په خوست ولايت کې دفکرې رغونې دمبارزې په پايله کې دنوروقومونوپه څيرداځل دګربزپه ولسوالۍ کې دناوړه دودونوپرضد،قتل،غلا،اختطاف اونورو ورته جرايمو دمخنيوي لپاره ولسي خلک ديوقومي تړون پربنسټ يې قومي چيغه وکړه.ترڅوله دې لارې په دغه ولسوالۍ کې مېشت ولسونه له ستونزو،ناخوالو اوبدمرغيوڅخه خلاصون ومومي .
داخبره هرچا ته ښکاره ده، چې چېرې پښتانه اوسيږي په هغه سميه کې به قومي تړونونه اوقومي چېغې شتون لري .
دڅو کالوراهيسې دګربزو ولسوالۍ اوسيدونکي دغلو اختطاف ګرو اونوروناوړه کسانوڅخه ډېر سخت زورېدل لکه څرنګه ، چې دخوست نور قومونه هم ددې حالتوڅخه سرټکوي .
خو په دې ورستيو شپو ورځوکې دګربزو قوم قومي مخور مشرانو اربکيو او دسيې بېلا،بېل قشرونه سره يوځاى شول، چې دغلو سړي تښتونکواونورو ناروا کړنو مخه ونيسي .
ګربز ، چې پخوا وختونو کې زرکورونه حساب شوي دي دا زر کورونه بيا په څلورو لويو قومونو وشل شوي دي، چې عبارت له يږدنو ، بوريخېلو، ضياءالدينواونصرالدينو څخه جوړ شوي دي .
په دې نږدې ورځوشپو دغوخلورو قومونو په خپلومنځونوکې مرکې او غونډې وکړې ،چې اخير دې نتېجې ته ورسېدل،چې پخوانۍ تاريخ له سره راژندى کړي.
دډول دې غږ سره په يو اتفاق رواوتل هغه غله ،چې د ډېر وخته راهيسې يې په خوست کې په غلو اوهمدشان پرنوروناروا کارونو لاس پورې کړاى و.
دغله پرسر يې تر يو يولک افغاني واخېستلې اوهغه چا به چې په کې خبره وکړه يعنې ناغه به يې نه پرېکوله دهغوى څخه يې دوه چند ديولک پرسره دوه لکه افغاني واخيستې .
دګربزو مشرانو، چې اوس مهال يې نوى تړون هم کړى دى . په هغه تړن کې داسې ذکرشوي دي ،چې دهر غله پرسربه له دې نه وروسته يو لک افغانۍ اخلي کور به يې سوځيږي، په قوم او کلي به وتلى وي.
دګربزوقومي مشر مولوي شېراحمد ملي احساس ورځپاڼې ته په خپلوخبرو کې داسې وويل : قومي جوړښتونه ، قومي تړونونه زياتې ګټې لري دخلکو ترمنځ اتفاق راځي دمظلوم سره به کومک کېږي دظالم مخه به نيول کېږي .
او بله ګټه يې داده په ګربزو کې ، چې کوم وخت قومي چېغه رامنځته کېږي په سلګونو خلک ورته راځي په دې کې ځينې په خپل منځ کې دښمانۍ هم سره لري .
هېڅوک په قومي چېغه کې يوپه بل تېرې نه شي کولاى ځکه چې دقومي اربکيو لخوا زيات زيان رسيږي .
همداشان يو بل دګربزو قومي مشر حاجي شادرام هم په خپلو کې دې قومي چېغه په اړه ملي احساس ورځپاڼې ته داسې وويل : دپخوا څخه دګربز قوم تړون همداشان تړون درلود موږ دغه تړونونه دپخوا څخه راپاتې دي اواوس به يې هم ژوندي ساتو په اوسنې وخت کې موږ دغه ښه اوبلله، چې قومي چېغه راژوندۍ کړو،ځکه چې غله اختطاف ګر اونور ناوړه کسان ورځ تربلې په سيمه شتون زيات شوى وو.
موږ مجبور يو، چې دخپلې خاورې امنيت په خپله وساتو
دګربزو بل قومي مشر حاکي محمد ګربز هم ملي احساس ورځپاڼې ته دخپل نظر داسې څرګند کر: چې له دې وروسته به موږ هيچاته به ددې اجازه ورنه کړو، چې زموږ تاريخ ته صدمه ورسوي نوموړي زياته کړه، چې په سميه کې چرس ، ملټې ، شراب ،هيروئين ، سړي تښتونکي ، غله اوداسې نور پرناوړا کارونو اخته کسان ډېر شوي ووځکه موبيا قومي چېغه رواوېسته او غله موجريمه کړل اونوره هم هڅه کوو ،چې غله راپيده کړو ناغې ترې واخلو ترڅو په راتلونکي کې داسې عمل تکرار نه شي .
که چا بيا داسې عمل ترسره کړو کور به يې سوزو ناغه په ترې اخلو او په کلي قوم به يې شړو.
که چا نشه يي توک خرڅول پنځوس زره جريمه به ترې اخلو ديادولو وړده دګربزو قوم ټولې اته مادي ليکلي دي چاچې له دې مادو څخه سرغړونه وکړه نود دوى سره به دقومي تړون له مخې چلند کېږي .