو اوس د سولي له خبرو پاته سوى او په اصطلاح چا غوږ هم نه دئ په ګرولى. نوموړي همدا ډول ويلي چي د طالبانو سره سوله په داسي حالت کي کېږي چي طالبانو له خوا په دې اړه هيڅ تضمين نسته چي هغوى دي د القاعده له مرستي لاس واخلي.
کله چي مي ياد خبر ولوست ډېر حيران سوم ، ډېر تاسف مي وکړ او و مي ويل چي ياره يوقاتل ، يو مجرم چي بايد د سولي تر خبرو مخکي په دار ځړول سوى واى او يا هم په ژوندوني په اور کي سوځول سوى واى نن وايي چي د سولي خبري بايد د نوموړي په ګډون وسي او ځان د سولي په راوستو کي يو مطرح کس بولي . نوموړي چي د مجاهدينو په وخت کي د کابل تر نيولو وروسته د ولسي وګړو ټوله شتمني لوټ کړه ، هغوى ئې له دې امله چي د خپلو کورونو د شيانو د ورکړي څخه ئې ډډه کوله شهيدان کړل ، د کابل پېغلو او مېرمنو ئې د نوموړي او د هغه د نورو بادرانو له مسعود، خليلي، فهيم، رباني، او دوستم له لاسه ځانونه د څوارلسو، څوارلسو منزلو څخه را اچول ، د کابل په پوهنتون او ليليه کي ئې ډېرى کسان شهيدان او يا هم په دېوالو پيسي مېخ کړل، د کابل پر ښار ئې ٥ کاله هوانونه او غوندي واورول خو نن د سولي خبري او په هغو کي د ځان د ګډون خبره په کومه خوله او په کومو سترګو کوي.
او يوه ډېره په زړه پوري خو لا دا ، چي نوموړى وايي چي د طالبانو سره د سولي خبري په داسي وخت کي کېږي چي د هغوى له لوري هيڅ د القاعدې سره د اړيکو د پرېکون تضمين سته خو نوموړي دا له ياده استلي چي د طالبانو د امارت په نړه ولو کي تاسو خپل لاس او مرسته د امريکايانو د ملګرو سره د کوم شي په تضمين سره يو کړ او بل داچي تاسو د روس څخه د تېرو ٤٠ او ٤٥ کلو راهيسي پر څه شي پيسې اخلئ او افغانستان مو د روسه رانيولې بيا تر اېرانه پر هر چا په نه څه خرڅ کړ
او تر دې مي هغه بيت را په ياد سي چي واى
دا څه بې عقل سوداګر دي په بازار راغلي
په ټيټه بيه خرڅوي داحمد شاه هډوکي
په بازارونو کي ليلام سول نن سبا هډوکي
بل داچي تر پرونه پوري ئې په پښتو ريشخند واهه او د افغانستان دري ژبه ئې په فارسي بدله کړه او اېراني کلتور ته ئې لستوڼي رانغښتي او دا هم نن د افغانستان يو کس ځان بولي .
د افغانانو د افغان حکومت څخه غوښتنه دا ده چي مخکي تر دې چي د اسلامي حزب او طالبانو سره د سوله وسي بايد نوموړى د خپلو نورو ملګرو سره په دار وځړول سي .
او نوموړي ته ئې وينا دا ده چي افغانستان خپل بچي لري هغوى ته افغانستان د مور حيثيت لري هغوى به پر خپل هېواد سر ورکوي او دا ئې په عمل کي هم ښکاره کړې.